(لمړۍ برخه) 

په دې ورځو کې یو شمیر د  ګوتو به شمار فرصت طلبه سیاستوال د راز راز لاملونو له کبله په افغانستان کې د غیر متمرکز نظام غوښتنه کوي. په دې لیکنه کې په دې بحث کوو چې د هیواد په اوسنیو نازکو شرایطو کې د مرکزي قوي حکومت په ځای غیر متمرکز نظام راوستل کومې ستونزې لري او لاملونه یې څه دي. 

د هیواد اوسنی نازک حالت 

هر هوښیار، تجربه لرونکي او وطندوسته سیاستوال چې زموږ په هیواد کې بیوزلي، بې سوادي، د قانون کمزورتیا، قومي اختلافاتو شتون ویني، زورواکان پیژني، د هغوي په قانون ملنډې، قومي ټیکداري، د بهرنیانو لاسوهنې ګوري ورته ښه څرګندیږي چې اوس د افغانستان لپاره د غیر مترکز نظام رامنځته کولو وخت نه دی.  

که په افغانانو کې څوک په دې اند هم وي چې دا نو ښه نظام دی نو وخت او شرایط یې هم باید و پیژني. که په نیمګړې توګه او د ځانی، قومي، سمتي او حزبي ګټو له مخې غیر متمرکز نظام ته اجازه ورکړو پایلې یې ډېرې تباه کوونکې کیدای شي. 

د ماتیدونکو او جګړو وهلو ملکونو حکومتولي 

کله چې په بیوزلو ملتونو کې د داخلي او بهرنیو لاملونو له کبله شخړې رامنځته او د اوږده وخت لپاره دوام وکړي، نو دولت یې د ناکامو، ماتیدونکو او جګړه وهلو ملکونو Fragile and Conflict Affected States (FCS) په کتار کې راشي. هلته ملي نهادونه و شړیږي، د قانون حاکمیت کمزوری او یا په نشت حساب وي، ځینې زورواکان له قانونه پورته عمل کوي، د دولت او خلکو تر منځ واټن زیات، دولت خدمتونه نه شي وړاندې کولای، قانون په ټولو یو شان سم نه شي تطبیق کولای او د نظام مشروعیت د خلکو په سترګو کې کمزوری یا هیڅ نه وي. ټولنیز، سیاسي او اقتصادي ستونزې زیاتې، ملي ارزښتونه او ټولینز پیوستون او نور اجتماعي قراردادونه کمزوري کیږي اوبیا رغول یې ګران او وخت نیوونکی کار وي. په داسې ملکونو کې بهرني قوتونه لاسوهنه کوي، د ملي پخولاینې، مثبتو بدلونونو مخه نیسي او لا نورو نیابتي جګړو ته لمن وهي. 

په پورته شرایطو کې نظام جوړونه زیات پیچلی کار دی، زیاتې هلې ځلې، پوهه، ښه رهبري او زیاتې زیرمې غواړي. اړتیا وي چې په داسې ملکونو کې چارواکي او خلک باید د خپل ملک له حالت څخه غافل نه شي، په ستونزو، ماتیدونکي حالت، لاملونو او د وتو په لارو ځان ښه پوه کړي او د نورو ورته ملکونو او خپلو تجربو څخه سمه ګټه واخلي او هم باید کلک هوډ، زغم او صبر ولري.  

باید پوه شو چې افغانستان له څو لسیزو راهیسې یو ناکام دولت درلود. که څه هم اوس مو زیاته لاره وهلې، خو د شته ننګونو له مخې اوس زیات واټن راته په مخ کې پروت دی چې دا واټن په بریا وهل او له دې حالته ځان ایستل باید زموږ د ستراتیژیک تمرکز منځنی ټکی وي.  

په افغانستان او ورته ماتیدونکو ملکونو کې نظام جوړونه 

له ماتیدونکي حالت څخه د وتو لپاره زیاتو هر اړخیزو بحثونو او څیړنو ته اړتیا ده. دلته یوازې د نظام په نوعیت، د خدمتونو په رسولو او حکومتولۍ خبرې کوو. 

ما څو کلونه مخکې د ښې حکومتولۍ له يوه نړيوال پیژندل شوي کارپوه سره په افغانستان کې د محلي او ولايتي حکومتولۍ د ارزونې او ودې لپاره څیړنه کوله او د افغانستان دولت ته مو راپور برابراوه. موږ په افغانستان کې له څو  واليانو سره وکتل،  ننګونو، ستونزو، وړانديزونو او د هغوی په فکر حل لارو ته موغوږ ونیو.  

