امان الله ګذر:

يا عبدالله ته رايه ورکړئ، يا کډې بار کړئ.

                                                       میر امان الله ګذر

د کابل د سرای خواجه او ورڅېرمه سيمو اوسېدونکي ادعا کوي چې د ټاکنو په تېر پړاو کې سيمه‌ ييز زورور امان الله ګذر ګواښلي دي چې که ډاکټر عبدالله عبدالله ته رايه ور نه کړي، نو له خپلو پلرنيو کليو به يې وشړي.

دوی وايي، ښاغلي ګذر د سرای خواجه او ورڅېرمه سيمو قومي مخور ورغوښتي وو او هلته يې د کډو په بارولو ګواښلي دي.

د محمد زمان په نامه د سرای خواجه يو اوسېدونکی وايي، امان الله ګذر ورته دغه ګواښ په لومړي پړاو ټاکنو کې کړی وو.

دی وايي، له يوې خوا د خپلو ماشومانو برخليک ټاکل ورته مهم وو او بله خوا يې له خپلو نيکونو ورپاتې مېنې نه شوای پرېښودلای.

د ښاغلي محمد زمان په خبره، له همدې امله د سيمې اوسېدونکيو بېخي رايه نه ده ورکړې.

بله خوا بيا د ټاکنيزو شکايتونو د کمېسيون ځينو سرچينو هم منلې ده چې ښاغلي ګذر د سيمې اوسېدونکي د کډو په بارولو ګواښلي وو.

د سرچينو په خبره، په دې اړه ياد کمېسيون ته شکايتونه شوي دي، خو د ځينو کړيو د فشار له امله ورباندې تله تېره کړل شوې ده.

تر اوسه پورې د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون رسمآ دغه ادعاوې نه دي تاييد کړې.

امان الله ګذر د ولسي جرګې غړی دی چې څه موده وړاندې يې د افغانستان لوی څارنوال عبدالجبار ثابت هم ډبولی وو.

يو کال وړاندې د ويکي ليکس په يوه راپور کې هم ويل شوي وو چې ښاغلي ګذر د پاکستان له استخباراتي شبکې (ای ايس ای) سره پراخې اړيکې لري او په افغانستان کې ورته جاسوسي کوي.

د دغې ادارې په باور ګذر هغه مالومات ای ايس ای ته ورکول چې په ولسي جرګه کې ګوتو ته ورتلل.

دنښترویبلاګ یادښت:

پنځه کاله مخکې جمیل کرزي چې همدا اوس دغبرګ عبدالله تلې څټي د امان الله ګذر په اړوند څه خوله ښورولې وه په دا سبا یې همدې جنګي جنایتکار (امان الله ګذر)په ملکي جامو کې خپل لنډغرله ګلدرې ترولسي جرګې لاریون ته ور ولېږل او جمیل کرزی یې توبو ته اړکړځکه خو نن جمیل کرزی دغبرګ عبدالله . . . څټي.