بسم الله الرحمن الرحيم 

د فاتحــې خبرتیا

إِنَّا لِلّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعونَ 

حاجي عصمت الله میوند (مشهور په حاجي)،صفت الله میوند، بشیراحمد میوند، نذیراحمد میوند او نور دوستان یې،د حاجي عصمت الله میوند د مور حجاڼۍ بي بي حوا د مړیني له کبله چي جنازه یې مخکي خاورو ته سپارل سوې ده. ټولو دوستانو ته خبر ورکوي چي د مرحومي بي بي حوا فاتحه د نارینوو دپاره د مېرویس نیکه په جامع جومات کښي دیکشنبې په ورځ (د نومبر د میاشتي څلیرویشتمه) د ماپښین د ۱ تر ۳ بجو پوري په لاندني پته کښي اخیستله کیږي۰

ستاسي د راتګ په هیله: حاجي عصمت الله او دوستان یې

د جومات پته او معلوماتي ټیلیفوني شمېره په لاندي ډول دي:

Afghanische Gemeinde  M. D. e. V.

Machtlfinger Str. 10

81379-München

صفت الله میوند۰۱۷۹۲۰۵۳۴۸۲

وخت اونېټه:

 یکشنبه 24.11.2013, 13:00 - 15:00 Uhr

دحضرت محمد(ص) حادیث: د انسان په مړیني سره د هغه عملنامه پای ته رسیږي، مګر پرته له درو څېزونو چي د مړیني وروسته هم ومړي ته ثواب رسوي:

لمړئ چي ده په دنیا کې دخیر کارکړی وي او هغه جاري وي(صدقه جاریه).

دوهم چي ده په دنیا کښي ګټورعلم پرېیښی وي او نور ګټه ځيني اخلي.

دریم دده صالح اولاد چي دعاورته کوي.(صحیح مسلم)

 دنښترویبلاګ ادارې دژورې خواشیني اوغمشریکي پیغام 

موږ دمحترم حاجي صاحب عصمت الله میوند مرحومې مورته له الله تعالی ج څخه دفردوس جنت او درنې کورنۍ ته یې دجمیل صبر غوښتنه کوو او په دې درانه غم کې خپل ځانونه ورسره شریک ګڼو.

دلته په مونشن ښارکې له موږ سره مېشت قدرمن حاجي صاحب عصمت الله میوند په ټولو افغانانو کې یو محبوب کس او زموږ یو خورااخلاص من ورور دی چې په هرکلتوري پروګرام کې یې له موږ سره صادقانه مرسته کړې اوهیڅ وخت یې له موږ سره نا غېړي نه ده کړې.

رب العلمین دې عوضونه ورکړي کوریې مدام ودان.

 محـمدامــین بســـــمل