نخـــــود مو د وجــــود دفاعـــي سیســـتم قــــوي کـــوي
نخود د زړه د روغتیا لپاره سالم خواړه بلل کېږي. نخود پخپل جوړښت کې ډېر کم غوړ لري او د هغوی لپاره چې نه غواړي ژر چاغ شي، خوړل یې ګټه لري.
نخود د لوبیا په پرتله ایله ۳ سلنه غوړ لري، پداسې حال کې چې لوبیا ۴۰ سلنه غوړ لري او تر غوښې وروسته لوبیا دویم نمبر مقوي غذا بلل شوې ده.
په نخودو کې پروتینونه، اسیدونه، کلسیم او فیتو استروجن هم شته، چې د انسان وجود ته خورا ګټه لري.
د حبوباتو په ډله کې نخود پر پورته ذکر شویو ګټورو موادو نشایسته، کلسیم، فسفر، اوسپنه، پتاشیم، غوړي، مس او په ویټامین A سربېره B1 او B2هم لري.
هغوی ته چې له جنسي کمزورۍ شکایت لري د نخودو د زیات استعمال توصیه کېږي او د مېرمنو لپاره د میاشتنۍ ناروغۍ پرمهال ددې خوړو د زیات کارولو ګټه هم مثبته ده.
د نخودو په خوړلو پسې وروسته سملاسي اوبه څښل تاوان لري او د زړه درد، ګېډې درد او معدې درد پیدا کوي.
هغوی چې ډېر نخود خوري پوستکی به یې زر نه ګونځې کېږي او د ملا درد لپاره هم ښه دي. اوس چې د ژمي یخې ورځې دي د نخودو خوراک مو د زکام له ناروغۍ هم ژغورلی شي او پخپل ګرم خاصیت سره ستاسو د وجود دفاعي سیستم غښتلی کوي.
نخود مو هډوکي له ورستېدو څخه ساتي او د غاښونو په روغتیا کې هم درسره مرسته کوي. که چېرې جوش کړي نخود له شاتو سره ګډ شي او په بنداژ کې وتړل شي، نو د زخم د ټکور لپاره ښه نسخه ده.
له محور ورځپاڼې څخه په مننه
دنښترویبلاګ یادښت:
نښترویبلاګ دسیاسي،ادبي،اقتصادي اونوروټولنیزومطالبوترڅنګ ګټورروغتیايي مطالب هم خپروي.
روغتیا دخدای تعالی ج هغه لوی نعمت دی چې باید شکرپرې وباسو.
موږدپوره روغتیا لرونکي کسان دنړۍ په مخ ترټولوبختورکسان ګڼو.
دپوره روغتیاحاصلول خویوڅه دانسان په ټینګ عظم پورې هم تړاولري مثلأ:
که موږخپلې ورځنۍ غذايي اړتیاوې پوره اوزیاتی پکې ونه کړونود پوره روغتيا حاصول به راته اسانه وي.
دطبعت په بختوره لمن پاک رب موږ ته هرډول نعمتونه ایښي خوموږ یې یاپه قدر نه پوهېږویاخویې دویش په سر جګړې کوو، بل ته هیڅ خوځان ته هرڅه غواړو ځکه خودنړۍ په مخ دکرکې او جګړې توره کمپله هواره ده.
راځئ ژوند ته دژوند په سترګه وګورو ، دژوند بقا اوښکلاپه سوله کې ده ښه به وي، له یوبل سره سوله او مرسته وکړو ترڅود ژوند او روغتیا مهمې اړتیاوې پوره کړای شو.
دیادولو ده چې تازه او وچې مېوې زموږ روغتیايي اړت