لیکوال:

 محترم ډاکترصاحب نثاراحمد صمد

دنښتر ویبلاګ دادارې لخوا مبارکي:

دنښتر ویبلاګ اداره دنړئ په مخ ټولو خویندو او وروڼو ته دزړه له تله دمبارکې روژي دراتګ له کبله مبارکي وايي او له رب العلمین څخه ټولو روژه تیانو ته ددې ښکلې فرېضې په سرته رسولو کې توفیق غواړي.

یادونـــــــــــــــــــه :

 نښتر ویبلاګ ویاړ لري، چې محترم ډاکترصاحب نثار احمد صمد سږکال بیاهم موږ ته د روژې مبارکې نازنینې تحفې رالیږي موږ محترم ډاکتر صاحب اودرنې کورنۍ ته یې له پروردیګار څخه هراړخیزې خوشبختۍ غواړو او له خپلو درنو لوستونکو څخه هیله کوو، چې دا له بیې څخه لوړې تحفې په ځیر سره ولولي او عملي يې کړي.

الله تعالی دې موږ اوتاسو ته دنېکو چارو توفیق را په برخه کړي 

الله امین

د روژې لومړنۍ تحفه

ګرانو دوستانو ، د تیرو درو کالو غوندی یو ځل بیا ستاسو د روحانی او معلوماتی تندی د ماتولو لپاره خدمت ته حاضر یم او د مبارکی روژې په دې له برکت ، رحمت او مغفرت څخه ډکه میاشت کی به هره ورځ انشاالله یوه یوه تحفه درته وړاندی کوم چی زما د ناچاپه اثر ( اخلاقی کنایې ـ دوهم جلد ) څخه را اخیستل کیږی .

ښه درنو لوستونکو ، د تیر کال روژه خو د سترګو په رپ کی تیره سوه او بله دا ده راورسیده . څومره ګران خپلوان ، دوستان ، ملګري او نا آشنا کسان سږ کال نسته او تر تورو خاورو لاندی دي ؟ آیا د دې ضمانت سته چی موږ او تاسو به روانه روژه پوره کړو ؟ آیا آینده روژه به ژوندي یو ؟ آیا دا به مو وروستۍ روژه نه وی ؟ څوک پوهیږی او څوک یې ضمانت کولای سی ؟ نو راځی چی دا ثابته کړو چی موږ د نفس محکوم نه بلکی د نفس حاکم یو .

د روژې مبارکه میاشت درې لسیزی لری چی لومړنۍ یې د رحمت ، دوهمه یې د مغفرت او درېیمه یې له اوره د نجات لسیزه ده . څنګه چی نن د رحمت د لسیزی لومړۍ ورځ ده نو باید له خدایه رحمت طلب کړو او هره ورځ په خپلو تسبیحاتو کی « یا حی یا قیوم برحمتِک استغیث » ، « سُبحان الله و بحمدهِ سُبحان الله العظیم » ډیر ووایو . نو دا هم په همدې هیله د لومړۍ روژې لومړنۍ تحفه ، ( ن . صمد )

د الله او بندګانو سوله

روایت دی چی یوه ورځ بهلول صاحب په بازار کی ناست و ، چی خلیفه هارون الرشید تیرېدﺉ او هغه یې ولیدی . ورغی او پوښتنه یې ځنی وکړه چی بهلول صاحب ، څه کوې ؟ هغه په ځواب کی ورته وویل چی د الله او بندګانو تر منځ سوله راوړم ، یعنی هغوی سره پخلا کوم . خلیفه ورڅخه وپوښتل چی آیا هغوی دی سره پخلا او راضی کړل ؟ بهلول ورته وویل چی الله تعالی یې منی او راضی دی مګر بندګان یې نه منی او نه حاضریږی .

تصادفأ څو ورځی وروسته هارون الرشید د یوې هدیرې تر څنګ تیرېدﺉ چی بیا یې بهلول ولیدی او دا ځل د قبرونو په منځ کی ناست دی . ورغی او پوښتنه یې ځنی وکړه چی بهلول صاحب ، دلته څه کوې ؟ بهلول هماغه ځواب ورکړ یعنی دا چی د الله او بندګانو تر منځ سوله راوړم . خلیفه بیا ورغبرګه کړه چی نو څنګه سو ، آیا هغوی دې سره پخلا او راضي کړل ؟ بهلول ورته وویل چی نن یې بیا بندګان منی او هر څه ته حاضر دي ، خو الله تعالی یې نه منی !

