دغـــــــبرګ عبـــــــدالله پټ کارونـــــــــــه

۹.۱۰.۲۰۱۳Abullah og kærste
طلـوع نیوز, Written by AFGHAN FACT SHEET
دغـه راپور د افغانستان د بهرنیو چارو د پخواني وزیر غبرګ عبدالله او د هغه د فحاشۍ د کیسو په هکله دی. ډاکټر عبدالله چې همېشه د داسې ښځو شوق ورسره دی چې هر څه په ډاګه وایي له ۲۰۰۱ کال مخکې له شکېبا هاشمي سره د افغانستان پنجشېر سیمې ته د هغې د تګ راتګ پر وخت اشنا شو. هغې احمدشاه مسعود ته خدمتونه وړاندې کول. شکېبا هاشمي چې افغان الاصله فرانسوۍ ده ډېره کمه زده کړه لري خو د احمدشاه مسعود له نامه څه په استفادې سره یې نوم اېستلی دی، او د شمال ټلوالې د ملاتړ له لارې یې نېکمرغي ترلاسه کړې ده.

له ۲۰۰۱ کال وروسته، غبرګ عبدالله چې نوی د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مقرر شو، هغه په خپلو لاسونو کې ونیوله. سربېره پر دې چې هغه شکېبا ته په منظمه توګه ښې پراخې پیسې ورکولې نوموړې (چې په یوه افغاني ژبه باندې هم لیک لوست نشي کولی) یې د بلجیم په مرکز بروکسلزکې د افغانستان په سفارت کې د لومړۍ سکرټرې په توګه مقرره کړه. سربېره پر دې، عبدالله عبدالله هغه د (مسعود فاونډېشن) په نامه ټولنه کې ورننوېسته او نورې پیسې یې هم ورکړې چې د بلجیم په بروکسلز کې د افغانستان د کارڅانګه (لېبر برانچ) پرانیزي او اصلأ دغه کار د پیسو د اختلاس له پاره وشو. په لنډ وخت کې، شکېبا په اروپا او افغانستان کې ملکیتونه واخیستل.
غبرګ عبدالله او شکېبا هاشمي د افغانستان د حکومت له پاره د کارکولو او په ورته وخت کې د خپلو شخصي سوداګریو د پرمخ بېولو پر وخت د خپلو ګټو د ټکر په هکله اندېښنه نه لرله. شکېبا او عبدالله د مسعود فاونډېشن او د افغانستان د لیبر برانچ له لارې د مرستو راټولولو پر وخت د افغان حکومت له امکاناتو څخه د ځانونو په ګټه کار واخیست. شکېبا او عبدالله له ۲۰۰۲ څخه تر ۲۰۰۵ کال پورې اکثره وختونه په پاریس او نورو اروپایي ښارونو کې سره لیدل. عبدالله د شکېبا مهارت ستایه او ویل به یې:

«هغه د ساعت تېرۍ یو خاص استعداد لري، هغه ماته لوڅه ګډېږي او زه د سرو واینو غوړپونه کوم.» له شکېبا سره د ډاکټر عبدالله ناروا رابطه تر دې ټکي ورسېده چې هغه مطمئنه وه چې دی به ورسره واده وکړي. له دې امله، شکېبا به اکثره وختونه پنجشېر ته د دې له پاره تلله چې د غبرګ عبدالله له خور رازیه دشتی سره ځان نژدې کړي چې د لږ وخت په تېرېدلو سره د هغو دواړو رابطه ښه پخه شوه.
رازیه دشتي داسې یوه ښځه ده چې د ښوونځي یا کورس په دروازه یې پښه هم نه ده ایښې. هغې د پنجشېر په دشتک سیمه کې د عبدالله کورنیولی او ساتي یې. رازیه د پنجشېر په دره کې د هغې د بې نظاکته شخصیت له امله ښه مشهوره ده، خو بله خوا بیا هغه ښه مېلمه پاله ښځه ده چې خوندور افغاني خواړه پخوي. یوه ورځ د رازیه دشتي کره د ښځو یوه ډله چې د قانوني ښځه هم په کې وه ورغله. هغې له رازیه څخه پوښتنه وکړه، «ته دلته له عبدالله سره اوسېږې؟» رازیه ځواب ورکړ، «نه، عبدالله له ما سره اوسېږي. دشتک زما کور دی!» رازیه له عبدالله څخه سخته کرکه لري، یو ځل هغې وویل، «عبدالله بدترین انسان دی، کله چې زمونږ مور ډېره ناروغه وه، عبدالله ورته هېڅ پام ونه کړ، حتی چې د تداوي له پاره یې ډاکټر ته وې نه وړه او هغه مړه شوه.»
همدارنګه رازیه د عبدالله له مېرمنې فخریه سره هم نه ده جوړه، هغه د دې له امله ورته په غوسه ده چې هغه په هند کې ارام ژوند کوي او د دې مخه یې نیولې چې عبدالله د دشتک جایداد د دې (رازیه) په نامه کړي. یوازنی کس چې د رازیه خوښېده هغه شکېبا وه ځکه چې شکېبا ډېره ماهره او ډېره جذابه وه په ځانګړې توګه کله به چې هغې د راتلونکي په هکله خبرې کولې. شکېبا له رازیه سره وعده کړې وه چې سم چې هغه له عبدالله سره واده وکړي، هغه (شکېبا) به هغه (رازیه) فرانسې ته بوځي چې هلته به هغه د تل له پاره اوسېږي. شکېبا ډېره ژر په دې پوهه شوه چې رازیه د عبدالله د ښځې فخریه په هکله ښه احساس نه لري او دغه کار له عبدالله سره د هغې د واده چانس نور هم ډېر کړ. رازیه د عبدالله او شکېبا د مینې له معاملې نه ښه سمه خبره وه. رازیې د عبدالله او شکېبا تر منځ د زنا معامله، په ځانګړې توګه کله به چې شکېبا او عبدالله په پنجشېر کې یو له بل سره لیدل، پټوله. رازیه په بېلابېلو دلایلو په شکېبا باندې زړه بایلود او غوښتل یې چې هغه له عبدالله سره واده وکړي. دا د رازیه له پاره یوازنی چانس وه چې کولی یې شوای چې له دشتک څخه د یوه ښه ژوند له پاره فرانسې ته وتښتي. خو کله چې شکېبا له عبدالله څخه حامله شوه، رازیې به شکېبا ته نصیحت کاوه چې ماشوم ضایع کړي ځکه چې هغه ډارېده چې که فخریه خبره شي هغه به په دې برخه کې د دې (رازیه) د لاس لرنې له امله سخت عکس العمل وښیي.   
او په حیرانوونکي ډول، د عبدالله مېرمن فخریه د شکېبا او عبدالله د زنا د رابطې په هکله خبره شوه. فخریه د دغې رسوایۍ له امله له رازیې سره په جګړه کې کېوته، او رازیه له دې وېرې چې له کور نه به واېستل شي له شکېبا سره خپله اړیکه سسته کړه.
بیا فخریه له عبدالله سره ونښته او اخطار یې ورکړ چې: «یا ما طلاقه کړه او یا شکېبا پرېږده!» د دغې جوړې (عبدالله او فخریې) تر منځ شخړه ډېره پراخه شوه.

