محترم ډاکترصاحب نثاراحمد صمد
لیکوال : اریک مارګولیس
منبع :کمن ډریمز( امریکا )
نېټه :۶ـ۴ـ۲۹۱۴
ژباړن :محترم ډاکترصاحب نثاراحمد صمد
د یو بل جعلی رژیم لپاره انتخابات
په دې اوونۍ کی چی په افغانستان کی ملی انتخابات وسول ، هغه قلابی دي . د کاندیدانو هغه ډله چی امریکا په لاس راټول کړي دي ، د خپل منځي رقابت پلمه کوی یعنی هغه څه چی مخکی لا د واشنګټن لخوا معلوم او فیصله سوي دي .
په دغو کاندیدانو کی امریکا پاللي سیاست مداران او د شمال مربوط د مخدره موادو تاجک او ازبک جنګسالار کاروباریان شامل دي . د هغوی تر ټولو مهم یې رشید دوستم یعنی هغه لوی جنګي جنایت کار او د سي آی اې اصلی ملګری دی چی د څه باندی دوو زرو طالب بندیانو د قتل عام امر یې ورکړی و .
دا هغه فاسد تهداب دی چی واشنګټن غواړی له پاسه یې افغاني مطلوبه « دیموکراسي » ودروی چی هغه به امریکایی پوځیانو او طیارو ته د اډو ورکولو وړاندیز جاری وساتی . خو د افغانستان اکثریت ، یعنی پښتني قومونو د انتخاباتو په دې ډرامه کی خورا لږ ګډون وکړ .
په افغانستان کی تر ټولو غټ او تر ټولو عوام پسنده ګوند یعنی طالبان او د هغوی کوچنیً ملګری یعنی حزب اسلامی د روانو او هم مخکنیو انتخاباتو څخه د « تروریسټانو » په اتهام بې برخي کړای سوي دي . خو هغوی دغه ټاکني تحریم کړې او په حقه سره ادعا کوي چی دا به د لویدیځو طاقتونو او د هغوی د ځایی انډیوالانو لخوا په قلابی ډول پر مخ وړل کیږی . موږ کټ مټ همدغسی مصنوعی انتخابات په ټول منځني ختیځ کی وینو .
که همدا نن په خپل اختیار او آزادۍ سره رایی ورکړل سی نو طالبان به یې احتمالأ وګټی . خو امریکا په دې کی هیڅ مشکل نلری چی د افغاني کمونیسټانو ، جنګی مجرمانو او د مخدیره موادو د لویو کاروباریانو سره په کار لګیا وی . حقیقت دا دی چی تر امریکایی واک لاندی په افغانستان کی د تریاکو ، مورفینو او هیرویًنو تولید تر بل هر وخت نن اوج ته رسېدلی دی . هو ، دې ته وایی « هیواد جوړَونه » .
د امریکا ستر جنګی ماشین تر دوولسو کالو وروسته چی د اټومی وسلو څخه پرته یې نوری ټولی وسلې استعمال کړې ، په سپکو وسلو سمبالو طالبانو په ماتولو کی ناکام سو . داسی ښکاری چی پښتني قومونه به دې جنګ ته نور هم دوام پسی ورکړی . دا د طالبانو د خوښي وړ خبره ده چی وایی « امریکایان ساعتونه لری ؛ خو موږ وخت لرو » . همدغو پښتنو څلور ځله برتانویان مات کړي دي [ څلور نه بلکی درې ځله ـ ژباړن ] چی غوښتل یې افغانستان مستعمره کړی ، بیا یې شوروي په ۱۹۸۰ لسیزه کی مات کړ او فعلأ امریکایی اشغال ماتوی .
افغانستان د امریکا په تاریخ کی هغه ته تر ټولو اوږده جګړه ورپه برخه کړه . هغه مهال چی امریکایی پوځیانو او درنو بم وریو یې د طالبانو پر مواضعو حملې پیل کړې ، نو ما په لاس انجلس ټایمز او نورو ورځپاڼو کی ولیکل چی پر افغانستان حمله یوه شومه غلطي ده او دا به یو ناګټونکی جنګ وی . خو د حیرانۍ خبره نه ده چی زه یې ډیر وغندلم .
زما ۲۶ کلنه قلمي همکاري د غټو ورځپاڼو لخوا وروسته له هغه په تور لیست کی شامله سوه چی ما په جرأت سره وویل چی دا جنګ بایلل سوی دی او هم د وینو او پیسو چټی ضایع کول دی .
زه ښه پوهېدم چی دا کار هلته په افغانستان کی په ۱۹۸۰ لسیزه کی د شوروی لخوا د افغانستان د نیولو پر مهال د افغان مجاهدینو د « ستر جهاد » په وخت کی هم عملأ پیښ سوی وو ، او دا هغه حقایق دي چی ما په خپل اثر کی لیکلي دي چی عنوان یې « جنګ د نړۍ پر بام باندی » دی .
له هغه نه څو کاله وروسته زه د طالبانو د منځته راتګ شاهد هم سوم . دغه پښتني تحریک د ۱۹۹۰ لسیزی په لومړیو یعنی د کورنۍ جګړې پر مهال راوپاڅېد تر څو پر افغاني ښځو د ډله ییزه جنسی تیري کونکو او هم د بهرنیو د ملاتړ څخه برخمنو افغاني تاجکو او ازبکو کمونیسټانو سره وجنګیږی .
د واشنګټن فعلی پلان دا دی چی تر کرزي وروسته په کابل کی یو بل نوئ افغان مشتري رژیم نصب کړی او څلور سوه زره کسیز افغان اردو او پولیس کنټرول کړی چی د امریکایی ډالرو لپاره جنګیږی . دغه افغان اهلی رژیم به وروسته څه نا څه شپاړس زره امریکایی پوځیانو او هوایی پرسونلو او هم قومی اجیرانو ته « بلنه » ورکړی چی همداسی پاته سی او طالبان ورته وځپی .
د امریکا لپاره د افغانستان د کنټرول ساتنی کیلي هماغه په بګرام ، کندهار ، هرات او شینډنډ کی هوایی اډې دي چی هغه بیا پخپل وار په منځنۍ آسیا ، پاکستان او خلیج کی د پرتو اډو لخوا ساتل کیږی . امریکا او ملګري یې په افغانستان کی خپلی اډې د ۲۴ ساعته ډیرو فعالو او خورا ګرانو هوایی څارنو او حملو څخه پرته نسي ساتلای . دا ځواک کولای سی چی د طالبانو حملو ته په څو دقیقو کی ځواب ورکړی . نو د هوایی پرله پسې لاس رسي او ملاتړ څخه پرته به لویدیځ ځواکونه ډیر ژر تجرید ، بې ربطه او مات سی .
همدا غټ دلیل دی چی افغان جنګ امریکا ته په یو ټریلیون ډالرو تمام سوی دی . په بلیونونو ډالره هم د یو پراخ فساد په څپو کی ورک سوي دي . د امریکا لخوا به د مسلسلی ډالر بهیدنی څخه پرته په کابل کی افغان رژیم ونړیږی . پاکستان ته یې هم د ۲۰۰۱ راهیسی څه باندی ۱۸ بلیونه ډالره ورکړی دي تر څو د خپلو طالبانو سره وجنګیږی او هم امریکایی پوځی عملیاتو ته اجازه ورکړی .
په عین حال کی د ولسمشر بارک اوباما دا هڅی چی غواړی په افغانستان کی امریکایی اشغالی پوځونه لږ کړی ، د خپلو مأدونانو ( لاس لاندی ) پوځی قوماندانانو یعنی هغو کسانو د ښکاره او ګستاخانه چلنجونو سره مخامخ دی چی د طالبانو لخوا خپل شکست نه منی ، داسی چی هغوی دې د امریکا په عالی تکنالوژۍ وسلوالو ځواکونو ته سپکاوی واړوی .
خو اوس چی چین او روسیې امریکا ته چلنج ورکړی دی ، نو پنتاګون ( د امریکا د دفاع وزارت ) یو نوی دښمن او د خپلی پوځی بودجې لا ډیرولو ته نوي دلایل وموندل . ځکه نو داسی ښکاری چی شاید هغوی په زړه نا زړه توګه د دغه افغاني بدي پیښی څخه تیر سی او خوشی یې کړی . خو تر دې هر څه وروسته ، آیا د یو چا د ویتنام جنګ او د سایګون څخه را روان شرمناکه پروازونه په یاد دي ؟ پای .