هو درنو لوستونکو ، نن موږ پوره او کافی وخت لرو ، موقع او فرصت لرو ، مهلت او چانس لرو او الله تعالی باالکل سولی او پخلاینی ته چمتو دی ؛ داسی نه چی ناوخته سی ، موقع مو له لاسه ووزی او بې ژونده سو ؛ نو چی بیا هر څومره زارۍ وکړو او هر ډول شرایط ومنو خو الله تعالی به راڅخه ناراضه وی او سولی ته به نه حاضریږی . ځکه نو نن د عمل ورځ ده بېله حسابه ، خو سبا د حساب ورځ ده بېله عمله !

پنځه شیان په پنځو شیانو کی

علمأ وایی چی الله تعالی پنځه شیان په پنځو شیانو کی ایښی دي ، مګر خلک یې په نورو شیانو کی لټوی ، نو څنګه به یې ومومي ؟!

لومړی ـ الله خپله رضا د نفس په مخالفت کی ایښې ده ، مګر خلک هغه د نفس په موافقت کی لټوی ؛ نو څنګه به یې ومومي ؟

دوهم ـ الله آرام په جنت کی ایښی دی ، مګر خلګ په دنیا کی پسی ګرزی ؛ نو څنګه به یې پیدا کړی ؟

درېیم ـ الله علم او حکمت په لوږه کی ایښی دی ، خو خلګ یې په موړتیا کی لټوی ؛ نو څنګه به یې ومومي ؟

څلورم ـ الله وس او توان په قناعت کی ایښی دی ، لاکن خلګ یې د مال او دولت په تلاښ کی لټوی ؛ نو څنګه به یې ومومي ؟

پنځم ـ الله عزت په خپل اطاعت کی ایښی دی ، خو خلګ د واکمنانو په دروازو کی پسی ګرزی ؛ نو څنګه به یې حاصل کړي ؟

هو په رښتیا هم دا څومره عالی او عینی لارښوونه ، پوهوَنه او سموَنه ده . که دغه آفاقی ارشاد ته ښه ځیر سو نو د ژوندانه اصلی هدف او مقصد به راته معلوم سی انشاالله . بس یوه صادقانه اراده او فیصله غواړی .  

د روژې دوهمه تحفه

 معززو دوستانو ، نبوي حدیث دی « چی کله روژه راورسیږی نو شیطانان بندي کیږی ، د دوږخ ټولی دروازې تړل کیږی خو د جنت ګرده دروازې خلاصیږی . ناره کونکی ږغ کوی چی اې د خیر غوښتونکې ، مخته راسه او اې د بدۍ غوښتونکې ، پر شا سه . دا کار هره ورځ جاری وی » . نو الله دې ټوله بدۍ نابود او ښیګڼې موجود کړی . دا هم د دوهمی روژې لپاره دوهمه تحفه ،  ( ن . صمد )

قهر ولی چیغی لری ؟

په ټولګی کی ښوونکې د زده کونکو څخه وپوښتل چی ولی هر څوک د قهر او غصې پر مهال چیغی او په زوره نارې وهی ؟

آیا باطنی او اصلی علت یې راته ویلای سیً ؟

شاګردانو فکر وکړ او څه شېبه وروسته یوه داسی ځواب ورکړ :

دا ځکه چی هغه مهال موږ خپله آرامي او نرمي له لاسه ورکړې وی .

معلم ورته وویل چی دا خو صحیح ده مګر باطنی اړخ یې څه دی ؟

آیا نسو کولای چی په نرمښت او حوصله سره غبرګون وښیو ؟

هر متعلم خپل خپل ځواب ورکاوه خو معلم ته یې د باطنی علت سم ځواب نسو ورکولای .

اخیر دا مسأله معلم داسی ورته شرح کړه :

کله چی دوه کسان یو بل ته خښمېدلي او په قهر وی ، نو دا مهال یې زړونه ډیر سره لیری سوي وی . هغوی د دې لپاره چی دا واټن جبران کړی ، مجبورأ لوی لوی نارې وهی . هر څونه چی یې قهر او غصه زیاته وی په هغه اندازه یې زړونه هم سره لیری وی او چیغی یې هم په زوره وی ، تر څو مقابل لورﺉ یې واوری !

وروسته استاد داسی وپوښتل : ښه ، اوس راته ویلای سیً چی که دوه کسان ډیر سره خواږه او صمیمی وی ، نو په دې ارتباط څه پیښیږی ؟

هغوی په زوره نه بلکی خورا په آرامۍ او کرارۍ سره خبری کوی ، دا ولی ؟

دا ځکه چی زړونه یې یو بل ته خورا نږدې وی ، نوځکه یو د بل خبره په حوصله او کرارۍ سره اوری .

