درنو لوستونکو!

ښه به وي چې ددې مطلب له لوستلوڅخه مخکې لمړی دالاندې لینک کښېباسئ ترڅوهغه ویدیو وګورئ په کومه کې چې دطالبانو ددفتر دپرانستنې جریان ښودل کیږي:

http://www.youtube.com/watch?feature=player_embedded&v=vG5ffQELeXM#at=55

دکابل ادارې له مخالفت سره سره امریکايي اوطالب استازي نن خبرې کوي.

1

تاند – تمه ده چې نن د قطر په مرکز دوحه کې د طالبانو استازي او د امریکا استازي خبرې وکړي.

د دې خبرو نیټه یوه امریکایي چارواکي چې نوم یې لویدیځو رسنیو ته نه دی اخیستی په ډاګه کړه، خو امریکا رسما نه دې ویلي چې د جون په ۲۰ له طالبانو سره خبرې کوي. طالبانو هم په دې اړه څه اعلان نه دی کړی.

د امریکا له لورې به د دې خبرو مشري د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استازي جیمز دوبینز وکړي، خو د حیرانتیا خبره دا ده چې دوبینز مخکې تر دې چې پرون قطر ته ورسیږي رسنیو ته وویل چې له طالبانو سره به خبرې هغوی ښایي کمزوري کړي، د هغوی د مشرانو په منځ کې به بیلتون پیدا کړي او د هغوی پر تبلیغاتو به منفي اغیز وکړي.

ځیني کتونکي وايي چې ممکن ښاغي روبین په دې توګه غواړي چې په قطر کې د طالبانو د دفتر د پرانستلو په وړاندې د افغانستان د حکومت غوسه لږه کړي.

طالبانو چې بیا کله د سې شنبې په ورځ په دوحه کې خپل دفتر پرانیست، ویې ویل چې د دغه دفتر له لارې به له نړیوالو رسنیو سره د دوی اړیکي پیاوړي شي.

امریکایي چارواکو د سې شنبې په ورځ د قطر په مرکز کې د طالبانو د دفتر تر پرانیستلو وروسته وویل چې ډیر ژر به له طالبانو سره خبرو ته کښیني او له هغوی به واورئ چې دوی څه ویل غواړي، همداراز امریکا به هغوی ته خپل پیغام مخامخ ورسوي.

سربیره پر دې چې د کابل حکومت د طالبانو د دفترد پرانیستلو د بڼې له امله له هغوی سره د سولې په خبرو کې د ګډون خبره رد کړه او ویې ویل چې د سولې د عالي شورا پلاوی به قطر ته ولاړ نه شي، د امریکا ولسمشر بارک اوباما د چهارشنبې په ورځ په برلین کې د جرمني له صداعظمې سره په ګډه خبرې غونډه کې وویل، چې ولسمشر کرزی په خپله دا مني چې سیاسي روغې جوړې ته اړتیا شته.

اوباما ټینګار وکړ چې له طالبانو سره به د سولې خبرې امریکا پرمخ یوسي.

دا لاندې لینک هم کښېباسئ:

http://www.bbc.co.uk/pashto/multimedia/2013/06/130620_im_dawood_azami_update_iv.shtml

 له تاند اوبي بي سي څخه په مننه