رنګ، په شعر کې د هغه کارونه او
پیرمحمد کاروان
شعري شننه
رود دې د رنګونو کړم ، رنګينه يې
رود نه يم د زړه د وينو داره يم
دوکتور لطیف بهاند
” په دې ټولو رنګونو کې مې د مينې رنګ خوښ دی ، مينه چې له هر يوه رنګ سره لاس يو کړی ، بس هماغه رنګ د رنګونو پاچا ښکاري .”
رنگ ، د طبيعت د نورو اغيزمنو هستيو تر څنگ ، د تل لپاره يوه د پام وړ او اغيزمنه پديده پاتې شوې ده .
دغه پديده د طبيعت له زړه نه راپيدا شوې ده ، په هغه کې يې وده کړې ده ، په هرچا او هرڅه يې په خپل ډول اغيز لاره او لري يې .
انساني ليدنه او انساني طبيعت د نورو زياترو پديدو په پرتله له رنگ او د هغه له بېلابېلو ډولونو اغيزمن بريښي .
دا اغيزکېدای شي، روحي ، رواني ، فزيکي او ټولنيزه بڼه ولري. رنگ په انسانانو او په ټولي توگه په انساني ټولنه کې د ښکلا ، د خوښيو ، ناخوښيو ، د هوسونو ، د څرگندونو، د وير، د کرکې ، دسينگار او مينې له غورو نه پر غورو او يا بدو شيبو خپل اغيز په مخامخ او غير مخامخ توگه پرېږدي .
که څه هم رنگ د احساس او درک نه وروسته دپوهېدو پړاو ته رسېږي ، خو د هغه اغيز خورا چټک او زياتره تلپاتې وي.
په ورځني ژوند کې، له ډاره يې د رنګ الوتل ، له قهره شنه کېدل ، له شرمه سره کېدل، له درده ژېړېدل ، له رنځه تورېدل او نورې بېلگې د ټولنپوهنې او روانپوهنې له مخې هغه څه دي چې په هغو کې رنگ د يو چا يا کومې پېښې د کچې او اغيز اندازه لگوي .
ډاکتر لطیف بهاند
همدا راز د وير او غم په وخت کې د تورو جامو اغوستل ، د پېغلو سور ټکري ، د روحانيت سپينې جامې او نور بېلگې د پام او يادونې وړ دي .
له لرغونو زمانوراهيسې ، د ټولنو په سياسي ژوند کې ، هر هېواد ، هره سياسي ډله ، قامونو او يا مذهبي ډله ځان ته د پېژندنې او نښې رنگ لرلی دی . د ساري په توگه په وروستيو زمانو کې د نړۍ اسلامي ډلو شين رنگ ، چپي ډلو سور رنگ ، او ځېنو نورو ډلو سپين ، تور يا ژيړ رنگ د خپلې نښې لپاره کارولی دی .
په نننې ټولنه کې ، د رواني ناروغيو او رواني ناروغانو د تداوۍ لپاره د رنگ کارونه ، خورا لوى هنر او ماهرت بلل کېږي .
په اوسني ژوند کې د دود ، مود او ديزاين خبره او په هغو کې د رنگ کارونه ، په تېره بيا د کال په بېلابېلو موسمو کې د کاليو د رنگ ټاکنې د يوې خورا وړ اړتيا او پوهې بڼه پيدا کړې ده .
په پښتني ټولنو او ټولنيز ژوند کې ، د ژوند د اړيکو د لږوالي ، يا ښاري دود دستور نه د لري والي له امله ، د رنگ د ډولونو کارونه او هغه ته پام خورا لږ دي .
په دې ټولنو کې زياتره هماغه طبيعت ته نېږدې ، شين ، سور ، تور ، سپين او ژيړ رنگونه زيات يادېږي او په ورځني ژوند کې يې يادونه کېږي .
رنگ پېژندونکي زياتره وخت رنگ په درې ډوله ويشي او وايي چې لومړۍ ډله يې : سور ، اسماني او ژيړ دى . د دوي د وينا له مخې نور رنگونه د همدې لومړۍ ډلې له يو ځاي کېدو نه رامنځ ته کېږي او نور رنګونه بيا د لومړۍ او دوهمې ډلې له يو ځاي کېدونه جوړېدوکي رنگونه دي .