معلم وروسته داسی دوام ورکړ :

ښه ، که دوه میَنان او عاشقان وی ، آیا پوهیږﺉ چی د هغوی تر منځ دا واټن باالکل ختمیږی او زړونه یې سره تړل کیږی ؟

وګورﺉ هغوی دا مهال آن که خبری هم ونکړی ، بیا هم یو بل ته په صرف کتلو سره ټول پیغام مخابره کوی . خو باید غلط برداشت ونسی ، بلکی دا د انسان او الله د عشق راز دی . الله تعالی خبری نه راسره کوی ، خو موږ یې آواز د زړه په خوځېدو کی حاصل او خپلوو . نو دا مهال د انسان او خدای تر منځ هیڅ واټن موجود نه وی بلکی په هر ډول ږغونو ، ږوَږ او غالمغال کی هم موږ بېله دې چی په شونډانو او ژبه څه ووایو ، نېغ د الله (ج) سره صحبت او وصلت پیدا کوو .

هو ګرانه لوستونکې ، نو څومره به ښه وی که موږ او تاسی فرد فرد خپله غصه ، قهر او چیغی لږ او پسی ختم کړو او هغه څه راپیل کړو چی لپاره یې دې دنیا ته راغلي یو ، یعنی قلبي سکون او الهی  پیوستون .

د توطیًو برخه وال

 رسول الله (ص) داسی فرمایلی دي :

په آینده کی به فتنې رامنځته سی . هغه کسان چی ځانونه ترې ګوښه کوی او برخه نه پکښی اخلی تر هغو کسانو بهتر دي چی پکښی را ښکاره کیږی ؛ او هغه کسان چی پکښی راښکاره کیږی تر هغوی کسانو بهتر دي چی برخه پکښی اخلی ؛ او هغه کسان چی برخه پکښی اخلی تر هغو کسانو بهتر دي چی فعالیت پکښی کوی ؛ او که څوک هغه ته ځان ورنږدې کړی هلاک به سی . هر څوک چی کوم پناه ځای لټولی سی باید هلته پناه یوسی ( صحیح بخاری ۶۱ ؛ کتاب المناقب ۲۵ ) .

هو ، رسول الله (ص) څوارلس سوه کاله مخکی هغه تریخ حقیقت پیش بیني کړی و چی هیڅ تصور یې هم نسو کېدای . او دا دی نن موږ عملأ ګورو چی هره خوا فتنې ، دسیسې او توطیې روانی دي . مسلمان بل مسلمان ته دام ایښی دی ، ګاونډي بل ګاونډي ته دام ایښی دی ، خپل بل خپل ته حتی ورور بل ورور ته په کمین کی ناست دی او ښه یې نه پر پیرزو کیږی آن د پښو خاوره یې کاږی . فاعتبروا یا اولی الابصار ! الله دی ټولو ته د تقوا توفیق ورکړی .

د روژې درېیمه تحفه

درنو او معززو لوستونکو ، څنګه چی ژوند ډیر لنډ او فانی دی او د سترګو په رپ کی درومی ، نو ښه به دا وی چی هغه څه وکړو چی لپاره یې دې دنیا ته راغلي یو ؛ یعنی اطاعت او عبادت . نو دا یې هم د درېیمی روژې تحفه ( ن . صمد )

دنیوي سفر

 علما وایی چی موږ داسي پیدا سوي یو چي باید شپږ سفره وکړو تر څو اصلي قرارګاه ته ورسیږو :

 لومړنی سفر مو د خاورو څخه و انسانیت ته و ؛

 دوهم سفر مو د پلار د ملا څخه د مور و رحم ته و ؛

درېیم سفر مو د مور د رحم څخه د مځکي و مخ ته و ؛

څلورم سفر مو د مځکي د مخ څخه و قبر ته دی ؛

پنځم سفر مو د قبر څخه د حساب او کتاب میدان ته دی ؛

شپږم سفر مو د حساب او کتاب د میدان څخه د ابدي استوګني و ځای ته دی چي یا به جنت وي یا دوږخ .

