رسنۍ: ملا برادر ترکيې ته سفر کړی.

 د پاکستان د (( امت)) ورځپاڼې د رېپوټ له مخې، د طالبانو دوهم لوړ پوړی غړی ملا عبدالغني برادر په هکله ويلي، چې نوموړی په ظاهر کې په پېښور کې دې او له استوګنځي نه يې ساتنه کيږي، خو حقيقت دا دی، چې نوموړي ترکيې ته سفر کړی دی.

د دغه ورځپاڼې د رېپوټ پر بنسټ، ملا برادر به په ترکيه کې نه يوازې د طالبانو له پلاوي سره وګوري بلکي له نورو ډلو سره به ليدنه ولري.

تر اوسه د ملا برادر د سفر په هکله په رسنيو کې څه نه دي ويل شوي او ويل کيږي، چې دا سفر په پټه تر سره شوی دی او دا هم څرګنده نه ده، چې د کوم هېواد په مرسته شوی.

په لومړي سر کې هم داسې غوښتنې موجودې وې، چې ملا برادر دې تر خوشي کيدو وروسته درېيم هېواد، سعودي عربستان او يا هم ترکيې ته واستول شي.

له روهي ویبپاڼې څخه په مننه

دنښترویبلاګ یادښت:

دنښترویبلاګ درنو لوستونکو!

د ملابرادر اخوند دخلاصون، ځای ځایګي او وضعیت په اړوند دقیق مالومات څوک نه لري کوم څوک چې دا مالومات لري هغوی چاته پاک حال نه وايي.

داچې ددې معما ترشاڅوک او کومې معاملې په پام کې دي دا به وخت را بربنډې کړي وګورئ:

که تاسو دتېر کال ډسمبرمیاشتې په وروستیو کې دنښترویبلاګ خپرونې لوستې وي خامخابه مو د ملابرادر دمړینې په اړوند کوم خبر ترسترګو شوی وي.

داچې تېرکال ولې او دکومو اغراضو لپاره دهغه دمړینې اوازې خپرې شوې دانوتاسې پخپله مالومه کړئ موږخو لا په هغه وخت کې په دې اړوند شک درلود تاسو کولای شئ په لاندې لینک کې زموږ ددې خبرې سپیناوی وکړئ:

http://nakhtar.bloguna.tolafghan.com/posts/19260