د اوښتون کلتوري ټولنې د خواشيني پيغام!
خواشيني يو، چې د پښتو ژبې وتلی شاعر، ليکوال او د معاصر ادب سرلاری استاد محمد صديق پسرلی راڅخه بېل شو.
نن هغه ستره هستي له موږ څخه بېله شوه، چې د پښتو ادب د فقر او د افغان ولس د تباهۍ په وختونو کې يې د بېوزلو غږونو ملتيا کوله، د ژوند او مينې نغمې غږولې او پښتو ادب ته يې غنا ورکوله.
نن موږ په پښتو ادب کې د خوشال په څېر د يوې داسې کورنۍ د مشر په مرګ وير کوو، چې پښتو ادب و ژورناليزم ته يې نه هېرېدونکي کارونه کړي دي.
نن موږ د پښتو معاصر غزل د يو سر لاري وير په داسې حال کې کوو، چې دا خواره ژبه به په پېړيو، پېړيو کې هم بل پسرلی ونه لري، چې زموږ د اميد غوټۍ ورسره په دې ډول وغوړېږي، لکه څنګه چې استاد پسرلي غوړلې وي.
د ۱۳۹۳ لمريز کال د کندز د غاټولو پرهرونه به بې څه نه وي، راتلونکی پسرلی به د کندز ټول غاټول په رښتينو داغونو بار دې دنيا ته راځي.
نن به د هيواد په ګوټ، ګوټ کې د مينې او عاطفې د پالوونکي پيروان ساندې وايي او د دې ساندو ملتيا د اوښتون کلتوري ټولنې غړي هم کوي.
اوښتون کلتوري ټولنه د استاد پسرلي تشه نه جبرانېدونکي بولي، نوموړي ته فردوس، کورنۍ ته يې د صبر او پښتو ادب ته د يو بل پسرلي دوعاګانې کوي.
زموږ غوښتنه به له شتمنو او وس دارو دا وي، چې د استاد پسرلي ناچاپ اثار په لوړ کيفيت او زيات تېراژ چاپ کړي، موږ يې هم تر وسه ملګري يو.
اروا يې ښاده
په ګور يې نور
ياد يې تلپاتې
دنښترویبلاګ دادارې ژوره خواشیني:
دارواښاد پسرلي په مړینه دومره خواشیني یو، چې دمګړۍ دخپل ټول خپګان دانځورولولپاره کوم الفاظ په ګوتو نه راځي ځکه چې پسرلی خزان شو...هو!
خزان
بس الله تعالی ج دې پسرلي صاحب ته فردوس جنت او کورنۍ ته یې جمیل صبر ورپه برخه کړي.
محمدامین بسمل