ټاکنـــــې پېښــــې اوپایلــــې
لیکونکی ش،حصین
نن دلمریز هجري ۱۳۹۳ کال دوري دمیاشتې په شپاړسمه (۲۰۱۴میلادي کال داپریل پنځمه) په افغانستان کې دجمهوري ریاست او دولایتي شوراګانو ټاګنې تر سره شوې.له نږدې ۱۳ کلونواشغال وروسته(البته اشغال لا پای ته نه دی رسیدلی) ددموکراسۍ دیوې نندارې په توګه دا یودلید وړخوځښت و.ددغو ټاکنوغوره ځانګړنه یواځې دا کیدی شي چې زموږ دټولنې یوشمیر خلکوددموکراسۍ یوه جوړ شوي تمرین ته ورودانګل.دغه لوبه دلویدیځ له لوري دافغانستان داشغال په داسې شیبو کې پلان او په لاره ولویده چې دلویدیځ اشغالګرو،داشغال پلاس دجوړې شوې واکمنۍ او هم زموږ دخلکو لپاره بیل بیل څه لري.
لویدیځو واکمنوخپلو خلکواو بشریت ته داسې وښوده چې دخپلو او افغانانو ۱۳ کلن انساني مرګ ژوبلې او ملیاردونو لګښت دادی یوه دموکراسي وښودله.داشغال پلاسو جوړې واکمنۍ هم داسې پتیلې چې په همدې پله به په ور ختو لویدو ته دمخنیوی نوی رنګ ورکړي،خو له همدې لوبې څخه زموږ خلکوته هم یو څه پلاس ورغلل او هغه داچې دموکراسي که نن غولوونکې ننداره ده خو سبا ته چې اشغال پای ته رسي نو ددیکتاتوریو درا ایسارولودرنه لاره به هم وي. همدغه ټکي ته په ژوره خو له احتیاطه ډکه کتنه ښيي چې ددموکراسۍ دا شو به څه نوي نه کړي خو دنویتوب تمرین به په یوه اړتیا واړوي.
له دغې لنډې سریزې وروسته راځو دټاکنو بهیر ته:نږدې درې میاشتې دژمي دموسم له ویده حالت څخه په ګټه اخیستودولتي ځواکونواردو،پولیس،امنیت، اربکیان اونور ټول دغې ورځې ته دامنیت په خاطردومره وځغلول شول او دومره بیرحمه مرګونه را منځ ته شول چې انساني بیه ېې خپله دوی، مخالفینو اوعامه بیګناه خلکو ته ډیره لوړه تمامه شوه.داشغال تر چتر لاندي دري میاشتوپرله پسې پوځي عملیاتووکړای شوای چې یواځي دولایتونو په مرکزونو او ډیر لږ شمیر ولسوالیو، هغه هم په مرکزونو کې نسبي امنیت ټینګ او خلک ددې وس ومومي چې درایو صندقونو ته را ورسي.دټاکنو دمرګزي کمیسیون دمشر نورستاني خبره ده چې «په ټاکنودټاکنو دبهیر تر ورستیو شیبوپورې اوه ملیونو خلکو رايي ورکړې» دلته داپوښتنه را مخته کیږي چې دافغانستان په شان دجګړې په حال کې وطن کې داکوم کمپییوټري مغز دی چې دټاکنو له پای ته رسیدو مخکې ېې داشمیرنه تر لاسه کړه.داخبره ددې ویره را منځته کوي چې صندقونه له مخکې ډک اوشمیر ېې ورته معلوم و.له دې نه غیردهیواد له ولسوالیو څخه درایو دصندقونو را ټولول او مرکزونوته را رسول دیوه خبرنګار په خبره ۱۲زره خروته اړتیا لري.زموږګوډو وماتو دګوتو په شمیرزړو چورلکو آن درایو ورکولو پاڼې دهیواد لويي برخې ته ونه شوی رسولی ، څنګه کیدای شي چې په همدي لومړۍ ورځ درایه ورکوونکو شمیر وښودل شي؟ داهم په داسې حال کې چې دپیښوکمی هم نه وو.
