پکتيــــــــــا:

ودان افغانستان د ډاکتراشرف غني احمدزي په ملاتړ غونډه وکړه

                                     ۱

احمدالله احمدي/ ګردېز

د پکتيا په مرکز او ولسواليو کې د مخکښ نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزي په ملاتړ د ودان افغانستان او قومي شورا ګانو غونډې وشوې.

د ودان افغانستان له لوري په مرکز ګردېز کې لومړۍ ولايتي غونډه جوړه شوه چې د دې ګوند مشر محمديار يار ترڅنګ د ولايتي شورا وکيلانو قومي مخورو ځوانانو ګډون کړی و.

د ياد ګوند مشر محمديار ګډونوالو ته وويل، دوئ په دې باوري دي چې د هېواد اوسنيو ناخوالو ته د پای ټکی ايښودلی شي او دا شته ستونزې به يوازې د ډاکتر اشرف غني احمدزي په واکمني کې هواروي.

يار وويل:

له ډاکټر غني سره به په يوځای کار کوي او په هېواد کې شته ستونزو ته به د حل لارې لټوي.

د نوموړي په وينا د ودان افغانستان تګلاره او د ډاکتر اشرف غني احمدزي منشور سره ورته والی لري نو ځکه يې له ياد کانديده ملاتړ کړی دی.

محمديار په خپلو خبرو کې د احمدزي د سيال کانديد په اړه ځينې اندېښنې هم د غونډې له ګډونوالو سره شريکې کړې.

ده زياته کړه، هغه چې وايي، که بريالي نه شي نو په تاوتريخوالي به لاس پورې کړي نو دا د هيواد لپاره خورا زيانمنه مسله ده.

همدارنګه نوموړي د اويايمې لسيزې هغه ناخوالې يادې کړې، که چېرته د ډاکتر اشرف غني سياله ډله واک ته ورسېږي، نو تاريخ تکرارېږي.

په غونډه کې د محمديار يار تر څنګ د ډاکتر اشرف غني احمدزي يو شمېر ملاتړو مخورو، د ولايتي شوراګانو استازو او د پارلمان وکيلانو هم خبرې وکړې.

د دې غونډې په څېر تېره ورځ په څمکنيو ولسوالۍ کې هم يوه پراخه غونډه وشوه چې د څلورو ولسواليو قومي شوراګانو استازو او ځوانانو ګډون پکې کړی وو.

په دغه غونډه کې د ډاکټر اشرف غني پلويانو له خلکو په ټاکنو کې د پراخ ګډون غوښتنه وکړه.

دغه غونډه چې د دې ولايت په څمکنيو ولسوالي کې جوړه شوې وه، د ورڅيرمه ولسواليو پټان،جانيخيلو،او لجه منګل ولسواليو د قومي شورا استازو او ځوانانو هم ګډون کړی وو.

د غونډې ويناوالوپه خلکو غږ وکړ چې ټاکنو کې په پراخ ګډون سره ډاکتر اشرف غني ته بريا ور په برخه کړي.

۱

ګډونوالو وويل:

دا ځل به د سر په قيمت سره په رايه اچونه کې برخه اخلي او په هغو سيمو کې چې وسلوال کسان د ګاونډيو په اشاره خلکو ته خنډونه جوړ کړي، د خلکو د وسلوال پاڅون سره به مخ شي.

په غونډه کې د قطب الدين هلال، سياف او زلمي رسول ملاتړي هم د دوام او بدلون له ډلې سره يو ځای شول.

پکتياوال وسله والو ته خبرداری ورکوي، چې د ټاکنو په ورځ امنيتي خنډونه جوړ نه کړي او وايي د دې تاريخي پړاو لپاره هر پکتياوال د سر په قرباني غواړي رايې ډاکټر اشرف غني ته ورکړي.