خو دلته خبره د رنگونو په فلسفه او د هغو د ودې په تگلوري کې نه ده ، دلته يوازې ، زموږ دشاعر ، د کاروان له خوا په خپل شعر کې د رنگونو د کارونې او په خپل شعر کې د هغه په لفظي مهارت او معنوي ارزښتونو کې ده .
کاروان په خپلو شعرونو کې د هر ډول رنگونو يادونه کوي ، د هغو له ارزښت نه د خپلو شعري تصويرونو په جوړولو کې کوډگره گټه اخلي ، خو دده د شاعرۍ تر لوستلو به د هر لوستونکي دې ته پام شى چې دده په شعر کې شين رنگ ، ځانگړى ځاى او يوه ځانگړې کارونه لري .
شين رنگ دده لپاره دهر څه نښه ده :کله د بري ، کله د نوغي ، کله دعقيدې او کله هم د شين سترگي دښن :
د خداي شين کتاب ، شين قران ، شين زړه ، شين اسمان ، شين سهار ، شين سمندر ، شين ستورى ، شين بگرام ، شين لستوڼى ، شين نښتر ، شين سترگی هوا باز ، شين ځنگل ، شين درياب ، شين جام ، شين طوطي ، شين زرغون طوطي ، شين گل ، شين دستمال ، شين همزولى ، د شعرشين کتاب ، د غزلې شين تورى ، د شعرونوشين همزولى ، شين لباس ، شين شال ، شين لباس ، شين د بوډۍ ټال ، شين بام ، شين چنډن ، شنې بنفشې ، شنې بنفشې ، شنې ټکې ، شنې درې ، شنه ښامار ، شنې اوبه ، شنې درې ، شينې جامې ، شنې ځيږې وزغنې ، شنې ونې ، شنې سترگې ، شنې لښتې ، شنې بڼکې ، ترشعر نه شنې بورې ونې ، شنې بڼکې ، شنې لمبې :
سرې او شنې لمبې پر تورې شپې کړه بلې
شنه پياله په سرو منگلو کې مشال کړه
٤٩-٢
، شنې غونډۍ ، شنې ويلې ، شنه خوبونه ، شنه غرونه ، شنه لستوڼي ، شنه دعا ، شنه ژبه ، شنه پرښته ، تکه شنه خندا ، شنه غېږ ، شنه بنگړي ، شنه وينه ، د زړه شنه کوتره ، شنه پرښه ، تکه شنه خندا ، شنه غنم ، شنه لښته ، په شنه چپن کې ناست پير ، شنه لاره ، شنه ونه ، د شنو ميو ښيښه ، شن شين خوب ، شين بخمل او نورو شنو څيزونو ، حالتونو او تصويرونو يادونه .
ما چې په دې اړه هرڅه فکر وکړ او دهغه د ښکلو شعرونو په نيلي مې هرې خواته ودانګل ، ومې نه شو کړاي ددغو ترکيبونو او خيالاتو موخه ځانته څرګند کړم ، نو ځکه مې له خپل د خوښې شاعر پيرمحمد کاروان سره د زړه خواله وکړه ، خو بياهم قانع نه شوم ، بيا مې دا پوښتنه په ليکنه بڼه ده ته وسپارله چې تر یونیم کاله وروسته يې راته وليکل ، کاروان ليکي :
د استاد بهاند د يوې پوښتنې په ځواب کې :
ښاغلي استاذ بهاند صاحب رانه پوښتلي چې له کومو رنګونو سره مې ډېر زړه تړلی دی ؟
ډېره سخته پوښتنه ده . په سر کې به دا عامه مفکوره او نظريه وړاندې کړم چې وايي :
“هر رنګ ښکلی دی خو چې په خپل مناسب ځای کې وکارول شي”غني بابا يو وخت ويلي وو:
(( لا لک ها زره کتابه
ما دا يو ټکی زده کړی
چې دا تورهم ښايسته شي
چې د يار په زنه خال شي))
ويل کېږي چې کله محمد (ص) معراج ته وخوت ، نو په آسمان کې د جنت حورو پوښتنه ترې وکړه چې پيغمبره موږ ته دې له دنيا نه کومه تحفه راوړې ده ؟ وايي پيغمبر ( ص) موسک شو او ورته وې ويل :
-ستاسو د ټنډو او زنو د خالونو له پاره مې د بلال تور رنګ راوړی دی . ))
انسان چې دنيا ته سترګې غړوي ، له رنګ سره آشنا يی پيدا کوي . د رنګونو ترڅنګ ، خوند ، لمس او احساس هم همدغسې در واخله . وايي اوبه بوي او خوند نه لري . خو که موږ پر خپلو حافظو او حواسو زور راوړ د اوبو خوند او رنګ هم پيدا کولی شو . حمزه بابا وايي :
-دا بې کاري ګوندې څه کار نه دی .
