بـــــادام خـــــورا ګټــــوره مېــــوه ده
د ژمي پدې یخو شپو ورځو کې بادام د هغو وچو میوو له ډلې دی، چې هم خوند لري او هم پریمانه ګټې.
د بادامو له پریمانه ګټو یو څو یې له تاسو سره شریکوو:
ـ د بادامو غوړي د نورو غوړیو په شان خرابېدو والا ندي او د ماشومانو لپاره ډېر ګټور بلل کېږي.
ـ د بادام شیره د ټوخي ناراحتي او د ستونې لپاره ګټور ثابت شوي دي.
¬ـ بادام، چې اوړه شي او له شیدو سره ګد شي د بډوډو او پښتورګو د درد لپاره ښه درمل دي.
ـ بادام جنسي قوه ځواکمنوي او سپرم زیاتوي، همدا رنګه معده قوي کوي.
ـ د بادامو غوړي د ماشومانو د اسهال لپاره هم ګټور دي.
ـ د بادامو غوړي خوب راوستونکي دي او بې خوبي له منځه وړي.
ـ بادام د ملا د فقرو لپاره ګټور دي، که ملا مو درد کوي، د درد د تسکین لپاره بادام وخورﺉ.
ـ د هغو ماشومانو لپاره، چې پربدن یې سرې دانې وي، د بادامو پر تېلو یې د ټول ځان غوړول کولای شي هغوی ته ګټه ولري او پدې سره به یې په اسانۍ درملنه هم وشي.
ـ د بادامو غوړي د پوستکي د وچېدا یا سوځېدلي پوستکي لپاره ډېر ګټور دي.