لیکوال:

 محترم ډاکترصاحب نثاراحمد صمد

دروژې لسمه تحفه

روژه د ټولو آسمانی ادیانو د ظهور میاشت ده . روایت دی چی ټول الهی کتابونه په روژه کی نازل سوي دي : پر ابراهیم (ع) باندی صحیفې په روژه کی نازل سوي دي ؛ پر موسی (ع) باندی تورات د روژې پر شپږمه نازل سوی دی ؛ پر داؤد (ع) باندی زبور د روژې پر اتلسمه نازل سوی دی ؛ پر عیسی (ع) باندی انجیل د روژې پر دیارلسمه نازل سوی دی ؛ او پر محمد رسول الله (ص) باندی قرآن د روژې د لیلة القدر په شپه نازل سوی دی چی د وروستۍ لسیزی یوه طاقه شپه ده . نو دا هم د روژې د مبارکی میاشتی لسمه تحفه ( ن . صمد )

علم ښه دی که شتمني ؟

یوه جاهل د یوه حکیم او عالم څخه پوښتنه وکړه چي علماء همېشه د پاچهانو د کورو پر دروازو وینم او دا به ډېره نادِره وي چي پاچا دي د عالم د کور و دروازې ته ورسي .

نو که علم تر مال او شتمنۍ ښه وای باید خبره برعکس وای یعني پاچهان به د علماوو د کورو دروازو ته ورتلای .

حکیم ور ته وویل :

عالم پوهیږي چي هم په علم کي فایدې سته هم په شتمني کي ، نو خود دواړه طلبوي ؛ او جاهل نه پوهیږي چي په علم کي څومره فایدې سته ، نو خود علم نه طلبوي .

هو ، په خپله همدغه قصه د علم پر کمال او د جهل پر نقصان دلالت کوي . که موږ بشري تاریخ ته ښه ځیر سو نو ثابته به سی چی علم او پوهه روڼا ده ، خو هغه د اخلاقو څخه پرته خطرناکه او ورانونکې ده .

ابوالاسود څه ښه ویلی دي :

د پاچهانو حکومت پر خلکو دی مګر د عالمانو حکومت پر پاچهانو دی .

نو الله (ج) دی هر مسلمان د علم په نور منور کړی .

 خدای ته زارۍ اوژړا 

یوه شپه یو شاګرد ګوښه ناست و او خدای ته یې زارۍ او ژړاوی کولې چی استاد یې څنګ ته ودرېد خو شاګرد په خپلو فریادونو لګیا و .

وروسته استاد ږغ پر وکړ چی دا دومره زارۍ او ژړاوی د څه لپاره دي ؟

شاګرد ورته وویل چی خدای ته یې د بخښنی او مغفرت لپاره کوم تر څو ګناهونه می رامعاف کړی .

استاد ورته وویل چی یو سوال درڅخه کوم ځواب یې راکړه .

شاګرد په ډیر ادب سره ورته وویل چی مهربانی وکړﺉ .

استاد ورڅخه وپوښتل چی که ته یوه چرګه وروزې ، هدف به دې د دې روزنی او پالنی څخه څه وی ؟

شاګرد ورته وویل چی بېله شکه د دې لپاره چی ښه غوښه او هګۍ راکړی .

استاد ورته وویل چی که وغواړې هغه حلاله کړې خو چرګه ډیری زارۍ او ننواتی درته وکړی نو آیا د خپل دغه تصمیم څخه به تیر سې ؟

شاګرد ورته وویل چی یا ، بلکی د هګیو او غوښي لپاره یې روزم او هیڅ نه ورتیریږم .

استاد ورڅخه وپوښتل چی که همدا چرګه هر ورځ د سرو زرو هګۍ درکړی ، آیا بیا به یې هم حلاله کړې تر څو د غوښو څخه یې برخمن سې ؟

شاګرد لږ سوچ او فکر وکړ او وروسته یې ورته وویل چی یا ، نه یې حلالوم بلکی طلایی هګۍ به یې ما ته فوق العاده مهمی وی .

استاد ورته وویل چی داسی ده ، نو ته هم خدای ته همداسی اوسه .

تل په دې هڅه کی اوسه چی تر خپل پوست ، تر خپل تن ، او خپل وجود مهمتر اوسې .

یعنی تلاښ وکړه چی د خالق او مخلوق دواړو لپاره ګټور او مهم اوسې چی له امله به یې پخپله د خدای د رحمت څخه مستفید او برخمن سې .

خدای ستا تشي زارۍ او ژړاوی نه غواړی بلکی په خشوع او خضوع سره عبادت او اطاعت درڅخه غواړی او د همدې لپاره دې دنیا ته راغلی یې او دا یوه امتحانی دوره ده چی د سترګو په رپ کی ځی .

هو ، موږ باید یوازی خدای (ج) ته و نه وایو چی دغه یا هغه مشکل لرو ، بلکی خپل مشکل ته ووایو چی خدای لرو !

د دغه فارمول عملی کول به انشاالله ذهنی ، فکري او قلبی سکون را عطا کړی .

حضرت صدیق (رض) فرمایلی دي چی :

په صبر کولو کی کوم مشکل نسته ، خو په ژړا او فریاد کی بیا کومه ګټه نسته .

نو که موږ او تاسی ښه متوجه سو راته ثابته به سی چی په مصیبت کی بې صبري کول دوهم مصیبت دی .

نو هیله ده چی د هر ډول غم او مصیبت پر مهال همت ، استقامت او مقاومت له ځانه وښیو چی همدا مو اسلامي ، ایمانی او انسانی وجیبه ده .