زه به دلته دحمزه په تقليد ووايم :
دا بې رنګي ګوندې څه رنګ نه دی؟
دا بې خوندې ګوندې څه خوند نه دی؟
استاد بهاند!
زه چې په ماشمتوب کې ،په کوم کورکې اوسېدم ، زموږ د هغه کور مخې ته د اوبو شنه وياله بهيده . زه فکر کوم چې اول ځل به د همدې تکي شينې ويالې د رڼو اوبو رنګ زيات زما په زړه کې ځکه ناست وي چې اوبه يې ډېر تيزې او خطرناکې نه وې . ما به ډېر وخت په همدې اوبو کې لاسونه او پښې وهل ، په کې لمبېدم به او کټ کټ په په کې خنديدم . د اوبو همدا شنه وياله زما د پاره دلوبو ګوډۍ وه . زما د ماشمتوب ملګرې وه او ورسره لوبېدم به . داسې انګېرم چې د رڼو اوبو همدې شنې ويالې ماته دا احساس راکړی وي چې ګوندې زه هم يو څوک يم . يعني د يو کار کولو توان لرم. په اوبو کې لامبم او وړي مې نه . اوبه په وړو لاسونو وهم ، خو نه مې لاسونه خوږوي او نه څه راته وايي . نو د نورو رنګونو تر څنګ مې د اوبو دا بې رنګه او مهربانه رنګ هم په زړه کې ناست دی .
کله چې لږ غټکی شوم په جومات کې مې سيپاره ويله . د جومات تر څنګ بياهم د هماغه غځېدلې ويالې پر غاړه د ګلابو څو بوټي وو . کله به چې ګلاب ګل شول ، سره ګلونه به يې وکړل ، نو وږمې به يې جومات ته راتلې او دا وږمې به د سيپارې له الف او بې سره راته ګډيدې او په ذهن کې مې کېناستې . ماشمتوب ؤ ، کله کله به مې چې په غلا له همدې ګلابونو يونيم ګل هم راشکاوه ، يونيم اغزي به مې هم وړې ګوټې خوږ کړې. دې ګلابونو ته به موږ په کليواله لهجه د تورې مرغۍ ګل وايه . د تورې مرغۍ له ګل سره تورې شپې رايادې شوي .
د روژو په میاشتو کې به مې پلار تر پيشلمي وروسته جومات ته تلو. زه به هم ورسره تلم . له ستورو ډک شينکی آسمان راباندې ډېر خوږ لګېدو . ما به چې ستورو ته کتل ، نو داسې به چې انګېرل چې دا هر يو ستوری ماته څه وايي ، خو زه ماشوم يم او په ژبه يې نه پو هېږم .
موږ کلی دغرونو په لمن کې اوسېدو او خړ خاورين کورونه مو وو . دا خړ رنګ مې هم بدې نه راته ، لا راته ګران و . ځکه دهمدې خړو کورونو د ديوالانو د ننه د مور په نوم د ځمکې د سر پرښته وه . د پلار او خويندو په نوم د مينې موجودات وو . د کور په برينډه کې د توتکيو ځاله وه . تورې توتکۍ راباندې ګرانې وې . له دوی سره مې يو ډول زړه تړلی و . مور راته ويل چې دا به ولې هم نه ، د دوي ويشتل ګناه لري ، دا فقيرې مرغۍ دي .
