دمحــــترم ډاکترصاحب روســـــتار تره کــــي مرکـــه
استاد روستار تره کی چې یوه نیمه میاشت په خپل هېواد افغانسان کې وه او اوس بیرته د خپل مهاجرت کور فرانسې ته راګرځیدلی موږ ورسره د هېواد پر حالاتو لنډه مرکه کړې چې د درانه استاد تره کي نه په منننې یې د دعوت درنو لوستونکو او مینه والو ته وړاندې کوو. د دعوت اداره
په دولسو کلونو کې، امریکا او ملګرو یی د طالبانو سره د جګړې تر نامه لاندې، په هغه جغرافیایی سیمه کي چه پښتانه په کښي اوسیږي، په وحشتناکه جنګي جنایتونو باندې لاس پورې کړي۔ دوي د انتخاباتو تر پلمې لاندې قومي لږکیو پورې تړلي جنگې جنایت کاران، د ولس په برخه لیک باندې واکمن وګرځول۔.پښتانه يي د سیاسي حق نه بې برخې کړل
:بزګر
تاسې چه د هیواد نه د یوه نیم میاشتني مسافرت څخه وروسته د مهاجرت کور یعنې اروپا ته بيرته راوګرځیدې هلته عمومي وضع څنګه وه ؟
: تره کي
په اقتصادي برخه کې د تجارتي پانګوالې نظام لمړني بنسټونه د ودې په حالت کې دي. خو د دولت د کنترول د نشتوالې له کبله اقتصادي پرمختګ وحشي بڼه غوره کړې ده ۔ د انجیوګانو فعالیتونه د هیڅ ډول قانون تر څارنې لاندې نه ترسره کیږې. د اقتصادې تړونونو په چوکاټ کې د بهرنیو پانګه والو سره مسلکي، تخصصي او ملي چلند نه کیږې ( د مثال په توګه د عینک د مسو د کان تړون د نیمګړتیاو له کبله، له سره تر کتنې لاندې نیول شوې ).
د جګړې په شرایطو کې وارداتي مافیایی اقتصاد د سیمې د هغو قاچاق وړونکو شبکو له خوا چه په واکمنې کې يي نفوذ موندلي اداره کیږي۔ دغه حالت دعام ولس او شتمنې طبقې تر منځ واټن رامنځته کړې۔ ښارونو ته د نا امنو سیمو څخه د کلیوالو د کډې له کبله، بیوزلی په يو ټولنیز ناورین بدله شوی ده. د آزاد بازار اقتصادي سيستم، چه پرته د ټولنیزو حقونو په پام کي نيولو نه، په افغانستان باندې تپل شوې دي د عام ولس ورځني ژوند يې له ستونزو سره مخ کړی دی.
د تجارت د بیلانس ناانډولي ( ۷ ملیارده ډالر واردات د ۵۰۰ ملیونو صادراتو په وړاندې ) په ډاګه کوي چه په افغانستان کې د تولیدي اقتصاد په برخه کې کار ندې شوې.
منځګړې طبقه (۴ ملیونه، د نفوس په سلو کې ۱۵) چه د دیموکراسي ستنې جوړوي د اقتصاد د نا اڼدولې ودې له کبله د پام وړ حضور نلري.
په ټولنیزو چارو کې بې له دې چه واقعیتونه په نظر کې ونیول شي، د ښځو حقونو ته د اروپا په ستندرد پام اړول شوې۔ خو په واکمنی کې د جګړه مارانو او مفسدینو د شته والې له کبله هغه بشري حقونه چه عدالت سره په تړاو کې دي، په څنګ شوي دي۔ جنګي جنایت کاران او د بشري حقونو ضد کسان د بهرنیو هیوادونو په ملاتړ د حکومتي امتیازاتو او غنیمتونو نه په ګټه اخیستنې سره آزاد او بې پروا چکر وهي۔ امریکا د دې په ځاي چه خپل جنگي ماشین وژونکې قوت د جنایت کارانو په وړاندې وکاروي د مقاومت د ځپلو په مقصد يي د دوي سره ګده جبهه جوړه کړې ده.
