غبرګ عبدالله امریکايي کمپنۍ د ځان په ګټه تبلیغ ته ګومارلې

تاند- د افغانستان د ولسمشرۍ کاندید غبرګ عبدالله د جون د ۱۴ مې /جوزا۲۴مې/ تر دوهم ځلي انتخاباتو مخکې د امریکا د عامه اړیکو یوه کمپنۍ په پیسو ګومارلې ده چې د ده لپاره تبلیغ وکړي چې ولسواکۍ، سولې، ثبات او ازادو او عادلانه انتخاباتو ته ژمن دی.
دا خبره دې امریکايي کمپنۍ ( Sanitas International) افشا کړې او هغه فورمه یې هم څرګنده کړې چې د غبرګ عبدالله نوم او لاسلیک پرې لیدل کېږي.(د قرارداد فورمه)
غبرګ عبدالله، چې د راتلونکې شنبې په ورځ د اشرف غني احمدزي په وړاندې په دوهم ځلي انتخاباتو کې مخامخ کېږي، په واشنګټن کې له مېشتې سنیتاز (Sanitas International) کمپنۍ سره خبرې کړي چې د ده انتخاباتي کمپاین ته د لوړې سویې ارتباطي سلاکاران مهیا کړي.
سنیتاز کمپنۍ له غبرګ عبدالله سره د قرارداد د شرایطو په اړه د رسنیو ټېلفوني تماسونو او ایمیلونو ته ځواب نه دی ویلی.
خو یوه امریکايي سوداګر، جوریچي (Joe Ritchie)، چې غبرګ عبدالله ته یې په انتخاباتي کمپاین کې سلامشورې ورکړي دي، وویل چې قرارداد محدوده ساحه ورنغاړي او هدف یې تر یوه حده دا دی چې د اپریل د پنځمې /حمل شپاړسمې/ نېټې د ولسمشرۍ د انتخاباتو په لومړي پړاو کې پر بې نظمیو او بې قاعدګیو تمرکز وشي.
ده وویل:«هدف دا و چې په انتخاباتو کې پر بې نظمیو رڼا واچول شي او داسي وانګېرل شي چې غبرګ عبدالله په دې خاطر په لومړي پړاو کې بریالی نه شو چې لږې رایې یې ترلاسه کړې. بل دا چې هرڅوک په دې باوري شي چې تا (عبدالله) زیاتې رایې لرلې ځکه چا بې نظمیو ته پام ونه کړ. »
سنیتاز د ګڼو کاندیدانو د عامه اړیکو په برخه کې کار کړی دی. دې کمپنۍ د عرب د پسرلي په لړ کې د بحرین د حکومت پر ضد د اعتراضونو په مهال د دغه هیواد لپاره کار کړی دی.
د بحرین د څارونکې ډلې (Bahrain Watch) په وینا سنیتاز کمپنۍ د ۲۰۱۱ میلادي کال له اګست څخه د ۲۰۱۲ کال تر مارچ پوري د تبلیغاتو په بدل کې د بحرین له حکومته ډېرې پیسې ترلاسه کړې.