پاکستاني ملایان وايي، د بل واده لپاره د ښځې اجازه ضرور نه ده
د پاکستان د اسلامي نظریو شورا (اسلامي نظریاتي کونسل) د مسلمانې کورنۍ قانوني مقرره، چې په ۱۹۶۱ کې تصویب شوې وه، غیراسلامي وبلله.
دې شورا وویل، د شریعت پراساس دا ضروري نه ده چې مېړه د بل واده لپاره له خپلې لومړنۍ مېرمنې اجازه وغواړي.
شورا د قانون هغه ماده غیراسلامي او غیرشرعي وبلله چې پر اساس یې نارینه د بل واده (دوهم- درېم یا څلورم) لپاره له بلې ښځې د اجازې اخیستلو ته مکلف دی.
د دې شورا مشر مولانا شېراني وویل، په اسلامي شریعت کې نارینه مکلف نه دی چې د بل واده لپاره له خپلې ښځې اجازه واخلي.
ده وویل چې نارینه یوازې مسوولیت لري چې د خپلو ښځو ترمنځ عدالت رعایت کړي.
له تاند څخه په من