کله چې د ژمۍ وروستۍ شپې شوې ، نو يو سهار به ناڅاپه زموږ انګړ ته دا تورې توتکۍ راغلې . غچ غچ به يې وکړ .
په آوازکې يې يو عجيب خوند و . اخ چې اوس يې هم يادوم يو ډول ورک او هېر سرور احساسوم . د هغوی د بچو تکې ژېړې تنکۍ مښوکې مې اوس هم په زړه کې خوږې خوږې مښوکې وهي . او په زړه کې ورکې سندرې راپيدا کوی . هر کال به چې زموږ د کور انګړ ته توتکۍ راتلې ، نو مور به مې ورته ويل :
- توتکۍ ستړې مه شې. زه به په زړه کې خوشاله شوم . ما به ويل چې زما مور د توتکيو په ژبه هم پو هېږي . پلار به مې د شاتو مچۍ ساتلې. په ځنګلونو کې به پسې ګرځېده . کله کله به يې زه هم له ځانسره ګرځولم. د ځنګلونو له يو ډول شنه غباره ډکه فضا مې خوښېده . رنګ رنګ ګلونه او وحشي وحشي بوټي دا ټول راته ښکلي وو. د شاتو د مچيو ملکه ، اخ چې څومره ښکلی زرين رنګ لري . چې په ګوتو کې يې ونيسې ، داسې پسته پسته ده چې د پوستوالي احساس دې آن زړه ته لاره کوي .
زموږ د کور مچيو به له شا وخوا غرونو رنګا رنګ ګلونه په خپلو وزرونو کې راوړل . دا رنګونه به ټول خواږه لګېدل . پلار به مې چې په شاتو پسې د شاتو د صندوق ((ټمبکې))تخته کړه، نو کتار کتار د شاتو تختې به په کې وې. د شاتو پر ځينو تختو به تورې مچۍ ناستې وې . له شاتو به خوږ بوی لټېده. د رنګ او بوی دا منظره هم راته ښکلې ښکاريده. پلار به مې ماته د شاتو شخوند په خوله کې راکاوه . پلار مې راته د خوږوالي او مهربانۍ سمبول ښکاريده. زموږ د کلي چاپېره د شنو غنمو ، وربشو او جوارو کروندې وې. هر يوه موسم به يې بيل خوند او رنګ درلود . دا ښکلا به هغه وخت يو په دوه شوه چې لمر به په دې واورو ولګېده .
زموږ په کلي کې باغونه خو يا نه شته ، که وي هم بس يو نيم دی. دا ځکه چې خلک ډېر دي او ځمکې لږې . خلک د ميوو او ګلونو پر ځای غلې دانې ته ډېر اړ دي. هغه ګل چې تر نورو غرنيو ګلونو يو څه ډېر دی ، د غوجره ګل ورته وايي. د غوجره د ګل رنګ تک ژېړ دی. يو مخصوص بوی لري. کله چې ګل له بوټي راوشکول شی ، بيا يې بوی هم مړ شي. دغه د غوجره تک ژيړ ګل مې، تر نورو غرنيو او صحرايي ګلونو ډېر خوښېده . دغوجره بوټي زموږ د کلي په دښته کې داسې لښکر لښکر ولاړ وي . له يو متر نيولي ، تر دوو درې متر ځواني (قد) لري. دغرونو په لمنو کې هم ډېر دي ، په پسرلي کې ددې ژېړو ګلونو څپې يوه عجيبه ښکلا راولي . د غوجره د ګلونو په وجه دې ژېړي رنګ هم زما په زړه کې ځای نيولی دی .