دیموکراسي چه د بي ۵۲ په وسیله ساتل شوې د بهرنیانو د وتلو نه وروسته ناڅرګند برخه لیک ته انتظار باسي.
قومي لږکیو پورې جنگي ډلي ټپلي بهرني اشغال ځانته تاریخي غنیمت ګڼي۔ دوي فکر کوي چه د بهرنیانو په وتلو سره بهرني ملاتړ او ورسره جوخت امتیازونه له لاسه ورکوي۔ له همدې کبله د اشغال او جګړې د اوږدیدو لارې چارې لټوي۔
د جګړې نه زیږیدلي فاسد اشرافیت، ټولټاکنو، د جګړې دوام او ورسره د اوسني نظام د بقا د لاسوند په توګه ګورې.
په کولتوری چارو کې د پام وړ بدلون محسوسیږي۔ د مطبوعاتو او میډیا آزادي د سیاسي شعور د ودې په مقصد ګټه وره ثابته شوې ده۔ خو په میډیا باندې د دولت د څارنې د نشتوالې له امله ځاي یی د بهرنیانو او په ځانګړې توګه د ګاونډیانو مالي، فرهنګي او سیاسی ملاتړنيولي دي او مطبوعات يي د ملي رسالت نه بې برخې کړې دي.
سیاسي دوکانداران او ټیکه داران چه د بهرنیو استخباراتي شبکو سره تړاو لري، میډیا چلوي۔
بزګر :
د سیاسی ائتلافونو د بازار معامله څنګه ارزوې ؟ د نوموړو ائتلافونو په اړه مدیا څه رول لوبوي ؟
تره کي :
په افغانستان کې د سیاسي شخصیتونو ډيره برخه د بهرني زر او زور زیږنده ده او دوي ته د بهرنیانو د ګټو په محور باندې جوړو شوو مصنوعي مخلوقاتو په سترګه کتل کیږي۔ بهرنیان روزل شوې کسانو ته د سیاسي تشخص په مقصد پیسې او تبلیغاتي امکانات برابروي۔ د هغه په بدل دوی د بهرنیانو د ستراتيژۍ په استقامت دریځ نیسي. که جګړه ماران لکه محقق او دوستم د فدرالیزم تر پلمې لاندې د افغانستان د ټوټه کیدو په اړوند د باندې غونډې جوړوي او خبرې کوي یا علي احمد جلالي د طالبانو په ضد د امریکا جګړه ایز سیاست په تآئید څه وایی، بي بي سي، امریکآ ږغ او خرڅه شوې کورنۍ میډیا لکه د آریانا تلویزیون په طرفه العین هغه تر تبلیغاتي پوښښ لاندې نیسي خو خپلواک او ملي شخصیتونو ته چه د اشغال او جګړی د بندیدو او د سولې د تآمین په اړه خبرې وکړي امکانات نه وربرابروي.
میډیا د بهرنیانو په لاس د سیاسي شخصیتونو د جوړولو یوه وسیله ده۔
سیاسي ائتلافونه د سیاسي تصنعي جوړ شوو شخصیتونو ترکیب ګنل کیږي چه د بهرنیانو په واسطه د ټاکل شوو ستراتيژیکو موخو د پاره د کړکیچ نه ډک سیاست بازار ته وړاندې کوې او د نړیوال نظامي ائتلاف د غوښتنې پر بنسټ په چټکۍ بدلون مومي۔ نوې ګوداګي لوبغاړي د نوې سیاسي نسخې او د نوې نوم او نشان سره ډګر ته ورننوځي۔ که موږ ومنو چه د ملک واک د افغانانو د لاسه وتلې دي، باید اعتراف وکړو چه د خپلواک سیاست په چلولو کی بې وسه یو.