اوس موږ او تاسي د دغه سفر نیمه لار وهلې ده او نیمه لا پاته ده . د دې دنیا څخه سفر کول او بیرته تلل موږ ته لیکل سوي دي ؛ که خوښ یو که نا خوښ ، خامخا به ځني ځو . نو موږ ولي په داسي دنیا کي اوږده استوګنه غواړو چي کلونه مو رباطونه دي ، میاشتي مو منزلونه دي ، ورځي مو کیلو مترونه دي ، ساه کښل مو قدمونه دي ، او د دې لاري غله مو ګناهونه دي ؟

د دې سفر ګټه مو جنت دی او تاوان مو دوږخ دی . نو اوس هم وختي دی او ښه به دا وی چی امتحان ته چمتوینه ونیسو . ځکه نن د عمل ورځ ده بېله حسابه ، خو سبا د حساب ورځ ده بېله عمله !

د عزرایل (ع) څخه پوښتنه

وایی چی يو ځل پيغمبر علیه السلام د ملك الموت څخه داسی پوښتنه وکړه :

اې ملك الموت ! ته د خپل راتګ نه مخكې ولی خلكو ته خپل پيغام نه وركوې ؟

ملك الموت ورته وايي چی يا رسول الله (ص) ! ډېر قاصدان ورته راځي ، خو څوك پيغام نه اوري . پيغمبر علیه السلام ورته وايي چی هغه څنګه ؟

ملك الموت ورته وايي يا رسول الله صلی الله علیه و سلم !

چې غاښ یې ووزی دا هم يو پيغام دی ، چې نظر يې كمزوره سى دا هم يو پيغام دی ، چې ضعيف سى دا هم يو پيغام دی ، چې ويښته يې سپين سي دا هم يو پيغام دی ؛ دا ټول پيغامونه دي ، خو خلك ځانونه نه پوه كوي .

هو ، که دغه خورا دقیق او عمیق حدیث ته ښه متوجه سو نو ثابته به سی چی د وخت تېره او پرېکنده توره زموږ د ژوند رګونه پرې کوی خو موږ په اصطلاح په توده وینه کی یو او نه یې احساسوو . له همدې کبله راځی چی د سبا ( نامعلوم ) امید پرېږدو او که کوم نېک عمل کوو همدا اوس یې پیل کړو . سبا چا لیدلی دی ؟ آیا سبا به ووینو که یا ؟ آیا په ساه باور سته ؟ فلهذا ، اوس هم ناوخته نه دی او موقع باید له لاسه ورنکړو .

د روژې څلورمه تحفه

ګرانو دوستانو ، دا ثابت حقیقت دی چی الله تعالی بې حده کریم او رحیم دی ، خو د روژې په میاشت کی یې حلال شیان حرام کړی دي ! یعنی د سهار د اذان څخه د ماښام تر آذانه یې خوراک څښاک او جماع حرام کړی دي چی خپله فلسفه لری . په دې میاشت کی شیطان تړلی او د جنت دروازې خلاصی دي . نفل،  د فرضو اهمیت او درجه لری..... نو څومره به ښه وی چی الهی تقاضا مخلصانه او صادقانه مراعات کړو . او داهم د روژې څلورمه تحفه ، ( ن . صمد ) .

د چا دعا قبلیږی ؟

رسول الله (ص) فرمايي : لس ډلي دي چي د هغوی دعاء قبلیږي :

اول : د شرعي علومو عالم .

دوهم : هغه متعلم چي د شرعي علومو په زده کړه بوخت وي .

 درېیم : د ښه خوی او اخلاقو خاوند .

څلورم : مریض .

پنځم : هغه کوچنئ چي مور یا پلار ونه لري ، یعنی یتیم .

شپږم : هغه غازي چي د کفارو سره په جهاد کی ولاړ وي .

اووم : هغه حاجي چي د حج مراسم ادا کوي .

اتم : هغه څوک چي خلک سمي لاري ته را بولي یعني وعظ او نصیحت کوي .

نهم : هغه اولاد چي د مور او پلار اطاعت کوي .

لسم : هغه ښځه چي د خپل مېړه اطاعت کوي .

نو الله تعالی دی موږ او تاسی ټول د رسول الله (ص) د دغه او هر عالی نصیحت پر مراعاتولو مؤفق او فایق ولری تر څو دین او دنیا مو انشاالله ښېرازه او سمسور وی . نو لوی خدای دی موږ او تاسو د دغو لس ډلو څخه ( که ټوله نه وی ) اقلأ په دوو ـ درو کی خو شامل کړی .

د عزرایل (ع) خبراری

وایی چی یو  ځوان کومه شپه عزرایل (ع) په خوب کی ولیدی او هیله یې ترې وکړه چی کله زما مړینه راورسیږی ، نو خبر می کړه . هغه ورته وویل چی زه تر هماغه شېبې پخپله هم خبر نه یم ، نو تا به څنګه خبر کړم ؟

وروسته یې ورته وویل چی داسی ده ، نو اقلأ پوه می کړه چی ځان چمتو کړم ، یعنی غیر مستقیم می پوه کړه چی مرګ می رانږدې سوی دی .

