د بهرنیو ځواکونو د وتلو په درشل کې د افغانستان او چین متقابلو ګټو ته لنډه کتنه

ډاکتر م، عثمان روستارتره کی


چین د نړۍ د انرژي لوي مصرف کونکې اودوهمه درجه اقتصادي زبرځواک د افغانستان په ګاوندیتوب کې موقعیت لري . د چین جغرافیایي موقعیت د دواړو هیوادونو اړیکو ته ځانګړتیا وربخښلي ده .
د افغانستان ژیوپولټیک موقعیت:
د عربو په خلیج کې د نړۍ په کچه په سلو کې ۶۰ سلنه پټرول او په سلو کې ۴۰ ګاز . په کسپین بحیره او مرکزي آسیا کې د پټرولو او ګازو سترې زیرمې افغانستان ته د تدارکاتي لارې د پام وړ ژیوپولټیک موقعیت ورکړی دی : د چین خواته د انرژي تدارکاتې لارې یوه لویه برخه د افغانستان نه تیریږي .
د افغانستان په د ننه کې مهمې مواصلاتي کرښې چې چین ورته لیوالتیا لري بشپړې شوې یا د بشپړیدو په حال کې قرار لري: د قراقروم لويه لار چې د چین د همالیا نه تیریږي او افغانستان ، پاکستان او تاجکستان سره نښلوي. د اورګاډي پټلۍ چې د پاکستان ګوادر بندر ، ایران ، افغانستان ، تاجکستان او د چین سیکیانګ ایالت سره تړي . د ګاز نللیکه چې د ترکمنستان ، افغانستان او تاجکستان نه د تیریدو څخه وروسته د سیکیانګ ایالت ته رسیږي، د سیمې هیوادونه د اقتصادي متقابلو اړتیاؤ پر بنسټ باندې په یو ژیوپولټیک بلاک په د ننه کې را ایساروي .
افغانستان د طبعي زیرمو خاوند هیواد د تدارکاتي لویو لارو په زړه کې موقعیت لري.
د افغانستان د پام وړ موقعیت په نظر کې نیولو سره د افغانستان نه د بهرنیو قوتونو د وتلو په درشل کې « زویان ګانګ » د چین د کمونیسټ ګوند د سیاسي دفتر نامتو غړي د اټکل نیمې پیړي نه وروسته کابل ته مسافرت وکړ او د کابل له چارواکو سره يې مهم امنیتي او اقتصادي تړونونه لاسلیک کړل ( سپتامبر ۲۰۱۲ ) .
چین په افغانستان کې د امریکا اوږد مهاله حضور په خپله ګټه نه بولي . په ټایوان د امریکا له خوا وسلې خرڅول ، د « دیاویو » د ټاپو په اړه د جاپان د مالکیت د دعوا څخه د امریکا ملاتړ. د « اویګور » او « تبت » د آزادی غوښتونکو نه د امریکا دفاع ، د امریکا او چین تر منځ متنازع فیه موضوعات شمیرل کیږې . ډیر احتمال لري چه چین د خپل ستراتژیک انډیوال یعني پاکستان په مرسته د بهرنیو قوتونو د وتلو نه وروسته په افغانستان کې د خپل نفوذ د پراختیا په موخه ګډ پلان جوړ کړي. خو د مذهب نه د یو لاسوند په توګه ګټه پورته کول چین د پاکستان نه جلا کوي : په سیمه کې پاکستان، مذهب د خپل ستراتژیک مقصدونو د پاره کاروي. خو چین ویره لري چې د اسلام پالنې جذبات به د « اویګور » ولس لازیات وپاروي. دواړه په ځانګړې توګه د افغاني مقاومت په اړه ګډ دریځ لري. دواړه د افغانستان نه د بهرنیو عسکرو د وتلو نه وروسته د اسلامي امارت د راژوندي کولو سره مخالف دي. خو چین د مائيوستانو په منځ کې نفوذي کسان ( لکه « رنګین دادفر
» سپنتا ) لري چې د اړتیاو په وخت کې د دغوکسانو په کارولو سره په ستراتژیک انډول لنګر اچولي شي .
په افغانستان کې د چین نفوذ ، هغه هیواد ته د امریکا په وړاندې د فشار یو لويه وسیله وربخښي.
په افغانستان کې د چین او هند سیالي :
چین د هند سره ګن شمیر جنجالونه لري چې ددوی جنجالونو د افغانستان په کړکیچ کې غیر مستقیم غبرګون موندلې ده : د ۱۹۶۲ز جګړې نه وروسته د کشمیر په برخه کې کرښه نده ټاکل شوې . هند د مذهبي ، کلتوري او ډیموګرافیک ( په هند کې د یو لک تبتيانو شته والي ) انګیزې له مخي د تبت د آزادی غوښتونکو د داعیي نه ملاتړ کوي.
د دواړو هیوادونو تر منځ د تجارتي راکړې ورکړې بیه ۵۰ ملیارډ ډالر ته رسیږي ( ۲۰۰۸ م ) . خو بیلانس د هند په تاوان د ودې په حال کې دي .
په افغانستان کې د چین او هند سیالي اقتصادي او ستراتژیک بڼه لري . خو هند د چین سره په افغانستان کې د اقتصادې سیالۍ کافي پوتانشیل نه لري.
د افغانستان نه د بهرنیو قوتونو د وتلو نه وروسته دا احتمال شته چه د شانګاي اقتصادي پکټ زیات تحرک ومومي.
چین د شانګاي د لارې نه د افغانستان په اقتصادي چارو کې د لازیات لنګر اچولو امکان تر مطالعې لاندې لري .