پيښې: دلته باید ووایو چې دټاکنو له پیل څخه څو ورځې دمخه رسنیو ته فرمان ورکړل شو چې دپيښو خبرونه به په دې خاطر نه ورکوي چې خلک له ټاکنو څخه لري نه کړي.رسنۍ نږدې ټولې په مرکزونو کې په مرکو او ورکړل شووپولیسي او امنیتي را پورونو مشغولې وساتل شوې.داسې ښکاري چې یواځي پژواک څه هڅې کړې وې چې دټاکنوناخوالې را واخلي خو په جلال آباد کې دهغوی دخبریال ډبول کیدو دهمدې رسنۍ ستونی هم ونیوه.درسنیو په لړ کې یواځې نن ټکي آسیا چې ښايي له بهره خپریږي خو په هیواد کې دننه پخې ریشې لري پیښې په پرله پسې توګه ورکړې.دا خپرونه ښايي طالبانو ته څه ښه نظر ولري خو له خپرونو څخه ېې ښکاري چې دژورنالیزم درنښت ساتلوته هم څه ژمنې لري.په دې لیکنه او را ټولونه کې تر ډیره دپیښوبهیر دیو لړ نورو کورنیو او بهرنیو رسنیو په څنګ کې له همدې رسنۍ څخه را اخیستل شویدي.پيښې دادي:
دکندز په ارچې او چاردره کې ۱۲ سایټونه تړلي دي. په همدې ورځ په کندز کې دوه چادنې شویدي،په کابل، میدان وردګو،او کندهار کې دجعلي کارتونو پلرونکي او په کار وړونکي نیول شویدي،په ننګرهار کې له یوه تن سره ۱۲۰ جعلي کارتونه نیول شویدي(په یاد باید ولرو چې بدل کارتونه به چا نه وې جوړ کړي ،کارتونه اصلي دي خو تور بازار ته وتي دي)دکنړ چپه دره کې دیوه امنیتي افسر په ګډون ۶کسان په جعلي کارتونو نیول شویدي،دکورنیو چارو وزیر په یوه ناسته کې په ننګرهار او خوست کې داته سوو یا دده دشکمنې خبرې په اساس اته زره جعلي کارتون نیول شویدي.په کنړ کې له ټاکنو دوه ورځې مخ کې یو ماشوم له ۱۲۰۰ کارتونو سره نیول شوی و.دپروان دشینوارو دولسوالۍ مرکزونه تړلي و،دپکتیا په سرروضه کې برید روان و،پکتیکا کې ټاکنیز مرکز ته څیرمه چاونه وشوه،دلوګر په خروار او آذره کې ټاکنې بندې وې،دغزني دخواجه عمري په با امنه ولسوالۍ کې ټاکنېز مرکزونه تړلي و ځکه دولسوالۍ په مرکز حمله وشوه،میدان وردګو ولایت کې دټاکنو دصندقونو موټروالوزول شو اودرې ساتونکې ېې ووژل شول،دهمدې ولایت په سید آباد کې یوپولیس او یو امنیتي افسرله جعلي کارتونو سره ونیول شول،دکابل په ګډون په ټول هیواد کې ټاکنې نا وخته پیل شوي( یو علت ېې ښايي پسرلني اورښتونه هم وي)دفاریاب ولایت دچهل ګزی لویه لاره تړلې وه،جوزجان کې دټاکنو په مرکز برید وشو،په همدې ولایت کې یوشمیر ولایتي کاندیدان او رایه ورکونکې طالبانو کلابند کړي، اوس ددولتي او اشغال ځواکونو مرستې ته شیبې شماري،په ننګرهار کې درې چاودنې اونښتې شویدي،کابل کې دولتي ځواکونو خلک په زورټاکنوته اړ ایستل،دکاپیسا په مرکز کې دوې پرله پسې چاودنې وشوې،دنیمروز په خاشرود کې چاودنې او نښتې دوام لري،په قندهار کې دوه میرمنې په ۲۲جعلي کارتونو ونیول شوې،په کابل کې پنځه تنه دکارتونو په پلورلو ونیول شول.کندز کې ۸ اربکیان مړه او درې لادرکه شوه،په خوست کې څلور تنه له ۱۰۶۷ کارتونو سره ونیول شول. په کابل کې یوه ۱۶ کلنه جلۍ وتوانیده چې په جعلې کارت رایه ورکړي، دمخابراتو وزارت ټول مبایل تلفونونه تړلي و.ننګرهار کې عسکرو دپژواک خبریال ټکولی دی... دا دپیښوډیره کوچنۍ برخه وه. حالاتو دهیواد په کچه وښوده چې دولتي ځواکونه دولایاتو په مرکزونو کې پرحالاتو واکمن وو.البته له امنیتي پلوه.دټاکنو په ورځ یا یوه ورځ مخکې درانه ګواښونه هم روان و.دبلخ والي چې د«شمال»مطلق العنان واکمن ځان بولي او نه کرزی وتوانیده چې دهغه مقام واړوي او نه به نږدې راتلونکي دا توان تر لاسه کړي په ډیرو تندو کلماتو اعلان وکړ چې «که ټاکنې رڼې نه وي دی به ېې تحریم کړي» دغه شان دوستم چې په شمال کې ځان یو څه بولي هم دومره واکمن و چې دخبرونو له مخې ېې دټاکنو په ورځ ېې هم په جوزجان کې عکسونه ځړیدل او لاس په لاس ګر ځیدل.دغو پیښوته په کتلو چې کوچنۍ برخه ېې راوړل شوه لاندې پایلې دلید وړ دي.