عزرایل (ع) ورته وویل چی ډیر ښه ، خبردارﺉ به درکړم .

ډیره موده تیره سوه څو چی یو دم عزرایل (ع) ورته راغلی چی روح یې واخلی .

سړي ورته وویل چی تا خو هیڅ پوه نه کړم او کوم پیغام دی رانکړ تر څو ما چمتوینه نیولې وای .

عزرایل (ع) ورته وویل چی دا ټول پیغامونه می درکړي دي او پوه کړی می یې خو تا سر نه دی خلاص کړی . سړي ورته وویل چی څنګه ؟

عزرایل (ع) ورته وویل چی یو ځل راغلم ستا د همسایه روح می واخیستله ، بیا راغلم ستا د فلاني انډیوال او  فلاني دوست روح می واخیسته خو تا هیڅ توجه هم ونکړه . وروسته آن ستا کور ته درغلم او ستا د پلار ، بیا می څه موده وروسته ستا د مور او ډیره موده وروسته می ستا د مشر ورور او بیا د مشری خور ارواحونه یو په بل پسی واخیستل ، خو ته بیا هم هیڅ متوجه نه سوې او آمادګي دې و نه نیوله . همدا هر ځل راتګ زما غیر مستقیم خبرادرﺉ او پوهاوﺉ و ، مګر تا سر خلاص نکړ ، نو ځکه اوس دا دی ستا نوبت راورسېد چی ساه دې باید واخلم او هیڅ موقع او فرصت هم نه درکول کیږی .

نوهغه و چی د دغه انسان روح یې قبض کړه خو هغه په رښتیا هم د عزرایل (ع) دغو نامستقیمو پیغامونو ته هیڅ توجه نه کول څو چی ناوخته او کار له کاره تیر سو .

الله (ج) دی موږ او تاسی ته د دغسی بصیرت هدایت وکړی .

د روژې پنځمه تحفه

عزتمنو لوستونکو ، قدسي حدیث دی چی « الله تعالی فرمایی چی د انسان ټول اعمال د هغه لپاره دي ، خو روژه زما لپاره ده او زه یې اجر ورکوم . روژه د ګناهونو مخه نیسی . نو څوک چی روژه ولری باید له بد ویلو ، چیغو نارو او جاهلانه اعمالو څخه ځان وساتی . که څوک ښکنځل ورته وکړی ، یا جنګ ورسره کوی ، ځواب دې نه ورکوی بلکی دوه ځله دې ووایی چی زما روژه ده . » په همدې هیله د مبارکی روژې پنځمه ډالۍ قبوله کړئ ( ن . صمد )

د رحمان او شیطان اراده

ځيني مشایخ وايي چی الله (ج) دنیا په پنځو شیانو سره ښایسته کړې ده :

لومړی ـ د عالمانو په علم .

دوهم ـ د پاچهانو په عدل .

درېیم ـ د عابدانو په عبادت .

څلورم ـ د تاجرانو په امانت .

پنځم ـ د دروېشانو په توکل .

مګر ابلیس علیه لعنه د دغو پنځو شیانو په عوض کي پنځه نور خویونه کښېښوول :

لومړی ـ د علم پر ځای یې د عالمانو په زړونو کي حسد کښېښاوه .

دوهم ـ د عدل پر ځای یې د پاچهانو په زړونو کي ظلم کښېښاوه .

درېیم ـ د عبادت پر ځای یې د عابدانو په زړونو کي ریا کښېښوول .

څلورم ـ د امانت پر ځای یې د تاجرانو په زړونو کی خیانت کښېښاوه .

پنځم ـ د توکل پر ځای یې د دروېشانو په زړونو کي حِرص کښېښاوه .

هو ، یو عالم ویلی دي چی په بدن کي داسي رګونه دي لکه په مځکه کي چي دری سوه شپيته چينې بهيږي . ددې ټولو غړو اړيکي دزړه سره دي ، اوزړه دعقل سره تړلی دی . څرګنده سوه چي پوهه اوعقل هغه شئ دی چي دانسان په بدن کي ډير موثر کردار اداکوي ، که څه هم عقل الله تعالی پيداکړی دی ، خو څارنه يې ډيره اړينه ده . نو که څوک ګناه کوی مګر د الله رحمت او عفو هم ورسره غواړی ، معنی دا چی دغسی شخص د شیطان دوست او د الله دښمن دی .

