د سروبي مظاهره چیان: د کابل امنيه قومندان بايد محاکمه شي
د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ مدني ټولنو، بانفوذه څیرو او زرګونه ولسي وګړو هغه مهال د امنیه قوماندان محمد ظاهر ظاهر پر ضد لاریون وکړ، چې نوموړي دغې ولسوالۍ ته د دوهم ځل لپاره د رای پاڼو د لېږدولو مخه ونیوله
.
د یادې ولسوالۍ اوسیدونکو چې له ټاکنو یوه ورځ وروسته د یکشنبې په ورځ یې د نیم ساعت لپاره د کابل- تورخم لویه لاره د ترافیکو پر مخ تړلې وه وویل، چې د دغې ولسوالۍ اکثریت اوسیدونکي د رای پاڼو د نشتون له امله له رایې ورکولو پاتې شوي دي.
د لاریون یوه ګډونوال اجمل سهاک افغان ځواک ته وویل، د کابل د امنیه قوماندان جنرال ظاهر له خوا له سروبي ولسوالۍ سره د مور او میری چلند شوی چې دوی د نوموړي د محاکمې غوښتنه کوي.
د ده په وینا د ټاکنو خپلواک کمېسیون د سروبي ولسوالۍ د وګړو شمیر ته په کتو د دوهم ځل لپاره لس زره رای پاڼې یادې ولسوالۍ ته رالیږدولې چې د ښاغلي ظاهر ظاهر له خوا یې مخه ونیول شوه.
لاریون کوونکو خبردارۍ ورکړ چې تر هغې به یې لاریونونو ته دوام ورکړي څو د کابل امنیه قوماندان جنرال محمد ظاهر ظاهر له دندې ګوښه او محاکمه شي.
بل خوا ویل کیږي چې جنرال محمد ظاهر ظاهر د ولسمشرۍ له کاندید ډاکټر عبدالله عبدالله سره خواخوږي لري نو له همدې امله یې ونه غوښتل چې یادې ولسوالۍ ته چې اکثریت وګړي یې ډاکټر اشرف غني احمدزي ته رایه ورکوي رای پاڼې ورسیږي