لیکوال:

 محترم ډاکترصاحب نثاراحمد صمد

د روژې لومړنۍ تحفه

 

ګرانو دوستانو ، د تیرو درو کالو غوندی یو ځل بیا ستاسو د روحانی او معلوماتی تندی د ماتولو لپاره خدمت ته حاضر یم او د مبارکی روژې په دې له برکت ، رحمت او مغفرت څخه ډکه میاشت کی به هره ورځ انشاالله یوه یوه تحفه درته وړاندی کوم چی زما د ناچاپه اثر ( اخلاقی کنایې ـ دوهم جلد ) څخه را اخیستل کیږی .

ښه درنو لوستونکو ، د تیر کال روژه خو د سترګو په رپ کی تیره سوه او بله دا ده راورسیده . څومره ګران خپلوان ، دوستان ، ملګري او نا آشنا کسان سږ کال نسته او تر تورو خاورو لاندی دي ؟ آیا د دې ضمانت سته چی موږ او تاسو به روانه روژه پوره کړو ؟ آیا آینده روژه به ژوندي یو ؟ آیا دا به مو وروستۍ روژه نه وی ؟ څوک پوهیږی او څوک یې ضمانت کولای سی ؟ نو راځی چی دا ثابته کړو چی موږ د نفس محکوم نه بلکی د نفس حاکم یو .

د روژې مبارکه میاشت درې لسیزی لری چی لومړنۍ یې د رحمت ، دوهمه یې د مغفرت او درېیمه یې له اوره د نجات لسیزه ده . څنګه چی نن د رحمت د لسیزی لومړۍ ورځ ده نو باید له خدایه رحمت طلب کړو او هره ورځ په خپلو تسبیحاتو کی « یا حی یا قیوم برحمتِک استغیث » ، « سُبحان الله و بحمدهِ سُبحان الله العظیم » ډیر ووایو . نو دا هم په همدې هیله د لومړۍ روژې لومړنۍ تحفه ، ( ن . صمد )

 

د الله او بندګانو سوله

روایت دی چی یوه ورځ بهلول صاحب په بازار کی ناست و ، چی خلیفه هارون الرشید تیرېدﺉ او هغه یې ولیدی . ورغی او پوښتنه یې ځنی وکړه چی بهلول صاحب ، څه کوې ؟ هغه په ځواب کی ورته وویل چی د الله او بندګانو تر منځ سوله راوړم ، یعنی هغوی سره پخلا کوم . خلیفه ورڅخه وپوښتل چی آیا هغوی دی سره پخلا او راضی کړل ؟ بهلول ورته وویل چی الله تعالی یې منی او راضی دی مګر بندګان یې نه منی او نه حاضریږی .

تصادفأ څو ورځی وروسته هارون الرشید د یوې هدیرې تر څنګ تیرېدﺉ چی بیا یې بهلول ولیدی او دا ځل د قبرونو په منځ کی ناست دی . ورغی او پوښتنه یې ځنی وکړه چی بهلول صاحب ، دلته څه کوې ؟ بهلول هماغه ځواب ورکړ یعنی دا چی د الله او بندګانو تر منځ سوله راوړم . خلیفه بیا ورغبرګه کړه چی نو څنګه سو ، آیا هغوی دې سره پخلا او راضي کړل ؟ بهلول ورته وویل چی نن یې بیا بندګان منی او هر څه ته حاضر دي ، خو الله تعالی یې نه منی !

هو درنو لوستونکو ، نن موږ پوره او کافی وخت لرو ، موقع او فرصت لرو ، مهلت او چانس لرو او الله تعالی باالکل سولی او پخلاینی ته چمتو دی ؛ داسی نه چی ناوخته سی ، موقع مو له لاسه ووزی او بې ژونده سو ؛ نو چی بیا هر څومره زارۍ وکړو او هر ډول شرایط ومنو خو الله تعالی به راڅخه ناراضه وی او سولی ته به نه حاضریږی . ځکه نو نن د عمل ورځ ده بېله حسابه ، خو سبا د حساب ورځ ده بېله عمله !

 

پنځه شیان په پنځو شیانو کی

علمأ وایی چی الله تعالی پنځه شیان په پنځو شیانو کی ایښی دي ، مګر خلک یې په نورو شیانو کی لټوی ، نو څنګه به یې ومومي ؟!

لومړی ـ الله خپله رضا د نفس په مخالفت کی ایښې ده ، مګر خلک هغه د نفس په موافقت کی لټوی ؛ نو څنګه به یې ومومي ؟

دوهم ـ الله آرام په جنت کی ایښی دی ، مګر خلګ په دنیا کی پسی ګرزی ؛ نو څنګه به یې پیدا کړی ؟

درېیم ـ الله علم او حکمت په لوږه کی ایښی دی ، خو خلګ یې په موړتیا کی لټوی ؛ نو څنګه به یې ومومي ؟

څلورم ـ الله وس او توان په قناعت کی ایښی دی ، لاکن خلګ یې د مال او دولت په تلاښ کی لټوی ؛ نو څنګه به یې ومومي ؟

پنځم ـ الله عزت په خپل اطاعت کی ایښی دی ، خو خلګ د واکمنانو په دروازو کی پسی ګرزی ؛ نو څنګه به یې حاصل کړي ؟

هو په رښتیا هم دا څومره عالی او عینی لارښوونه ، پوهوَنه او سموَنه ده . که دغه آفاقی ارشاد ته ښه ځیر سو نو د ژوندانه اصلی هدف او مقصد به راته معلوم سی انشاالله . بس یوه صادقانه اراده او فیصله غواړی .  

دنښتر ویبلاګ دادارې لخوا مبارکي:

دنښتر ویبلاګ اداره دنړئ په مخ ټولو خویندو او وروڼو ته دزړه له تله دمبارکې روژي دراتګ له کبله مبارکي وايي او له رب العلمین څخه ټولو روژه تیانو ته ددې ښکلې فرېضې په سرته رسولو کې توفیق غواړي.

یادونـــــــــــــــــــه :

 نښتر ویبلاګ ویاړ لري، چې محترم ډاکترصاحب نثار احمد صمد سږکال بیاهم موږ ته د روژې مبارکې نازنینې تحفې رالیږي موږ محترم ډاکتر صاحب اودرنې کورنۍ ته یې له پروردیګار څخه هراړخیزې خوشبختۍ غواړو او له خپلو درنو لوستونکو څخه هیله کوو، چې دا له بیې څخه لوړې تحفې په ځیر سره ولولي او عملي يې کړي.

الله تعالی دې موږ اوتاسو ته دنېکو چارو توفیق را په برخه کړي 

الله امین