دغبرګ عبدالله په بانډ کې درزونه
راپورونه وايي، د همپالنې د ټيم د مخکښو غړو ترمنځ له تېرو دريو ورځو راهيسېاړيکي کړکېچن شوي دي.
ددغه انتخاباتی کمپ یوه سرچینه وایي، په لومړي سرکې د حزب اسلامي ډلې مشرانو اوعبدالله ترمنځ ناندرۍ رامنځ ته شوې، خو وروسته محمد محقق هم مداخله کړې ده.
سره له دې چې عبدالله په ټاکنو کې د بري او په مقابل لوري د درغليو ادعاوې لري، خو داصلاحات او همپالنې ټيم په داځلي ټاکنو کې په خپله ناکامۍ باوري شوی دی او دغه باورپه بلخ، غزنی او غزنی کې د حزبیانو او هزاره وګړو د رایو له کمي څخه سرچینه اخلي.
وړمه شپه دغبرګ عبدالله ترخبري کنفرانس مخکې داصلاحات او همپالنې د ټيم تر منځ لفظي نادرۍرامنځته شوې او د اختلاف مهم ټکي په بغلان، غزني، خوست، پکتيا، پکتيکا وردګو او کونړولايتونو کې د ډاکتعبدالله په صندقونو کې د حزب اسلامي او هزاره وګړو د رايو کمی دی، چې دعبدالله د ناکامۍ سبب بلل کېږي.
لفظي ناندۍ د ارغنديوال، محمدخان او خپله غبرګ عبدالله ترمنځ رامنځته شوې او وروسته پکې محمدمحقق هم مداخله کړې ده.
بل پلوته په هزاره مېشتو سيمو کې هم د تېرو ټاکنو په پرتله غبرګ عبدالله ته د محقق د هزاره حوزې رايې کمې شوې او په ياده ستونزه محقق پړ ګڼل شوی دی.
باخبره سرچينې وايي، تر ټاکنو مخکې د اصلاحت او همپالنې کمپ ته د امرالله صالح ورتګ د محقق دشديدې خوابدۍ سبب شوی و او ان تر اخرې ورځې امرالله صالح او محقق سره پخلا نشول.
په اصلاحات او همپالنې ټيم کې بله لويه ستونزه زلمي رسول او محمود کرزي ته د ارګ د جاسوسانوپه سترګه کتل کېږي، چې د عبدالله د پلويانو په خبره ولسمشر کرزي په دستوري ډول ور استولي اوعبدالله يې د دويم ځلي ټاکنو لپاره غافلګير کړی دی.
خو د زلمي رسول پلويان وايي، تر لومړي دور ټاکنو وروسته د زلمي رسول اړيکي له ولسمشر کرزي سره
کړکېچن شول او کرزي ته د منفي ځواب يا غبرګون په دود زلمی رسول له عبدالله سره يوځای شو.
د رايو لومړنۍ پايلې ښيي، چې د زلمي رسول، ګل اغا شيرزي او سياف د پلويانو اکثريت رايې په دويم ځلي ټاکنو کې اشرف غني احمدزي ته تللې ده.
سره له دې چې د اصلاحات او همپالنې د ټيم د زر پاشل کېدو جدي خطرونه وجود لري، د فضل احمدمعنوي په شمول د اصلاحات او همپالنې ټيم مخکښې څېرې هڅه کوي، د ټاکنو نتيجو مشروعيت ترسوال لاندې راولي او د تهديدونو په زريعه حکومت او هم مخکښ کانديد اشرف غني احمدزی اړباسي،چې شريک حکومت جوړولو ته
غاړه کېږدي.
بل لورته ويل کېږي، چې پرون په وزیرانو شورا غونډه کې قانوني جنجال کړی او لامل يې دا بلل کېږي، چې کله پوه شوی، چې د غبرګ عبدالله د سيال اشرف غني احمدزي رايې زياتې دي اوبری د غني دی، نو دسیسې جوړوي او په ټاکنو کې د خلکو ګډون ته سوالیه ږدي، کمیسیون په درغلیوتورنوي او په ځینو ولایتونو کې د رایه ورکوونکو شمېر تر ثبت شویو کسانو ډېر ګڼي.
بل لورته د ټاکنو څارونکي وايي، په ولایتونو کې تر ثبت شویو کسانو د رایه ورکوونکو شمېرزیاتوالی کومه درغلي نده، ځکه خلک یوې بلې سیمې ته په نورمال ډول تګ راتګ کوي او د کوچیانود کوچ موسم هم دی، نن ممکن په خوست کې اتیازره کوچیان مېشت وي او سبا د همدغو کوچیانوستره سلنه بل ولايت ته وکوچيږي.
د افغانستان د سيمه ييزو مطالعاتو د مرکز مشر عبدالغفور لېوال وايي، دغه ډول لنډمهاله ايتلافونه په سياسي انګېزه نه دي رامنځته شوي، نو ځکه به ړنګېږي او درزونه به پکې راپيدا کېږي. دی زياتوي، د دوی لپاره اصلي خبره د قدرت تصاحب او وېش وو، چې نور يې هېڅ مشترکات سره نه وو.
ښاغلی لېوال وايي، ددرغليو په تړاوڅېړنه دټاکنيزو کميسيونو کاردی او دوی بايد ترهغه انتظاروباسي، چې هغوی پرېکړه کوي:)) هڅې کېږي، چې فشارونه وارد کړي، خپله ماتې پټه کړي، د ځان لپاره ځای پيدا کړي او په دغو ډول بهيرونو د خلکو باور زيانمن کړي.((
له محور ورځپاڼې په منننې