د غوجره دګلونو په موسم کې ديوې مور یو زوی چا وژلی و، نو کله به چې د غوجره د ګلونوبل موسم راته ، بوري مور ته به خپل شهيد زوی ورياديده. دغه لنډۍ له هماغه وخته پاتې ده :
د غوجره په ګل يې مړ کړې
چې غوجره په وطن ګل شي وژاړمه
د غوجره د ګل په باب څه نورې لنډۍ هم شته ، وايي :
خدای به دې بيا راته موتاز کړي
د غوجره تر ګل نه ژېړه خوله لرمه
په تورو غرو کې دې بندي کړم
نور مې را پرېږده ،غوجره ګل شوي دينه
استاد ګله!
زما د خوښۍ د رنګونو کيسه اوږده ده . کله راته يو رنګ د ښکلا پر څوکۍ کېني . کله بل . هغه د پښتو لنډۍ ده :
مخ دې په سپين کې سرخي وايي
لکه خاسه چې پر ګلاب وغوړوينه
يا زما شعر دی:
زموږ د کلي هغه دنګه جينۍ
هغه په سپين کې غنم رنګه جينۍ
لنډه داچې دا ټول رنګونه د خدای د کايناتو د ښکلا څرګندوي دي . مختلف رنګونه په مختلفو حالاتو کې ځانونه ښيي ، ځينې حالتونه رنګونو ته ښکلا ورکوي .
لنډه دا چې په دې ټولو رنګونو کې مې د مينې رنګ خوښ دی . مينه چې له هر يوه رنګ سره لاس يو کړی ، بس هماغه رنګ د رنګونو پاچا ښکاري . که په مينه چا يوه ښنه پاڼه هم راکړې دګلانو او نرګسو تر سلامتې باغچې په کې ډېره ښکلا پټه ده . مينه که د اوبو په بې رنګۍ کې ده ، که په تکو سپينو اوښکو کې او يا په رنجو لړو اوښکو کې ، بس مينه چې د هر رنګ تر شا ولاړه ده ، هغه رنګ نو داسې رنګ دی چې په زړه ، ذهن او اروا خوږ لګېږي . هغه زموږ دخلکو شعر ته ، ورته متل دی چې وايي :
خوب چې درشي ، بالښت نه غواړي
زړه چې مين شي ، ښايست نه غواړي .
که څوک په سرو جامو کې ښه ښکاريدلي ، په سره رنګ يې مين کړی يم ، که څوک په سپينو ، تورو ، شنو ، ژيړو او نورو رنګونو کې ښه ښکاريدلي ، له همهغو رنګونو سره مې مينه پيدا شوې ده . دا رنګونه يوازې په څوک او چا پورې محدود نه دي ، تر موسمونو ، مکانونو او وختونو پورې هم ورغځېدلي دي . ))
د کاروان له خوا ماته لیکل شوې کرښې .
که څه هم زما په دې خبره سرخلاص نه شو ، چې ولې د کاروان شين رنګ خوښېږي ، يا ولې هغه ډېر کاروي ، خو په دې پوه شوم چې دی د خپل شاعرانه استعداد له برکته هر رنګه چې دده خوښه وي ، د هر رنګ له رنګه د خپل شعر د رنګينۍ لپاره کار اخستي شی :
ستا له رنګ مې ډکه لپه واخيسته
خيال مې د رنګونو ژرندګړی دی
له تاند څخه په مننهدنښتر درنو لوستونکو!
دقدرمن کاروان صاحب درنګونو دنیا ډول ډول ځانګړتیاوې لري ځکه خویې تعظیم په کار دی دا هم باید ومنو، چې د ډاکترصاحب بهاند په لیکنه کې بیایوبل ډول ملغلرې پېیل شوې دي.
که له ډېرو خبرو یوازې رنګ او رنګونو ته پام راواړوو نوپه رښتیا هم چې رنګونه دبن ادم په روح او روان ژوراغېز لرلی شي.
ماهم په یو غزل کې رنګ کارولی هغه داسې:
رنګ اخلم له ګلوګلورین لرم نیګار زه
هرڅوچې یې وینم نه مړېږم په دیدار زه
دلاندني لینک په کښېباسلوسره پورتنی غزل په
مکمل ډول لوستلی شئ:
http://nakhtar.bloguna.tolafghan.com/posts/19903
محمـــدامین بســــمل