جېمزډابینز:

که امنیتي موافقه لاسلیک نه شي، په افغانستان کې کورنۍ جګړه پیلېږي

Dubbins

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازي د افغانستان حکومت ته خبرداری ورکړی چې که امنیتي موافقه لاسلیک نه کړي په افغانستان کې به کورنۍ جګړه پیل شي.

د چین سنهوا خبري اژانس وايي، دا خبره نن /یکشنبه/ یوه افغان چارواکي ورته کړې ده.

د دغه خبري اژانس د راپور له مخې، افغان چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، وویل، جېمز ډابینز دوې ورځې مخکې له ولسمشر کرزي سره ولیدل او د دواړو خواوو ترمنځ کړکېچنه غونډه بې نتیجې پای ته ورسېده.

دغه افغان چارواکي وویل، ډابنیز له ولسمشر کرزي سره په خبرو کې وویل:«که دوه اړخیزه امنیتي موافقه لاسلیک نه شي، افغانستان به د سولې مخ ونه ویني. کورنۍ جګړه به پکې پیل شي.»

د افغان چارواکي په وینا ډابینز په خبرو کې له افغانستانه د ټولو پوځیانو د ایستلو یا د صفر پر انتخاب هم ټینګار کاوه، یعني که دوه اړخیز امنیتي تړون نه وي په افغانستان کې د امریکايي پوخیانو حضور ته اړتیا نشته.

پرون د امریکا دفاع وزیر هم له افغانستان سره د امریکا امنیتي موافقه ضروري وبلله خو ویې ویل چې په دې اړه له ولسمشر کرزي سره نورو خبرو ته اړتیا نشته ځکه څه چې باید کرزي ته ویل شوي وای، هغه ویل شوي دي.

 کرزي ویلي چې له ګوانتنامو څخه دې افغان بندیان خوشي شي، د افغانانو پر کورونو دې د حملو د بندېدو تضمین ورکړای شي او د افغانستان د سولې لپاره دې خبرې پیل شي.

جېمز ډابینز له ولسمشر کرزي سره له کتنې وروسته اسوشیتد پریس خبري اژانس ته وویل چې ده له ولسمشر کرزي سره ولیدل او له طالبانو سره د پخلاینې د هڅو په باب یې له هغه سره هم خبرې وکړې.

ډابینز وویل، له طالبانو سره د سولې خبرې له دې کبله له خنډ سره مخامخ دي چې طالبان خبرې نه کوي.

ده وویل:« حقیقت دا دی چې د امنیتي موافقې پر سر موږ هیڅ پرمختګ ونه کړ. تېرې خبرې تکرار شوې. ما دا توضیح کړه چې دا موافقه ولي د بې یقینۍ او ناڅرګند چاپېریال د ژر تر ژره له منځه وړلو لپاره مهمه ده.»

دا خو دجمیزډابینز خبرې دي هغه ددفاع وزیریې بیاپه لاندې ډول ټانټې ژويي:

د امريکې دفاع وزير ويلي، چې بسم الله خان د امنيتي تړون د لاسليکولو ډاډ ورکړی دی.

 

د امريکا دفاع وزير چک هېګل، افغانستان ته د خپل سفر پر مهال د دفاع وزير بسم الله خان محمدي سره تر ليدنې وروسته ويلي، چې نوموړي ډاډ ورکړی، چې امنيتي تړون به لاسليک شي.

د يادونې ده، چې هېګل په افغانستان کې له حامد کرزي سره د ليدنې پروګرام نه درولود او ښايي د بسم الله خان سره دا ليدنه به يې د فشار په توګه کاروله خو ځينې کارپوهان بيا وايي، چې دغه ليدنه له ناچارۍ تر سره شوه.

د امريکا دفاع وزير په داسې مهال کابل ته سفر کړی، چې حامد کرزی د ايران په لور د سفر نيت کړی و.

د امريکا لخوا مخکې داسې څرګندونې شوي وې، چې که کرزی امنيتي تړون نه امضا کوي، د دفاع وزير او يا هم د بهرنيو چارو وزيران يې هم لاسليک کولی شي، خو د ارګ لخوا په غبرګون کې وويل شول، چې دوی دغه صلاحيت نلري.

له تاند او روهيي ویبپاڼوڅخه په مننه