بزګر :
تاسې د حکومتي چارواکو سره لیدنه کتنه وکړه که نه ؟
تره کي :
دا په وروستیو لسو کلونو کې هیواد ته زما دریم سفر وه۔ سفر د شخصي چارو د اجرآ په مقصد تنظیم شوې وو.
په اروپا او افغانستان کې زموږ د ملګرو له خوا د پنځه وروستيو کلنو راپديخوا د سولې د یو پروگرام په چوکات کې د ذیعلاقه اړخونو سره د خبرو اترو يو بهیر روان دي چه په کابل کې ورباندې لا ډير کار وشو.
د حکومتې چارواکو سره تماس ندې نیول شوې۔ دلیل یی روښانه ده۔ د کابل لاسپوڅې حکومت د سولې او جګړې په اړه د تصمیم نیولو واک نلري۔ حکومت د جګړه مارانو په قبضه کې ایسار دي۔ جنګي ډلي ټپلي سوله د خپل مرګ د فتوا په معني تعبیروي.
اوسمهال سوله د امریکا او د کابل واکمني د جګړه ایز دریځ سره په ټکر کې قرار لري.
بزګر:
امریکا ولې د سولې د پروسې سره مخالفت کوي ؟
تره کي :
د سولې سره د امریکا مخالفت ګن شمیر لاملونه لري۔ د هغې جملې نه :
ــ په یو قطبي نړي کې تر ډيري اندازې پورې سیاسي اخلاق، حقوق او د دیپلوماسۍ ضوابط د زور زیاتي تر اغیز لاندې حاشیی ته لویدلې دي. په افغانستان او عراق باندې یرغل او د سوریي په وړاندې د جګړې ګواښ ښئي چه امریکا جګړه د قاعدې او سولې د استثنآ په حیث منلې . دیپلوماسي او سیاست د امریکا په بهرني سیاست کې د پام وړ ځاي نه لري۔
ـ امریکایي نظامي او ملکي چارواکو همیشه ویلې چه موږ تر هغه وخته پورې جګړې ته ادامه ورکوو چه د وسله والو مخالفینو جنگي وړتیا کمزورې شي۔ د سولې په راتلو سره په افغانستان کې د امریکا د نظامي حضور منطق له منځه ځي۔ په سیمه کې د افغانستان کنترول د « توپ د تختي» په حیث د امریکا د لاسه وځي۔
ـ په دولسو کلونو کې، امریکا او ملګرو یی د طالبانو سره د جګړې تر نامه لاندې، په هغه جغرافیایی سیمه کي چه پښتانه په کښي اوسیږي، په وحشتناکه جنګي جنایتونو باندې لاس پورې کړي۔ دوي د انتخاباتو تر پلمې لاندې قومي لږکیو پورې تړلي جنگې جنایت کاران، د ولس په برخه لیک باندې واکمن وګرځول۔.پښتانه يي د سیاسي حق نه بې برخې کړل۔
امریکا سوچ کوي چه که د سولې د پروسې په پایله کې طالبان د واکمني د یو اړخ په توګه مطرح کیږي، په افغانستان کې به امریکا سره یو دښمن حکومت رامنځته او په سیمه کې به د امریکا ستراتيژیکې ګتې تر پوښتني لاندې راشي.
بزګر :
امریکا کابل لورې ته اخطار ډوله پیغام ورلیږلې چه د اکتوبر تر میاشتي پورې امریکا ته د نظامي هډې د جوړولو امتیاز په ورکولو کي بیړه وکړي. په دي اړه څه ویل غواړې ؟
تره کي :
په نوموړې پیغام کې د دیپلوماسي ژبه کارول شوې نده ۔ دا د ارباب او مزدور تر منځ د ارباب د قهر او تحکم هغه ژبه ده چه په منځني پیړي کې به مطلقه سلاطینو د مفتوحه مستملکاتو حکمرانان مخاطب ګرځول۔
امریکا پدې باندې پوهیږي چه د کابل اوسني واکمني د افغانستان د ملي ګتو جوګه کیداي نشي او باید د ټاکنو په وجه د ړنګیدو نه مخکې ورسره معامله وشي .