 هغه ګناه چی جنت ته دې بیایی

 آیا پوهیږې چی یوه داسي گناه سته چی تا جنت ته داخلوي او يوه داسي نېکي سته چی تا دوږخ ته بیایی ؟

 

 گناه داده چي  څوک  گناه وکړي او هغه گناه يې په ياد وي ، د هغې له کبله په ده کي عاجزي او پښېماني  راسي ، الله ته متوجه سي او توبه وباسي . نو الله پاک په پايله کي ورڅخه راضي سي او باالاخره يې جنت ته داخل کړي .

په دې ډول یې يوه گناه جنت ته د داخلېدلو سبب سوه .

دوږخ ته داخلوونکې نېکي داده : کله چی څوک يو ښه کار وکړي ، تل يې ياد ساتي چي ماخو په فلاني وخت کی داسي  ښه کار وکړ او په دې ډول ځان ښکاره کوی ( ریا کوی ) . د دې يادولو له کبله يې په زړه کي لويي او غرور راځي ، ځان لوی سړی ورته معلوم سي او نورو ته په سپکه گوري  یا یې خوار ګڼی ، داسی انګېري چي نورخلک په گناهونو کي لگيا دي خو زه دا دی داسي او هغسی عبادتونه کوم ، خیراتونه کوم ، دا او هغه کوم.... په دې سره الله جل جلاله  ناراض کړي ، په پايله کي يې دغه عبادت جهنم ته ورسوي .

نو دا دی په ظاهره یې عبادت وکړ، خو دعبادت له کبله جهنم ته ورسېد .

هو ، د ریا څخه لوی الله ډیر بد وړی . فضیل بن عیاض (رح) فرمایلی دي چی د قیامت په ورځ به الله تعالی ریاکارانو ته ووایی چی ولاړ سیً د خپلو عملونو بدله د هغه چا څخه وغواړئ چی په دنیا کی مو د هغو په وړاندی ځان ښودنه او ریا کوله . نو الله تعالی دی ټول مسلمانان منجمله افغانان د دغه خطرناکې ناروغۍ څخه روغ او خلاص کړی .

دروژې شپږمه تحفه

 رسول الله (ص) فرمایی :

« څوک چی د الله لپاره یوه روژه ونیسی ، نو الله یې د اویا کلونو په اندازه د دوږخ له اوره لیری کوی » . نو څومره به ښه وی چی د هغه ذات امر عملأ ومنو چی ژوند او هر هغه څه چی همدا نن یې لرو ، راکړي دي ! نو دا هم شپږمه تحفه ( ن . صمد )

 چی اوسې په خوی به د هغو سې !

مشایخ او بزرګان وايي :

هر څوک چي د اووو ډلو سره کښیني اووه صفته پکښي پیدا کیږي ، یعنی :

لومړی ـ هر څوک چي د مالدارانو او بډایانو سره کښېني او د دنیا خبري واوري ، د ده په زړه کی هم د دنیا محبت ځای ونیسي او د الله (ج) د نعمتونو کفران او انکار پر ښکاره سي .

دوهم ـ هر هغه څوک چی د دروېشانو سره کښېني او د هغو خبري اوري ، د زهد او تقوی شوق یې په زړه کي پیدا کیږي ، د نعمتونو په وخت کي شاکره وي او د مصیبت په وخت کي صابره وي او په ټول ژوند کی د الله (ج) په اراده سره راضي وي .

درېیم ـ هر هغه څوک چي د پاچهانو او آمرانو سره کښېني ، کبر او خود خواهي پر هغه غالبه سي .

څلورم ـ هر هغه څوک چي د ښځو سره کښېني او د هغوی په قول عمل کوي جهل او ناپوهي پر غالبه سي .

پنځم ـ هر هغه څوک چي د کوچنیانو سره کښېني ، هیبت او وقار یې زایل کیږي .

شپږم ـ هر هغه څوک چي د فاسقانو سره کښېني ، د هغه په زړه کي ګناهونه لوی نه معلومیږي .

اووم ـ هر هغه څوک چي د صالحانو سره کښېني طاعت او عبادت یې زیاتیږي . لکه څرنګه چي وايي : ( آخِرُ درجاتِ الإنسانِ اولُ درجاتِ المَلائِکةِ).