طبيعي ده چې په دې بحثونو کې مو د واليانو په رول، کاري صلاحيتونو، بودجوي اختيارونو، دا چې کوم صلاحیتونه او کارونه په مرکز کابل پورې اړه ولري او کوم والیانو او ولایتي ادارو ته وسپارل شي او ولې، باندې خبرې وکړې. همدارنګه، په دې څیړنه کې موږ غوښتل چې د والیانو نظر واخلو او و ارزوو چې کوم کارونه او صلاحیتونه ولایتي ادارو ته باید وسپارل شي، شرایط به یې څه وي او په څه ډول او څه وخت کې به دا کار ترسره کیږي، او په نورو ورته مسئلو مو بحث او څیړنه کوله.  

دې نوموتي نړيوال کارپوه باور درلود چې د ملکونو تاریخي، ټولنیز، سیاسي او اقتصادي شرایط له یو بل څخه بیل دی او خورا خطرناکه به داوي چې کوم عمومي فرمول په ټولو ملکونو تطبیق شي. خو بیا هم ځینې بنسټیز اصول لکه د قانون حاکمیت او یا ورنه بغاوت او تیښته، د حکومتولۍ او ملي نهادونو د پوخوالي څرنګوالی، په دولتي ادارو کې د وړتیا کچه، د محلي زورواکانو شتون او د فساد کچه، په ملک کې د سواد اندازه او نور هغه ښکارندې دي چې د هغو له مخې سړی ویلای شي چې په یوه ملک کې به کوم ډول نظام کیدای شي ښه کار ورکړي، کوم ډول صلاحیتونه باید له مرکز او کوم له محلي ادارو سره وی.  

د همدې اصولو په بنا، ماتيدونکي او جګړو وهلي دولتونه له باثباته او قانونمندو دولتونو سره ځمکه او آسمان توپير لري. که څه د قانون په اساس ولاړو او پرمختللو ملکونو لپاره نامتمرکز نظامونه کيدای شي څه ګټې ولري. خو په هغو کې هم که کوم نوی غیر متمرکز نظام بیله اړینې پروسې او شرایطو برابرولو معرفي شي، سترې ستونزې رامنځته کولای شي. که غیر متمرکز نظام د ځینو خاصو کړیو د ځاني غوښتنو له مخې په شخړو وهلو او ماتیدونکو ملکونو وتپل شي د پاشل کېدو لاملونه يې برابرولای شي.  

په اوسني افغانستان کې د غیر متمرکز نظام زیانونه 

پورته یاد نړیوال کارپوه ویل د افغانستان په شرايطو کې چې د قانون حاکميت کمزوری او په نشت حساب دی، دولتي او ملي نهادونه کمزوري، قومي تعصبونه، بېسوادي، بېوزلي، فساد او شخړو نظام کاواکه کړی دی نو له دولتي جوړښت او ساختار سره بايد عقلاني او له احتياطه ډک چلند وشي. که له احتیاطه کار وانه خیستل شي له مرکزه فرار به زیات او د نظام کمزوري او پاشل کیدل به رامنځته شي.  

د افغانستان سیمه ییز شرایط هم خورا مهم رول لري. د افغانستان جیو ستراټیژیک او جیوپولیټیکي سیمه ییز شرایط داسې دي چې، ګاونډیان خپل خیر زموږ په کمزوریتا کې ګوري، د هغوي سیمه ییزه هیژموني او د ستراتیژیک ژوروالي غوښتنه، د کلتوري او سیاسي نفوذ لټه، د خپلو بې کیفیته اقتصادی توکو لپاره د تلپاتې بازارونو یقیني کول او د یادو موخو د لاسته رواړلو لپاره زموږ په ملک کې د نیابتي جګړو رهبري  کول او نور زموږ سیمه خورا پیچلي کړې ده او زموږ په نظام او ځمکنۍ بشپړتیا زیاته اغیزه کولای شي. زموږ په سیمه کې کوم رغنده او کار ورکونکی بستر نشته چې سیمه ییزې ستونزې حل کړي او د اړوندو ملکونو په ګټو او اړیکو کې انډول راولي. لکه دمثال په توګه زموږ د سیمې شرایط د اروپايي اتحاد له شرایطو او چاپیریال سره چې سیمه ییزې او د ملکونو تر منځ کشالې حل کولای شي، خورا زیات توپیر لري.  

