دل افـــــګار افــــګار
راولې خالقه هغه زما دزړه قرارقرار
هغه دښکلاسلـــــطان او هغه نوبهاربهار
هغه چې یې زه په یوه نظر وېوړم له ځان سره
هغه چې کرۍ شپه ورتـــه ناست یم تر سهار سهار
هغه ګلبدن ترګل نازک او ګلاب رنګ جانان
هغــه چې رنګونــــــه اوروي پـــــه هـــر ګلزار ګلزار
هغه چې وږمې یې خوشبويي شیندي سهارماښام
هغه چې خجل دي ورتــــــــــــــــــه عطــــر دبازار بازار
هغه چې دمشکوکاروان سرږدي ورته پښومخ ته
هغـــه چې لري عنـــبري زلفــــــــي ګېــډۍ تار پـــه تار
هغه چې هم درد دی هم درمان او هم ارمان ارمان
هغه چې یې زه کړمــــه خـــــوږو سترګو بېمار بېمار
هغه چې په سترګو کې خمار درکړي خمار یوسي
هغه لب شکر دلبر او هغـــــــــــــه خوش ګفتار ګفتار
هغه چې خوږه خوله یې هجران پولۍ پولۍ کړله
هغه مظلوم هغــــه چـــې هــــــر چــــا ورکـړ ازار ازار
هغه غواړم خدایه هغه زما ددواړو سترګو تور
هغه دبســــمل غونـــــدې امین اودل افـــګار افـــګار
راولې خالقه هغه زما دزړه قرارقرار
هغه دښـــــــکلاسلـــــطان او هغـــــــــه نوبهاربهار
دنښتر شېرینو لوستونکو!
غواړم دخپل پورتني نظم سره برابر داحمد ظاهر په زړه وړونکي غږ یوڅوله سوزه ډکې سندرې تاسو ته ډالۍکړم هیله ده خوښې مو شي نو راځئ دا لاندې لینکونه یو په بل پسې کښېباسئ:
http://www.youtube.com/watch?v=2ZsB1FBWMPo
https://www.youtube.com/watch?v=Jy7JBhhKAZI
https://www.youtube.com/watch?v=pbHNSrYTQsU
https://www.youtube.com/watch?v=J-NJW-hAms8
https://www.youtube.com/watch?v=XwCNXuLQl_c
بســــــــــــــــــــــــــــــــــمل
دانځورونو او موسیقي په اړوند له ګوګل او یوتوب څخه لا له پخوامنندوی یم .