هو ، حضرت علی (رض) فرمایلی دي چی که د دنیا اوسېدونکي د خپل کامل او پوره عقل په روڼا کی کار وکړی ، نو حتمي به په دنیا کی د همدې حالت څخه نور پرمختګ او بریا منځته راسی . نو څومره به ښه وی که موږ اوتاسی د خپلو دینی لارښوونکو ارشادات او نصایح مرعی الاجرا کړو تر څو دنیوي او اخروي بری مو انشالله په برخه وی .

څلور ډوله انسانان

خلیل بن احمد البصري (رح) وايي : انسانان څلور ډوله دي :

اول : هغه دي چي پوهیږي او پوهیږي چي پوهیږم .

دوهم : هغه دي چي پوهیږي مګر نه پوهیږي چي پوهیږم .

درېیم : هغه دي چي نه پوهیږي خو پوهیږی چي نه پوهېږم ، دا طلبونکی دي لار ور وښو وی .

څلورم : هغه دي چي نه پوهیږي او نه پوهیږي چي نه پوهېږم ، بلکی پر دغه ټینګ وی چي پوهېږم ؛ دغه شیطان رجیم دی او د هغه څخه لیري اوسیً ، ځکه دغه ته جهل مرکب وايي .

هو ، متل دی چی : د علم وږی او د دنیا موړ نسته . نن هر څوک دا درته وایی چی زه پوه یم یا پوهیږم . امام غزالی (رح) فرمایلی دي چی په خپله ځان هوښیار ګڼل جهالت او ناپوهي ده . یوازی پوه او عالم په دې پوهیږی چی زه نه پوهیږم ، نه جاهل . نو څومره به ښه وی چی د ځان ښودلو یعنی خودنمایی څخه ځانونه وژغورو او شکسته نفسي ولرو چی په امتحان کی د بریالیتوب ذریعه ده .

دروژې اوومه تحفه

درنو لوستونکو ، روژه یوازی بدني اړخ یعنی د خوړلو ، څښلو او جماع څخه ډډه نه ده ، بلکی معنوی او اخلاقی اړخ هم لری چی هغه د زړه ، دماغ او ژبی کنټرول دی . غیبت کول ، درواغ ویل ، سترګی او غوږونه د ناروا څخه نه کنټرولول او د هر ډول حرامو څخه نه پر شا کیدل روژه خرابوی . حدیث دی چی :

ځینی کسان داسی روژه نیونکي وی چی د خپلو روژو څخه یې صرف لوږه په نصیب وی او بس .

نو د دغه نبوي حدیث د مراعاتولو په هیله لطفأ اوومه تحفه قبوله کړئ ، ( ن . صمد )

الهی نعمتونه

راسئ چي د الله (ج) يو څه لوى لوى نعمتونه او احسانونه تر نظر وباسو او بيا د دغه احسانو په مقابل کي خپل مسئوليت حِس کړو او ورته متوجه سو .

لومړی : تر هر څه د مخه الله (ج) موږ د عدم څخه و وجود ته راوستلو ، دا هم کېدلاى سواى چي الله (ج) موږ هيڅ نه واى پيدا کړي . نو دغه زموږ وجود په خپله يو لوى نعمت دى .

 دوهم : بيا چي يې پيدا کړو ، په انسانانو کي يې پيدا کړو نه په حيواناتو او حشراتو کي . آيا دا ممکنه نه وه چي رب (ج) زه او ته هم د هغه بدو حيواناتو د جملې څخه ګرځولي واى ، چي د نوم په يادولو سره يې زه او ته شرمېږو يا حياء را ته درېږي ؟!

درېيم : بيا يې په انسانيت کي په مسلمانانو کي خلق او پيدا کړو او د اسلام په مُبین دين سره يې سر لوړي کړو ، آيا زه او ته په خپل اختيار په اسلامي ټولنه کي په وجود راغلو ؟ او په خپله خوښه مو اسلام غوره کړ ؟

څلورم : په مسلمانانو کي يې بيا د خپل محبوب رسول الله (ص) په اُمت کي پيدا کړو ، چي دا کار هم زموږ په اختيار سره نه ؤ .