نړیوالې تجربې او پوهه راښيي چې په اوسني افغانستان کې د رياستي او قوي دولتي نظام په ځای د نامتمرکز نظام راوستلو لپاره شرايط برابر نه دي. خو د ټولو تجربو له مخې ان تر رياستي نظام لاندې واليانو  ته زيات بودجوی، او نور قانوني صلاحيتونه بې له ښې ارزونې، ظرفیت جوړونې، د اړینو دولتي مقرراتو د پلي کولو څخه پرته هم سم کار نه دی. که په ولايتي ادارو کې وړتيا کمه وي، له مرکز څخه قانون نه شي پلی کیدا، دا لږ شته دولتي امکانات هم ضايع کيږي، فساد وده کوي او اصلاح يې لانوره سختيږي.  

زه شاهد وم چې په افغانستان کې د کلو د پراختیا وزارت زیات کارونه لکه پلان کول، تدارکات، د ځینو پستونو لپار ګومارنې او نور د ۲۰۰۶ کال څخه وروسته د ولایتونو مرکزونو ته ولیږدول خو وروسته  یې بیا ولیدل چې د بهرنیو مشاورینو او کارپوهانو په شتون کې هم وړتیا کمه وه، د ولایتي چارواکو او زورواکانو لاسوهنې زیاتې او په روڼوالي او پوره حساب ورکولو کار نه شو کیدای، وزارت اړ شو چې بیرته ټول یاد کارونه مرکز ته راولي. دا ځکه چې د ګټورو پایلو او بریالیو پروګرامونو پلي کول وړتیا، روڼوالي او ښې حکومتولۍ ته اړتیا لري چې د زمانې په تیریدو رامنځته کیږي او اوږدمهاله ښه رهبري غواړي. 

له بلې خوا په شخړو وهلو او ماتيدونکو دولتونو کې چې مافيايي کړۍ، محلي زورواکان، قومي ټيکداران او په نيابتي جګړو کې ښکيل بهرني او داخلي قوتونه ټول هڅه کوي چې د خپلو ګټو د خوندیتوب لپاره مرکزي دولت کمزوری کړي او له مرکزه تيښتې ته لاره اواره کړي، قانون بې اعتباره اوبه خړې او کبان ونيسي. 

یو څو سیاستوال او په غیر متمرکز نظام ټینګار یې 

سوال دادی چې ولې ځینې شخصیتونه او وړې ډلې ټپلې دا غیر متمرکز نظام دومره په شور او زوږ غواړي؟ دوي چیرې دا تجربه کړې ده، ایا هغوی د غربي ملکونو نظامونه په کومو کې چې څه ناڅه غیر متمرکز نظامونه چلیږي سم مطالعه کړي چې، دې حالت ته د رسیدو لپاره یې څومره اوږده لاره وهلې او موږ څومره توپیرونه ورسره لرو؟ آیا هغوی نه ویني چې چین، د مرکزي آسیا هیوادونه او نور په څومره احتیاط له دې قضیې سره چلند کوي او ولې؟  

دا یو کم شمیر سیاستوال به کیدای شي څو ډلې وي. یوه ډله یې کیدای شي هغه خلک وي چې په رښتیا هم فکر کوي، اوریدلي یې دي چې غیر متمرکز نظام دا او هغه ګټې لري، خو دومره مطالعه او پوهه نه لري چې د غیر متمرکز نظام شرایط او وخت وپيژني. 

 بله ډله هغه کسان دي چې کیدای شي د هیواد په اوسنیو شرایطو کې د غیر متمرکز نظام په ستونزو ښه خبر دي، خو بیا هم د خپلو ګټو لپار د هیواد له سترو خطرونو سترګې پټوي. هغوی په لوی لاس غواړي چې نظام کمزوری وي، ترڅو هغه او ډلګۍ یې په اسانۍ سره په ملي مسئلو کې، د تر خوږ ګوته نیولو له لارې زیات امتیازات تر لاسه کړي. په خواشینۍ سره دې خلکو خپلې اوسنۍ شتمنۍ په همدې لاره او د نظام له کمزوریتوب څخه په ګټه اخیستنه تر لاسه کړې دي او غواړي دا حالت دوام وکړي. 

دا ډله سیاستوال هغه متل په ځان رښتیا کوي چې: یا مې ابا بوله یا غوندي (جوالونه) څیرمه. یا ما او ډلې ته مې زیات امتیازات او حکومتي چوکۍ راکړئ، د ځمکو غصب او په خلکو تیری مو ومنی که نه نو دا نظام مې نه دی خوښ او غیرمتمرکز او فدرالي نظام غواړم.