عطا محمد نور ولسي جرګې ته هم سپکاوی وکړ

وروسته له هغې، چې په کابل کې د ایران او د هغو د جاسوسانو پر ضد تر سر ليک لاندې یو پراخه لاریون تر سره شو او په دغه لاریون کې د ځینو جنګسالارانو تر څنګ، د عطا محمد نور انځور باندې هم د بطلان سرې کرښې ایستل شوې وې او د جاسوس خطاب ورته شوی و، نوموړي غبرګون ښودلی دی.

نور تیره شپه رسنیو سره په مرکه کې ويلي، چې ما ته د جاسوس خطاب شوی او زه به د خپل حیثیت د اعادې لپاره به لوی څارنوال ته لیک ولیږم. ده دا هم ويلي، چې زه پوهیږم، چې ټاکنې رانږدې دي او د دغو لاریونکوونکو تر شا ځینې کړۍ دي، چې دوی لمسوي.

نوموړي همداراز د ولسي جرګې د هغې پرېکړې وروسته، چې په تذکره کې دې یوازې افغان ولیکل شي، په سختو الفاظو سره دغه پرېکړه غندلې او ويلي، چې زه دا نه منم او یو موټی خلک ( ولسي جرګه) د دې پرېکړې صلاحیت نلري. نوموړي ويلي، چې په ولسي جرګه کې دغه استازي شایستګي نلري.

د روهي ويبپاڼو د خبریال لخوا، د هغو مدني ټولنو او خوځښتونو د ځینو فعالینو سره خبرې وشې، چې یاد لاریون یې دوه ورځې د مخه تر سره کړ. دغه فعالین د عطامحمد نور د څرګندونو په هکله وویل، چې موږ به د عطا محمد نور پر وړاندې لویې څارنوالۍ او نورو ارګانونو ته شکایت وکړو. د مدني ټولنو دغه استازي وايي، چې لومړۍ زموږ غوښتنه به دا وي، چې عطامحمد نور افغانیت نه مني، باید سلب تابعیت شي او له دندې ګوښه شي او همداراز باید له دې امله، چې ولسي جرګې پرېکړه نه مني او هغوی ته توهین کوي، د دې خبرو ځواب هم باید ووايي.

د مدني ټولنو او خوځښتونو دغه غړي وايي، چې په شمال کې عطامحمد نور ځانته یو امارت جوړ کړی او د مرکزي حکومت پرېکړې نه مني. دوی زیاتوله، چې په مزار شریف کې، يې هغه واټ چې د ابومسلم په نوم یادیده، د ایران د هغه جاسوسانو په نوم ونومول شو، چې په افغانستان کې وژل شوي وو او دا د ده د ګوډاګيتوب یو لوی ثبوت دی.

 

له روهي ویبپاڼې څخه په مننه