لیکوال:
محترم ډاکترصاحب نثاراحمد صمد
دروژې اتلسمه تحفه
درنولوستونکو ، روژه د جسم او روح دواړو لپاره ده . جسم د خوراک ، څښاک او جماع څخه منع وی . هر روژیاتیً ( یا روژیاتۍ ) باید د غیبت ، درواغو ، تهمتونو ، چغلیو ، حسد او نورو څخه ځان پخپله منع کړی . په بل عبارت ، د روژه لرونکې بدن هغه دی چی لاس ، پښه ، سترګی ، غوږونه ، شرمګاه ، معده او زړه یې د ګناهونو د کولو څخه روژه وی . یعنی سترګی یې حرامو ته د کتلو څخه ، غوږونه د حرامو اورېدلو ( مثلأ درواغ ، غیبت ، چغلی.... ) څخه ، لاس د حرامو اخیستلو ، پښې حرامو ته له ورتګه ، ژبه د درواغ ، فحش او باطل ویلو ، معده د خوړلو او څښلو ، شرمګاه د جنسی عمل څخه ډډه او مخنیوی وکړی . نو دا مهال بدن په رښتیا هم روژه نیولې ده . که داسی نه وی ، نو حیوان هم وږی ساتل کیدای سی خو هغه ته روژه نه ویل کیږی ! دا هم د روژې اتلسمه تحفه ( ن . صمد )
ځان لیدنه
وایی چی یو شتمن ځوان کوم عارف ته ورغی او ورته ویې ویل چی د ژوند د سمون لپاره یو ښه نصیحت راته وکړه . عارف هم هغه د کړکۍ خوا ته بوت او ورڅخه ویې پوښتل چی څه شی وینې ؟ ځوان ورته وویل چی خلک دوری هوری تیریږی او یو ړوند فقیر وینم .
وروسته یې یوې غټی هیندارې ته ودراوه او ورڅخه ویې پوښتل چی څه وینې ؟ ځوان ورته وویل چی یوازی خپل ځان وینم او بس .
عارف په سړه سینه ورته وویل چی وګوره ! د کړکۍ ښیښه او دغه هینداره دواړه اصلأ ښیښه ده ، خو هیندارې ته یې د شا لخوا یوه نازکه نقره اي لایه ورکړې ده . نو کله چی ښیښه بې لایې وی کولای سې چی آخوا ته هر څوک ترې ووینې ، خو که لایه ( یعنی ثروت ) ورکړې نو بېله ځانه به بل هیڅوک هم و نه وینې . ژوند هم کټ مټ همدغسی دی . موږ او تاسی باید ځانونه په لایه سره و نه پوښو تر څو یوازی ځان ووینو یعنی خودبین او ځان پال اوسو ، بلکی د زړه ښیښه مو باید صافه وی چی هر څوک ووینو او د اخوت لاس ورکړو . همدا زما نصیحت دی او تل یې عملی کوه . ځوان ډیرخوشحاله او قانع سو او همدا بهترین نصیحت یې د ژوند نصب العین وګرځېد .
هو، یوازی ځان خوښوَنه او ځانپالنه اصلأ د ځان محدودول او پر ځان د جهان تنګول دي . یوازی د ځان په فکر کی کېدل یعنی د ځان پر نورو لوړ ګڼل یو آفت او مرض دی چی د انسان ژوند لنډوی . حضرت لقمان داسی ویلی دي : « که خلک تا په هغه صفت سره وستایی چی ته یې وړ او لایق نه یې ، نو ته مه مغرور کیږه ځکه د جاهلانو په وینا هیڅکله هم د ډبری څخه سره زر نه جوړیږی . » د انسان خدمت کول په حقیقت کی د الله خدمت ( راضی ) کول دي . نو هیله ده چی په ځانونو کی د تواضع ، شکسته نفسۍ ، صله رحمۍ او عاجزۍ احساس پیدا او مضبوط کړو .