د ګرمۍ او روژې لپاره له همدې اوسه ګټور شربتونه وپېژنئ!
نن له تاسو سره د څلورو هغو شربتونو په اړه معلومات شریکوو، چې د ګرمۍ په ورځو کې ډېر استعمالېږي. کېدای شي د استعمال په مثبتو طریقو یې هم وپوهېږئ او همدا ډول د روژې مباره کې د ماښامیو لپاره هم سر له اوسه د دغو شربتونو تیاری په کار دی.
د انارو یو ګیلاس اوبه؛ ۱۳۴ کیلو کالوري
د انارو اوبه ستاسو په بدن کې د وازګې د زیاتېدا او د وینې د کلسترول کمولو باعث ګرځي. همدارنګه د انارو اوبه په رګونو کې د وینې د پړن کېدو مخنیوی کوي او په هغو کسانو چې د زړه حمله راځي د انارو اوبه ورته ښې دي.
د انارو په اوبو کې په زیاته اندازه د پتاشیمو شته والی ددې باعث کېږي، چې د زړه له ناروغیو مو وژغوري او د بدن اوبه مو نورمال وساتي.
هغه کسان چې د وینې فشار لري، د بدن وازګه یې ډېره وي، وینه یې غوړه وي، د زړه ناروغي لري، پاخه عمر لرونکي، حامله مېندې او چاغ کسان که د ډوډۍ پر مهال د انارو یو ګیلاس اوبه وڅکي، نو ګټه یې ورته ډېره ده.
هغه حامله مېندې چې فشار یې نورمال وي، د انارو په اوبو کې مالګه اضافه کولای شي، خو د بورې د استعمال توصیه هېچاته هم نه کېږي.
ښه به وي، چې په ډوډۍ خوړلو پسې سمدستي د انارو اوبه څکل شي، ځکه د وینې غلظت او فشار کموي. حامله میندې دې له ډوډۍ سره یو ځای وڅکي.
د مالتې یو ګیلاس اوبه؛ ۱۱۲ کیلو کالوري
د مالتې په اوبو کې د انټي اکسیدان مختلفو ډولونو سربېره، ویټامینونه او نور معدني مواد شته چې غوړ، کلسټرول او سودیم پکې نشته.
هېڅکله کوشش مه کوئ، چې د مالتې په اوبو کې بوره یا مالګه واچوئ، ځکه طبیعي خوند او ګټه یې له منځه ځي.
په امریکا کې د ماشومانو ټولنه له یو کلن تر شپږ کلنو پورې ټولو ماشومانو ته هره ورځ د مالتې د یو ګیلاس اوبو د استعمال توصیه کوي. د مالتې په اوبو کې د سي ویټامین شته والی ددې باعث دی، چې وینې ته اوسپنه په اسانۍ جذبه شي.
په ځانګړي ډول د روژې په ماښامیو کې که تاسو ددغو میوو له اوبو استفاده وکړئ، ګټه به یې ډېره وي. همدا ډول د مالتې اوبه په اشتها راوړلو کې هم له تاسو سره ډېره مرسته کوي.
ټول هغه کسان چې د وزن له کمي شکایت لري، ورزشکاران، د کمې وینې لرونکي، حامله مېندې، زاړه او ناروغان کولای شي له خوړو سره یو ګیلاس د مالتې اوبه وڅکي.
د کاهو یو ګیلاس اوبه؛ ۴۲ کیلو کالوري
د کاهو اوبه یوازې له ساقې څخه یې ترلاسه کېږي. په ګرمۍ کې که د کاهو اوبه وڅکل شي، نو په اوړي کې به د ژمي احساس وکړئ.
هغوی چې د وزن له زیاتوالي شکایت لري، د کاهو اوبه ورته ډېرې ګټورې دي. ځینې کسان د کاهو خالصې اوبه نه خوښوي، مالګه یا بوره پکې اضافه کوي، اما که چېرې د لیمو یو څو څاڅکي اوبه ورته واچول شي، نو هم به یې خوند ښه شي او هم ګټه. د کاهو د اوبو استعمال د وینې فشار را کموي. ټول هغه کسان یې څکلی شي، چې د انارو او مالتې اوبه ورته ښې دي.
د لیمو یو ګیلاس شربت؛ ۵۶ کیلو کالوري
د لیمو یو ګیلاس هغه شربت چې د چای خوړو پنځه کاشوغې خالص لیمو پکې وي، د اوړي د یوې ورځې ضایع شویو ویټامینونو لپاره کفایت کوي.
که د مالتې له اوبو سره د لیمو اوبه یو ځای کړئ او بیا یې وڅکئ، نو د سي ویټامینونو غوره منبع به مو ترلاسه کړې وي.
دغه شربت له هاضمې سره مرسته کوي او هغه کسان چې ورزش کوي یا یې وزنونه کم دي، نو د لیمو له اوبو دې استفاده وکړي. ټول هغه کسان چې پورته شربتونه څکلی شي، د لیمو له خوندور شربت هم استفاده کولای شي. که د ډوډۍ خوړلو پر وخت وڅکل شي، ګټه یې ډېره ده.
له محور ورځپاڼې څخه په مننه