عبدالله په رسمي خبرو کي افغانان پسونه وبلل
جمهوري رياست ته کانديدعبدالله تر هغه وروسته د نيوکي كولو اصولي او اخلاقي سرحد مات کړ چي د دوهم پړاو ټاکنو په لومړنيو شمېرنو کي بايلونکی وبلل سو.
نوموړي په يوه خبري کنفرانس کي د خپل سيال کانديد ډاکټراشرف غني احمدزي پلويان پسونه وبلل، نوموړي وويل هغه "او کسائيکه ګوسفند برايشان رای داده ، تعداد ګوسفندهای ان ولايت هم برايشان نميرسد" هغه کسان چي پسونو رايه ورکړېده د هغو ولايتونو د پسونه هم دغه تعداد ته نه رسېږي.
د نوموړي دغه بې مسوليته څرګندونو دده په خپله ډله کي دده د لږ شمېر پښتنو ملاتړو او ډاکټراشرف غني ته مليونونو رايه رایه ورکوونکوته سپکاوئ بلل شوي دی.
د فېسبوک ټولنيزي رسنۍ پر پاڼو هم افغانانو غبرګون ښودلی او د نوموړي دغه او دې ته ورته څرګندوني يې دعبدالله او دده د ملاتړو د اصلي کرکټر څرګندوې بللي دي.
د اجتماعي چارو څارونکو د نوموړي دغه وينا د ټولنيزو او سياسي اخلاقو ضد بللې او غندلې ده.