د درغلیو ډېر شکایتونه د غبرګ عبدالله پر پلویانو شوي

Muhsini, Nadir Musini د شنبې د ورځې د ولسمشرۍ د دوهم ځلي انتخاباتو د شکایتونو لپاره د ټاکل شوي مهلت په پای کې د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون ویندوی نن وویل چې دواړو کاندیدانو د درغلیو او بې نظمیو ۲۵۵۸ شکایتونه کړي دي.

نادر محسني وویل چې تېره شپه ۱۲ بجې د شکایتونو د ثبتولو وخت پوره شو.

دا په داسي حال کې ده چې دواړه کاندیدان وايي چې د رای ورکولو مرکزونو ته د دوی استولو څارونکو زیاتې درغلۍ ثبت کړي دي.

محسني په خبري غونډه کې وویل:«۲ زره ۵۵۸ شکایتونه ثبت شوي چې د هغو له منځه ۶۶۴ د غبرګ عبدالله پرخلاف او ۵۷۳ نور د اشرف غني احمدزي پرخلاف شوي دي.»

د ده په وینا د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون په ولایتي دفترونو کې سر له ننه پر شکایتونو غور پیل شوی دی.

ده دا هم وویل چې ۹۹۱ شکایتونه د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون پر کارکوونکو شوي چې بیا هم تر ټولو زیات شکایتونه د انتخاباتو کمیسیون ته متوجه دي.

د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون ویندوی د ولسمشرۍ د انتخاباتو له دواړو کاندیدانو وغوښتل چې د ولایتونو شکایتونه تعقیب کړي او که یې قناعت حاصل نه شو د استیناف غوښتنه دې وکړي.

محسني وویل چې تر ټولو ډېر شکایتونه په پلازمېنه کابل او بیا په کندوز، کندهار او پنجشېر ولایتونو کې شوي دي.

د فکس نیوز خبري تلویزیون د راپور له مخې غبرګ عبدالله د ولسمشرۍ د انتخاباتو په لومړي پړاو کې ۴۵٪ رایې ګټلې وې خو هماغسي چې څارونکو او شنونکو اټکل کاوه په دوهم ځلي انتخاباتو کې پښتنو، چې په افغانستان کې اکثریت تشکیلوي، اشرف غني ته رایې ورکړې او په دې ځل انتخاباتو کې تر خپل سیال وړاندې دی.

عبدالله لوېدیځو رسنیو ته ویلي چې سیال یې تر ده یو ملیون زیاتې رایې ګټلي چې په هغو کې درغلي شوې ده.

خوزموږد کره مالوماتو له مخې تر عبدالله د اشرف غني احمدزي رایې څه باندې ۱۳ لکه زیاتې دي.

له تاند څخه په مننه