لیکوال:
محترم ډاکترصاحب نثاراحمد صمد
د روژې درویشتمه تحفه
قدرمنو دوستانو ، پوهانو ویلی دي چی په روژه مات کی باید دومره غذا و نه خوړل سی چی د نس کڅوړه ډیره تخته او ډکه سی چی له امله یې نه هغه انسان سمه ساه اخیستلای سی ، نه سمی او آرامی خبری کولای سی ، نه سم کښینستلای سی..... نو ځکه رسول الله (ص) فرمایلی دي چی « د آدم (ع) اولاد د خپل نس څخه بل ناکاره لوښی نه دی ډک کړی . »
روژې ته الله تعالی ځکه د نورو یوولسو میاشتو په پرتله ډیر اهمیت ورکوی چی اول خو یې دا خپله میاشت بللې ده ، او دوهم دا چی هدف یې دا دی چی که یې بندګانو په دا نورو ۱۱ میاشتو کی په خپلو دینی عباداتو او نیکیو کی د غفلت ، سُستۍ او بې پروایۍ څخه کار اخیستی وی نو په دې میاشت کی هغه جبران کړی او دا یوه بهترینه موقع ده چی هره نیکی او عبادت څو چنده عوض لری . او دا هم درویشتمه تحفه ( ن . صمد )
د الله د شتون دلایل
یو وخت دهریانو ( یعنی منکرانو او ماده پرستانو ) د امام ابوحنیفه (رح) څخه د الله جل جلاله په اړه څو پوښتني وکړې او د الله تعالی پر وجود یې عقلي دلایل وغوښتل . امام صاحب هم لکه څنګه چي الله (ج) ستر علمي استعداد ورکړی وو همغسي عقلي دلایل ورته وړاندي کړل:
دهري : ستا رب په کومه سنه کي پیدا سوی دی؟
امام صاحب: الله جل جلاله د تاریخ او زمانې څخه مخکي موجود وو ( تاریخ وروسته پیدا سوی دی ) ، د الله تعالی د وجود څخه مخکی شی نسته .
دهري : ته موږ ته د دې خبري یو ښه مثال وړاندي کړه .
امام صاحب : تر څلورو مخکي څو دي ؟
دهري : درې دي .
امام صاحب: تر درو مخکي څو دي ؟
دهري : دوه .
امام صاحب: تر دوو مخکي څو دي ؟
دهري : یو .
امام صاحب: تر یوه مخکي څو دي ؟
دهري : تر یوه مخکي شی نسته .
امام صاحب : دا چي د یوه تر عدد مخکي لا شی نسته ، نو تر حقیقي یوه - یعنی الله مخکي به څنګه شی وي ؟ هغه قدیم ذات دی او تر هغه مخکي بل اول نسته .
دهري: ستا د رب مخ یا جهت کومي خوا ته دی ؟
امام صاحب: که زه تاسو ته په یوه توره تیاره خونه کي یو څراغ کښېږدم نو د دې څراغ د رڼا وړانګې او جهت به کومي خوا ته وي ( یعنی دا نور به راسته خوا ته وي که چپه خوا ته ) ؟
دهري : د څراغ نور به په ټوله خونه کي وي ( هری خوا ته به روڼا وي . )
امام صاحب : چي دا مصنوعي نور لا هري خوا ته مخ کوي ، نو د هغه نور السموات والارض په اړه څه فکر کوې ؟
دهري: ستا د رب د ذات په اړه موږ پوه کړه ؛ آیا هغه کلک دی لکه اوسپنه ؟ نرم دی لکه اوبه او که د دود او بخار په ډول ګاز دی ؟
امام صاحب : آیا د یو داسي ناروغ څنګ ته کښېناستلي یاست چي د هغه زنکندن وي ؟
دهري: هو کښېنستلي یو .
امام صاحب : آیا د هغه تر مرګ وروسته مو خبري ورسره کړي دي ؟
دهري : یا .
امام صاحب: آیا د مرګ تر مخه هغه خبري او حرکت کولای سوای ؟
دهري: هو .
امام صاحب : نو څه سبب دی چي اوس خبري نه سي کولای ؟
دهري: علت یې د بدن څخه د روح وتل دی .
امام صاحب : آیا د هغه روح ووتله ؟
دهري : هو