په افغانستان کې په نږدې راتلونکې ټاکنو کې د اوسني حکومت د ګمارل شوو کسانو نه د امریکا د ملاتړ ژمنه، امریکا ته د کابل حکومت په وړاندې د معاملې یو لاسوند ور په برخه کوي۔ کابل حکومت په قدرت کې د پاتې کیدو په بدل کي دیته چمتو کیږي چه امریکا ته د نظامي اډی امتیاز ورکړي . په پایله کې راتلونکې حکومت به چه احتمالاً د مقاومت سره د سولې زیږنده وی د یو انجام شوې عمل سره به مخامخ شي ۔
نظامي اډې امتیاز د بمباریو تر فشار لاندې ؟
نظامي اډې امتیاز د نیم ملیون بیگناه افغانانو د وژلو په بدل کي ؟
نظامي اډې امتیاز د افغاني ټولنې د ارزښتونو د ورانولو په ځاي ؟
د نښو نښانو نه څرګندیږي چه په یو قطبي نړۍ کې نظامي برلاسي امریکایی جنرالان د قدرت په نشه او مستي کې دومره ډوب کړې چه د مقاومت د ټوپک د شپیلي د اوریدو او د خپلو عسکرو د مړو د لیدو وړتیا يي له لاسه ورکړې ده۔
امریکا حق لري چه خپله غوښتنه یو افغاني ملي حکومت ته چه د وسله وال مقاومت په توافق جوړیږي، وړاندې وکړي۔
دلته دوه احتماله مطرح کیږي :
ــ د امریکا سره ستراتيژیک تړون که د افغانستان په تاوان وي، امریکا باید د هغه په لاسلیک کولو کې بیړه ونکړي۔ د سولې د پروسې نه رامنځته شوې واکمني به ټول هغه تړونونه چه د بهرنیانو د دیرش کلن اشغال په موده کې لاسليک شوې وي او په هغو کي د افغانستان ګټې د پامه غورځول شوې وي ملغي اعلان کړي۔
ـ که امریکا سره ستراتيژیک تړون د افغانستان په ګټه وي د افغانستان ولس او راتلونکی حکومت به ورباندې د تائید مهر ولګوي۔
بزګر :
د سولې پروسه کوم پړاو ته رسیدلې ده ؟
تره کي :
د سولې په وړاندې د کورنيو او بهرنيو جګړه مارانو نه یوه ګډه ناڅرګنده جبهه جوړه شویده۔ د جبهې د افغاني اړخ سروالې د کابل حکومت ( چه په کې جنگې جنایت کاران برلاسي لري ) په لاس کي ده. د جګړې بهرني ائتلاف د امریکا له خواه اداره کیږي۔ کورني جنگي ائتلاف د بهرني ائتلاف تر اغیز لاندې دي . په لنډه توګه د سولې کيلی د امریکا په لاس کې ده۔
امریکا به تر هغه وخته پورې سولې ته غاړه کینږدي چه د مقاومت جنگي پوتانسیل مات شوې نه وي. دا د امریکایی جنرالانو جنگي تاکتیک دي چه د کلاسیکې جګړې د تیوري په چوکات کې مطرح کیږي او د ملیشیایی جګړې سره سمونوالې نلري۔ په جګړه کې د امریکا د ناکامي اصلي لامل همدغه ده۔
امریکا په داسې شرایطو کي په جګړه باندې ټینګار کوي چه د جګړې بل لورې یعنې وسله والو مخالفینو په خپل دریځ کې د دیموکراسي، بشري حقونو او د ښځود حقونو په اړوند په کافي اندازه اعتدال راوستې دي او د جګړې دوام خپل منطق له لاسه ورکړې دي۔ خو امریکایی جنرالان منطق نه پیژني.دوي یو قطبي نړي ته د ټوپک د سوري نه کتنه کوي۔
بزګر :
ستاسې له نظره راتلونکې ټاکنې به تر سره شي که نه ؟
که ځواب منفي وي د تاکنو پرته به بل الترنتیف څه وي ؟
تره کي :
د راتلونکو ټاکنو په وړاندې تخنیکي، سیاسي او مالي ستونزې شته. د ټولو پروبلمونو سره سره ځیني کورنی او بهرنی کړی په دې باندې لنګر اچوي چه ټاکنې باید تر سره شي۔
د ټاکنو کورني پلویان د جګړه مارانو، فاسدو او معامله گرو دیموکراتانو نه جوړ شوې دي۔ دوي د ټاکنو د لارې خپل سیاسي ژوند ته دوام او مشروعیت ورکوي.
