3

 قاتل او مقتول

ډیر پخوا د نیل پر غاړه یو قاتل وو
د هر ښار په جنایت کي به شامل وو
هم له غله هم داړه مار سره یې کار وو
چي هر ځای به یو قاتل وو دی یې یار وو
په زړه سخت لکه د غرونو ځناور وو
هم په تیښته کي چالاک هم زورور وو
په سل کونو یې کورونه وه لوټلي
په لس ګونو انسانان یې وه وژلي
قتلول به یې مظلوم خلک بیځایه
نه یې ویره له انسان وه نه له خدایه
هم ملګری یې قاضي وو هم کوټوال وو
هم په غلاوو کي شریک یې څارنوال وو
تر پاچا پوري عرض نه سو رسیدلای
د مظلوم چیغي چا نه سوای اوریدلای
چي وژلي یې بیځایه انسانان وه
په دې ښار کي په سل ګونو یې خپلوان وه
نا امیده له قاضي له حکومته
تمه نه وه د پاچا له عدالته
چي چاره د دې قاتل وکړي پخپله
ښار کرار کړي له دې هري شپې یرغله
په یوه آواز را ووتل له ښاره
چي قاتل په غره کي ونیسي له غاره
چي قاتل هجوم د خلکو وو لیدلی
هر اندام یې وو له ویري لړزیدلی
مخ یې ونیوی د نیل د سیند پر لوري
هر ګړی ځانته د امن لوری ګوري
چي یې لاره کي پیدا وږی زمری سو
له حملې سره ملګری یې غړومبی سو
تر شا خلک دلته ویره د زمري سوه
له امیده یې د زړه خونه خالي سوه
یوې جګي ګڼي وني ته سو پورته
ښاخ پر ښاخ پورته کیدی د هسک و لورته
پاس د وني په ښاخونو کي یو مار وو
مار لا څه چي د پیړیو اژدهار وو
د قاتل لوري ته دوې سترګي نیولي
خلاصه خوله کي دوه غاښونه ځلیدلي
له ناکامه یې ځان سیند ته ور ایله کړ
د اوبو وږي نهنګ یوه ګوله کړ

چي سزا یې په قسمت وه رسیدلې
له ازل څخه یې لار نه وه میندلې
پاس د مځکي پر سر پورته عدالت دی
بې سرحده یې قدرت او سلطنت دی
نه لحاظ کړي د قاضیانو کوټوالانو
نه مخ ګوري د نړۍ د پاچانو
چاچي کړي پر مظلوم باندي ظلمونه
یوه ورځ ورسره کیږي حسابونه
چي پر ټولو پاچهي کوي یو خدای دی
د وروستي عدالت کور د هغه ځای دی
« د مثقال د ښو جزا ورکول کیږي
د مثقال بدی سزا ورته رسیږي»

د جون د میاشتي نولسمه ۲۰۱۳ ویرجینیا