الف: ټاکنې په لویو مرکزونو کې دوسلوالو ځواکونو تر نظارت لاندې څه ناڅه په آرامه تر سره شوې.داهغو خلکوته چې دسولې تږي دي او دموکراسۍ ته له ټول نندارییز توب سره سره په څه هیله ګوري یو ښه خبر و.
ب: ټاګنې ولسوالیو ته په کتو له سرتاسري توب څخه څه ناڅه بې برخې وې.داچې وايي اووه ملیونو خلکو ګډون در لود یوه تبلیغاتي رسمي له وخته مخکې خبره ده چې دباور پرځای شک را مخته کوي.
ج: ټاکنې او ورسره پیښې درسنیو تر څارنې لاندې نه وي او همدلته ښکاره وه چې زموږ رسنۍ هیڅ ډول آزادۍ نه لري . دا یوه زورونکې او دولتي واکمنوته شرموونکې خبره ده.
د: داسمه ده چې یو شمیر کسان په جعل او جعلي کارتونو ونیول شول خو داخبره همغه دمخدره موادو دمافیا بهیر ته ورته دی، واړه نیول کیږي هغه هم نه ټول خو لویان يي پر حالاتو واکمن وي.که دجعل خبره په پام کې ونیول شي نو په ټاکنو دخلکو ګډون له شل سلنې څخه هم را لویږي،دغه شل سلنه هم که په اتو نوماندانو وویشل شې نو راتلونکی جمهور رئیس (که وټاکل شي) به هم له یو ملیون رایو څخه ډیر څه ونه لري او دیو یا څه دپاسه یو ملیون خلکوچې هغه هم ډیر دولتي لوی او واړه واکمن دي ،جمهور رئیس به هیڅ ډول ټولنیز تکیه ځای ونه لري،دا په خپله دمشروعیت خبره را منځ ته کوي او دې ته به اړ وي چې سهامي مصلحتي واکمنۍ ته غاړه کیږدي. په دې توګه به یواځې امریکا دابری تر لاسه کړی وي چې داسارت امنیتي تړون په نوي جمهور رئیس لاسلیک او له هغه وروسته به دهوايي بی پیلوټواو با پیلوټوامریکايي او ناتويي الوتکوددخونړیوپی ویاړ دنوي جمهور رئیس وي.
ه: تر ټوله ویره وونکې خبره داده چې که دپایلو له اعلان مخکې پټې جوړونې ونه شي او دواکمنۍ په ویش ټول راضي نه شي نونوي داسې سیاسۍ پوځي ستونزې به را پورته شي چې ایل کول به ېې په افغاني توان کې نه وي.او لویدیځ هم همدا غواړي چې خپلې ټولې نارواوي دافغانانو په کورنۍ جګړه کې دبشریت له یاده وباسي.
و: يوه دپام وړ اودرنه خبره داده چې په روانو ټاکنو کې دښځینوو ګډون دپام وړ و. دغه حالت ښيي چې دهیواد په کچه دښځوخوځښت راتلونکې ته یو ښه زیری دی.دښځو دغه پراخه ګډون ددې ښودنه هم کوي چې دافغانستان دنفوس دغه نیمايي برخه دمخالفینو له سختګیرانه سیاستونو څخه ویره لري. دغه حالت باید مخالفینوته ددې واقعیت ښودنه وي چې په خپلو سیاستونوکې دپراخه نرمښت دمنلو اړتیا ومني او نه یواځې دهیواد په دننه بلکې دزمانې او بشریت له غوښتنو سره سم ځان جوړ کړي.پرته له دې به را تلوونکې ډیره ستونزمنه وي.
داوس له پاره همدومره؟