افغانستان د سیمه ایزو بلاکونو د سیاليو میدان :
چین افغانستان خواته د واخان دهلیز نه په ګټه اخیستنې سره له یوې خوا په امنیتې اړخ کې د هند پر وړاندې د پاکستان د موقعیت نه ګته پورته کوي او له بلې خوا د سیمې طبعي زیرمو ته ځان نږدې کوي.
چین د پاکستان ستراتژیک ملګری دی. چین کولي شي چه په قبایلې سیمو کې د ناټو د اکمالاتي لارې د امنیت د تآمین په برخه کې په پاکستان باندې فشار راوړي.
پاکستان په ماهرانه توګه د چین او امریکا تر منځ سیالي په خپله ګته کارولي ده.
چین پاکستان ته په افغانستان کې د روسیې ،امریکا ، ایران او هندوستان د نفوذ د پراختیا د مخنیوي په مقصد د تیر یو کال په ترڅ کې یو ملیارډ ډالر مرسته ورکړه .
په ۲۰۰۶ م کال د دواړو هیوادونو تر منځ ستراتژیک تړون لاسلیک شو. چین پاکستان ته د وسلې خرڅولو د پام وړ هیواد دي . خو د ۲۰۰۲ کال نه را پدیخوا پاکستان ته زیاتې توغوندۍ او الوتکې د امریکا له خوا پلورل کیږي ( ۱۲ ملیارډ ډالر ) . پاکستان په ثقیله وسلې پدغسې حالاتو کې سمبالیږي چه افغاني لوری د دولسو کلونو د اشغال په موده کي د پاکستان په وړاندې بې وسلې او بې دفاع ساتل شوی دی.
پاکستان ته سخاوتمندانه مرستې د هند د وارخطايي لامل شوې دي .
ګومان نه کیږي چې چین د نظامي یرغل په حساب باندې هغه امنیتي تښې ډکې کړي چې د بهرنیو قوتونو په وتلو سره په افغانستان کې رامنځته کیږي. چین څو واره د « ایساف » غوښتنې ته چه په نړیوال نظامي ائتلاف کې د نظامي یونټ په رالیږلو ونډه واخلي منفي ځواب ویلی دی. پر دې سربیره چين په نظامي چارو کې د ځان د لرې ساتلو په مقصد دیته چمتو نه شو چې په هغه وجهي صندوق ( ۴٫۱ ملیارډ ډالر ) کې ونډه واخلي چې د افغانستان د ملي ځواکونو د رغونې په موخه جوړ شوی ؤ . چین د « اعتدالي » طالبانو سره د خبرو اترو د ملاتړ په دريځ کې له امریکا سره په مخالفت کې قرار لري. چین ګومان کوي چه امریکا په افغانستان کې د جګړي د اوږدیدو په ترڅ کې د « سی کیانګ » ایالت د مسلمانانو په منځ کې د بغاوت تخم کري.
چین په افغانستان کې د پانګې اچونې اړتیا او لیوالتیا لرې ( د مثال په توګه د عینک مس د ۳٫۵ ملیارډ ډالرو په بیه ) . د افغانستان او چین ترمنځ تجارتي تبادله ۵۰۰ ملیون ډالرو ته رسیږي.
افغانستان ته د چین مرستې په ټیټه کچه قرار لري: چین د افغانستان رغونې ته ۱۵۰ ملیون ډالره وعده کړې وه . خو په عمل کې يې د ۲۰۰۴ او ۲۰۰۶ م کلونو تر منځ افغان لوري ته یوازي ۵ ملیون ډالره وسپارل. په ۲۰۰۸ م کال کې ۴ ملیون ډالر په کې ورزیات شول.
افغانستان په سیمه کې د چین د تجارتي توکو لوی بازار دی .
چین د افغانستان د نشه یی توکو د صادراتو د پام وړ بازار ګټل کیږي. د هیروینو د تولید اومه مواد افغانستان ته د چین څخه واردیږي.
چین په افغانستان کې زیاتره د اقتصادي یرغل په چرت کې دی. که فرضا افغانستان لیوالتیا وښئي چې د چین سره د اقتصادي همکارۍ پر ستراتژیک شریک بدل شي، خو په سیمه کې د چین د محافظه کار سیاست له مخې ناشونې ښکاري : د نړي په نورو برخو کې چین تل د نظامي همکارۍ په اړوند « تواضع » او « احتیاط » ښودلی دی.
د افغانستان څخه د بهرنیو قوتونو په وتلو سره د امنیتي تښې او اقتصادي ستونزو د رامنځته کیدو په اثر امکان شته چې د ګډوډیو لاره خلاصه شي . نړیوال نظامي ائتلاف باید د یو انتقالي پړاو په نظر کې نیولو سره په تدریجي توګه د افغانستان د جنجال نه ځان وږغوري . یعنې په ناڅاپي ډول افغانستان یوازې پرینږدي. افغانستان باید د یوه سیاسي ، امنیتي ، اقتصادي انتقالي پړاو نه تیر شي. په انتقالي پړاو کې باید افغانستان په امنیتي او اقتصادي برخو کې په ځان باندې اتکاء ولري.
افغانستان د مهم ژیوپولټیک موقعیت په درلودلو سره په سیمه کې د ستراتژیک انډول او په نتیجه کي د سولې ، ثبات او اقتصادي همکاري محور ګټلي شو. دا په لویدیزو هیوادونو پوري اړه لري چې افغانستان ته د ستراتژیک انډول د ساتلو په موخه څومره مرسته کولي شي ؟؟؟
« پاي »
فرانسه
د مارچ ۱۵ ـ ۲۰۱۴ م کال
دوکتور م، عثمان تره کي