پنځم : پسله خلقولو ، پسله انسانيته ، پسله اسلامه ، بيا يې پوره او کامل اعضاء راکړي دي . آيا زه او ته تر هغه ګوډ او شل ، تر هغه ړانده او ګونګي ښه او بهتر يو ؟ او که مو الله (ج) ته د دغه اعضاوو قيمت ورکړى دى چي خامخا به يې موږ ته کامل وجود راکولاى ؟

شپږم : تر ذکر سوو نعمتو وروسته يې ژوند ، پراخ رزق ، په ټولنه کي نوم او نښان راکړی دی . مال ، ښځه ( یا میړه ) او اولاد خو مه حسابوه . آیا دا هر څه ستر الهی نعمتونه نه دي ؟

هو ، دغه ټول الهي نعمتونه که زه او ته په دواړو حسابوو ، پاى ته يې نه سو رسولاى . نو آیا دا حق لرو یا لازمه به وی چی د دغه الهی پیرزوینی په وړاندی سرکښي او بغاوت وکړو ؟

نا شکري او شکایت وکړو ؟

یعقوب بن اسحاق (رح) ویلی دي چی که غواړئ تل د نعمت څخه برخمن اوسی د هیڅ نعمت ناشکري مه کوئ .

نو اوس هم ډیر ناوخته نه دی او باید چی پرخپلو نامطلوبو کړنو له سره غور وکړو .

درواغ او رښتیا

یوه ورځ درواغ و حقیقت ته داسی وویل :

آیا نه غواړې چی نن سیند ته ولاړ سو او هلته لامبو وکړو ؟

حقیقت ورته وویل چی هو ، چمتو یم چی درسره ولاړ سم .

په دې ډول دواړه د سیند اوبو ته روان سول خو کله چی هلته ورسېدل نو رښتیا ته یې وویل چی جامې وباسه او ځان یې هم د لباس په کښلو مصروف کړ .

کله چی حقیقت کالی وکښل او غوښته یې چی په اوبو ورګډ سی چی دا مهال درواغ د حقیقت لباس واغوست او وتښتېد .

حقیقت چی هر څه وکړل درواغ یې ونه موند .

بس د هماغه ورځی راهیسی حقیقت همیشه لوڅ او ناخوښه وی لاکن درواغ د حقیقت په جامه ملبس وی او په ظاهره د هر چا په نزد تر حقیقت منلی او ښاغلی معلومیږی .

هو ، په رښتیا هم د نن ورځی د بې وفا زمانې په ترازو کی درواغ تر حقیقت ډیر دروند وی ، عزت او قدر یې کیږی حال دا چی حقیقت تجرید وی او څوک یې په باک هم نه راوړی .

له همدې امله هر څه وران دي .خو یوه اساسی پوښتنه به مطرح کړو او هغه دا چی آیا تر رښتیا هم په دې دنیا کی بل حق سته ؟

ځواب طبعأ منفی دی . پس که حقیقت هر څومره لیری او ګوښه هم وغورځوو ، یا د درواغو اووه پوښونه ورکړو ، ژر یا وروسته به راپاڅیږی او ځان به د لمر غوندی برېښوی خیر دی چی نن درواغ غالب او رښتیا مغلوب دی .

دروژې اتمه تحفه

پوهانو ویلی دي چی د بدن غذا خوراک دی خو د روح غذا بیا عبادت دی . نو ځکه روژه زړه او روح صفا کوی . روژه یو الهی نعمت ، عبادت او امانت دی . نو الله تعالی موږ امتحانوی چی آیا په دې امانت کی صادقان یو که خاینان ؟! الله تعالی فرمایی : « او چا چی زموږ په لار کی جهد او محنت وکړ ، نو موږ به هم هرو مرو لار ور وښیو » ( عنکبوت ـ ۶۹ ) . داهم اتمه تحفه چی ستاسو خدمت ته وړاندی کیږی ( ن . صمد )

هره شپه ۴ زره دیناره خیرات

رسول الله (ص) یوه ورځ حضرت علی (رض) ته داسی وفرمایل :

اې علی ، مخکی له دې چی خپلی بسترې ته ولاړ سې ، دغه پنځه کارونه وکړه :

۱ ـ څلور زره دیناره صدقه ورکړه ، بیا بیده سه ؛

۲ ـ قرآن مکمل ختم کړه ، بیا بیده سه ؛

۳ ـ د جنت بیه ادا کړه ، بیا بیده سه ؛

۴ ـ دوه خوابدي ( مرَوَر ) کسان سره پخلا کړه ، بیا بیده سه ؛

۵ ـ یو حج وکړه ، بیا بیده سه .

حضرت علی (رض) ورڅخه وپوښتل :

اې د خدای رسوله (ص) ! دا کارونه خو زما په وس پوره نه دي ، زه به څنګه دا ټوله کارونه وکړای سم ؟

نو رسول الله (ص) ورته وفرمایل :

۱ ـ څلور واره سورهً فاتحه ( الحمدلله ) ویل داسی لکه څلور زره دیناره صدقه چی ورکړې ؛