د کورنیو چارو وزات د شجاعي په لټه کې، خو شجاعي لاهم د پولیسو برحاله قومندان دی

په ارزګان کې د لسګونو ملکې خلکو په وژني تورن یو وسله وال قومندان چې د کورنیو چارو وزارت یې د نیولو امر کړی؛ وايي، دی په دې ولایت کې اوس هم د سیمه ییزو پولیسو قومندان دی.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر جنرال مجتبي پتنګ څه وخت مخکې د ولسي جرګې غړو ته په وینا کې ژمنه وکړه چې؛ په یوه اونۍ کې به عبدالحکیم شجاعي نیول کیږي؛ خو له دې ژمنې څو میاشتې وروسته دغه کس ازادۍ راډیو ته وویل؛ دی اوس هم په ارزګان کې د سیمه ییزو پولیسو یو قومندان دی.

حکیم شجاعي د یکشنبې په ورځ له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل؛ چې دی اوس هم د خاص روزګان ولسوالۍ د کندلان کلي د شالۍ په سیمه کې د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې د ۱۵۰ سیمه ییزو پولیسو قومندان دی او پوځي عملیات کوي.

شجاعي د روزګان د سیمه ییزو خلکو شکایتونه ردوي او وايي، چې ده طالبان وژلي او له هغوی سره جنګ کوي:

تیر کال یو شمېر طالبانو زموږ دوه کسان په ډیرې بې رحمۍ سره په ونې پورې ځړولي وو او وژلي یې وو، موږ ورسره جګړه و کړه او د طالبانو پينځه کسان ووژل شول. وروسته تر دې شکایتونه وسول. طالبان چې د دولت او هیواد دښمنان دي او له هیڅ چا سره نه جوړیږي. زه په خپله هم د طالبانو دښمن یم او د هغوی مراعت هم نه کوم.”

حکیم شجاعي وایي، د روزګان ولایت له سیمه ییزو دولتي مسوولینو سره خبرې کوي او په روزګان کې افغان ځواکونه خبر دي، چې دی چیري دی.

دی وايي، که مجرم وایي، نو نیول سوی به وای او په روزګان ولایت کې به مې له ملي پولیسو او پوځ سره په ګډو عملیاتو کې برخه نه شوای اخیستلای.

 

د شجاعی هزاره د پښتون وژنې بیلګه

افغان حکومت وروسته تر هغه د دې سیمه ییز وسله وال قومندان د نیولو حکم وکړ چې؛ دی په خاص روزګان ولسوالۍ کې د ۱۷ ولسي خلکو په وژنه تورن شو.

خو حکیم شجاعي یوازې د دغو ‍۱۷ کسانو په وژنه نه دی تورن، بلکې د روزګان ولایت سپین ږیرو او قومي مشرانو د ولسي جرګې د شکایتونو اورېدلو په کمیسیون کې شکایت وکړ چې؛ حکیم شجاعي شا او خوا ۱۲۰ تنه ولسي خلک وژلي او باید ونیول شي.

ښاغلی شجاعي داسي وخت د ځان د سپیناوي خبري کوي؛ چې د سیمې اوسېدونکې وایي، د نوموړي کسانو څو ورځې مخکې یو ځل بیا په کندلان سیمه کې پر ولسي خلکو حمله کړې.

ازادۍ راډیو د روزګان ولایت په مرکزي روغتون کې هغه کسان پيدا کړي؛ چې څو ورځي مخکې ورباندې د حکیم شجاعي کسانو حمله کړې، د هغوی کورونه یې سوځلي او چور کړي او خلک یې وژلي او ټپي کړي دي.

دوو ټپي سوو کسانو چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي وویل.

"۱- ټول مسلح وو، هر څوک یې چې رانیوه، هغه یې چپه کوه، په ماشینانو او په ډانګانو یې وهل. په کور کې چې هرڅه د وړلو شی و هغه یې وړل او حتی د ښځو تر تالاشي کېدو پورې.

یو اتیا کلن سړی یې لوڅ کړ او اور یې ورواچاوه، ماشومان هم وسوځېدل.

۲- دلته د شجاعي پوستې دي، په دې کې ماشومان سوځول شوي دي، سپینږیري تر کنداغ لاندې شهیدان شوي. دولت دې په دې غور وکړي، سبا دې بیا موږ د طالب په نوم نه تورن کوي."

دغه خلک وايي، په دې حمله کې شا او خوا ۹۰ کسان وژل شوي او ژوبل شوي او د دوی په خبره د شجاعي کسانو د ټپي خلکو موټرونه هم روغتون ته نه پرېښول.

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت دا ردوي، چې حکیم شجاعي د دې وزارت په چوکاټ کې د سیمه ییزو پولیسو قومندان دی.

پوښتنه دا ده، چې دغه وسله وال کس چې ځای یې هم معلوم دی ولې نه نیول کیږي.

 

د دې وزارت ویاند صدیق صدیقي ازادۍ راډیو ته وویل، چې د نوموړي د نیولو حکم پر ځای دی او د نیولو کوښښ یې کوي.

"زه تاسو ته وایم، چې دغه کس د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په هېڅ تشکیل کې رسمیت نه لري؛ که دغه شخص په ځان دا اعتماد لري، چې دغه کار یې نه دی کړی، بیا دې حاضر شي. د افغانستان حکومت به حتماً دغه شکایتونه څېړي او دغه خبرې چې ده کړي، دا ټول دروغ دي. "

څو میاشتې مخکې د ولسي جرګې د شکایتونو ارېدلو کمیسیون ویلي وو؛ چې په روزګان ولایت کې د دې وسله وال قومندان ملاتړ د ولسمشر کرزي دوهم مرستیال کریم خلیلي کوي؛ نو ځکه یې امنیتي ځواکونه نه شي نیولای.

خو د کریم خلیلي دفتر بیا دا تور رد کړی دی.

د چارو پوهان د حکیم شجاعي د نه نیول کېدو په اړه شک کوي او وايي چې، رښتیا به هم د نوموړي ملاتړ لوړپوړي افغان دولتي مسوولین کوي چې؛ د کورنیو چارو وزارت یې نه شي نیولای.

 

راپور: معصوم میوند- کابل


د ازادي راډیو له ویبپاڼې څخه په مننه