جنگي جنایت کاران او ملي خاینین د ټاکنو تر پوښښ لاندې د خپل راتلونکې سیاسي ژوند ضمانت ځانته برابروي۔
د ټاکنو بهرني ملاتړ کونکو ټاکنو ته په پروسه کې د ګمارل شوو کسانو په ګټه د لاسوهنې او د جګړې د دوام د وسیلې په توګه پام اړولي دي.
د منطق له مخې دیموکراسي باید د جګړې او جنایت په خدمت کې نه وي۔ ټاکني باید وځندول شي۔ یو لنډ مهال حکومت چه د وسله وال مقاومت په توافق جوړیږي بايد د راتلونکوټاکنو بند او بست وکړي۔
په افغانستان کې انتخابات د بهرنیانو په لاس د ستراتيژیکو موخو د تآمین په مقصد کارول کیږي نه نظام ته د دیموکراتیکي بڼي او مشروعیت ورکولو په نیت۔
ناتو غواړي چه په جګړه کې خپلې ناکامي د جعلي او تقلبي ټاکنو تر پردې لاندې پټي کړي. د جنګي جنایت کارانو او ملي خاینینو سیاسي ژوند ته مشروعیت ورپه برخه کړي۔ د دوي نه جوړه شوې ګوداګي واکمني څخه د بې پایلې جګړې لپاره کار واخلي۔
د دوکې او تقلب نه زیږیدلي حکومت باید :
ــ جګړې ته ادامه ورکړي
ــ د « خلیفه د کیسې» نه امریکا ته د نظامي هډې امتیاز وسپاري
ــ د جنګي جنایت کارانو او ملي خاینینو دوسیي د قربانی هدیرې کي ښخي کړي
ــ حکومت د کمزوري په حالت کې وساتي .
په افغانستان کې درې لسیزه جګړو د سیاستوالو یوه معامله ګره ډله چه په حق ورته « پنځمه ستنه» ویلې شو، د سیاست ډګر ته ورګډه کړه. دوي د حکومت په منځ کي نفوذ لري. د مافیایی شبکو سره په تړاو کې دي۔ د بهرنیو سفارتونو نه دستور العمل تر لاسه کوې، او دیته چمتو دي چه د بهرنیانو په مرسته د قدرت د ترلاسه کولو او ساتلو په بدل کي خپل ګور او ایمان خرڅ کړې. دغه ډله اوس د افغانستان سیاسي ستیژ د اشغالګرو قوتونو په مرسته په خپل انحصار کې لري۔ ټاکني چه د افغانستان د امنیت او سولې په وړاندې یوه توطئه ده، د همدغي ډلي تر کلکې څارنې لاندې تر سره کیږي۔
پاي
فرانسه
د اکتوبر ۵ ــ ۲۰۱۳ م کال
دوکتور م ، عثمان تره کي
له دعوت څخه په مننه