ځواب شوې او حامله شوې شکېبا د عبدالله په مقابل کې جګړه اعلان کړه، او د شمال ټلوالې حرکت یې وغانده.
احمد ولي مسعود هڅه وکړه چې د عبدالله د بداخلاقۍ په نتیجه کې رامنځته شوې دغه شخړه هواره کړي او شکېبا ته یې وویل چې له عبدالله سره د هغې د شخصي ستونزو له امله باید شمال ټلواله ونه ښکنځل شي.

تر ټولو ډېرحیرانوونکی عمل چې عبدالله ترسره کړی وه په ۲۰۰۳ کال کې له حسینه شېرجان سره اړیکه وه. حسینه په هغه وخت کې د بهرنیو چاروز د وزارت د ویاند مېرمن وه. عبدالله له حسینې شېرجان سره په خپله رابطه کې ډېره نامردي کړې وه. هغه له حسینې سره وعده کړې وه چې که هغه له خپل مېړه نه طلاق واخلي دی به ورسره واده وکړي.
د عبدالله او حسینې د عشق په کیسه باندې د بهرنیو چارو وزارت ټول کارمندان خبر شوي وو. غبرګ عبدالله (خارجه وزیر) حسینه دې ته مؤظفه کړې وه چې د هغه دفتر دې جوړوي او سینګاروي څو په دې ډول له هغې سره د لیدنې فرصت برابر شي. خو یو ځل چې هغه هلته ورغله، عبدالله د حسینې په مقابل کې ځان کنټرول نشوای کړای او دغو دواړو د بهرنیو چارو وزارت په دفتر کې یو له بل سره د جنسي عمل ترسره کولو خطر ومانه. په دغه وخت کې دوی دواړه (حسینه او عبدالله) لاندې باندې سره ونیول شول. د بهرنیو چارو د وزیر د نامناسب جنسي عمل خبرونه په ۲۰۰۳ کال کې د ځنګله د اور په څېر د بهرنیو چارو په وزارت او په کابل کې په سیاسي چاپېریال کې خپاره شول. عبدالله چې معمولأ دغه ډول چارې ښې سمبالوي دې ټکي ته پام ونه کړ او ریښتیا یې داسې پټ کړل لکه هېڅ چې پېښ شوي نه وي او داسې یې وښوده چې هغه هسې یوه اوازه وه. البته، دغې رسوایۍ حسینه دې ته مجبوره کړه چې له خپل مېړه نه طلاق واخلي او عبدالله ته مخه کړي. عبدالله چې یو مشهور زنکه باز دی له حسینې سره یې یوازې جنسي عمل ترسره کاوه غوښتل او هېڅکله یې نه غوښتل چې واده ورسره وکړي.
دغه پېښه د عبدالله له پاره یوه ښه بهانه شوه چې حسینه منع او رابطه ورسره ختمه کړي. یوځل بیا دغې ښځې (حسینه شېرجان) هرڅه له لاسه ورکړل، او له هغه وخت راهیسې د عبدالله په وړاندې، چې په ښکاره ډېر مهربان مشوق او په پټه یو شیطان صفته شخص او جنسي حیوان دی، سخته کرکه لري.
په نتیجه کې، دغه لیکنې د عبدالله د شخصي او اخلاقي چلندونو په هکله د هغه د شخصیت ځانګړتیاوې ښیي چې د جنسي هوس په واسطه رهبري کیږي.

عبدالله په دې برخه کې له مشهور فرانسوي سیاستوال ډامینیک سټراسکان سره مشابهت لري چې د همدغه ډول عملونو ترسره کولو له امله یې درناوی او وظیفه له لاسه ورکړل. په دوبۍ کې د غبرګ عبدالله د فاحشو او شرابو چمتو کوونکی عبدالله مجددي نومېږي.

په راتلونکي وخت کې به تاسو د غبرګ عبدالله په هکله نور معلومات له شواهدو سره ووینئ.

ټول حقیقتونه چې راپور یې ورکول شوی دی باوري او د تایید وړ دي.
Original English version:
http://www.nahimi.dk/web/index.php/ps/articles/5307-afghan-opposition-leader-dr-abdullah-s-secret-agenda