د کرزي او ډاکټر اشرف غني ترمنځ د وروستي جوړجاړي اوازې

احمد

 ارګ ته نیږدې سرچینې وایي چې ولسمشرۍ ته کاندید اشرف غني احمدزي نن سهار، له ولسمشر کرزي سره دوه ساعته لیدنه کتنه کړې، چې تر کتنې وروسته یې د ولسمشر کرزي د برخلیک په اړه غیر عادي مثبتې څرګندونې کړي دي

د دې کتنې په تعقیب د پکتیا ولایت په شمول په ګڼو نورو ولایتونو کې د زلمي رسول د ټیم عمده کمپاینرانو د اشرف غني د ملاتړ اعلان کړی، او دا لړۍ په چټکۍ روانه ده. 

له بله اړخه، ځینې باوري سرچینو دا یادونه هم کړې چې د ولسمشر حامد کرزي ورور قیوم خان کرزي هم د ډاکټر اشرف غني احمدزي د ملاتړ پرېکړه کړې، خو دا چې د دې کمپاینونه منع دي، او د دې پرېکړې اعلان کمپاین ګڼل کېږي، نو هغه د دې پرېکړې رسنیز اعلان نه دی کړی.  

له دعوت څخه په مننه
دپورتني انکشاف له وجې دا لاندې لینک بار بار په لوستلوارزي: