یوې باخبره سرچینې روهي ویبپاڼې ته ویلي دي،چې دټاکنو موضوع نوره پای ته رسیدلې ده او ډاکتر اشرف غني به د افغانستان راتلونکی ولسمشر وي عبدالله دټاکنو دپایلو دمنښت په موخه له حکومت او نړیوالې ټولنې ځینې امتیازات غوښتي دي،چې یو یې منل شوي او پاتې نور یې ور رد کړې دي .
په دې امتیازاتو کې تر ټولو غوښنه برخه په راتلونکي حکومت کې ددفاع وزارت او بلخ ولایت سربېره څلور وزارتونه او دوه سوه ملیونه ډالر غوښتي .
حکومت او نړیوالې ټولنې دوزارتونو او ونډې خبره له څېرمې رد کړې ده ، خو ملګرو ملتونو دیو نیم سل ملیونو ډالرو د ورکړې په اړه ورسره یو څه توافق ته رسیدلی دی .
سرچینه زیاتوي :
روسیې اوس دعبدالله له ملاتړ لاس اخستی دی او یوازې ایران ورسره سر خوري دسرچینې له خولې له نښو نښانو داسې مالومیږي،چې عبدالله به دیو نیم سل ملیونو ډالرو په بدل کې په چوپه خوله دټاکنو پایله مني او دا لاریونونه دخپلو پلویانو دارامولو په موخه کیږي،چې دهرې ورځې په تیریدو یې رنګ لا پسې پیکه کیږي .
سرچینه دا هم وايي :
ملګري ملتونه ، ډاکتر زاخیلوال ، دوه نور مهم افغان چارواکي ، عمر داودزی او قانوني دجوړجاړي چارې پرمخ وړي .