وه جــــانانه څومره به لا نـــوردرپســې ژاړمــــه
کومه خواچې ځې جانانه وړې مې له خپل ځان سره
وامې خلې په غېږ کې مښلوې مې له ګرېوان سره
ستا په یو نظر کاږه واګه داکاینات شي ټول
شور ورکړې جهان ته ښوروې مې له جهان سره
هسکه سرایي غاړه دې لوړه تراسمانه شي
زلفې رااوږدې کړې زنګوې مې له پېزوان سره
زه لکه پېزوان ستا په مخ زانګم ښکولوم دې خوله
مات مې پرې خمارکړم دکلونو له ارمان سره
تا بیا دسینې په ګلدره کې راته جوړوي ټال
کله په کابل کله مې ولې له پغمان سره
سېب دزنخدان دې دی غونډۍ دعرفات جانه
شونډې مې پرې ږدمه له سجدو او له ګریان سره
پوزه دې مقام دابر اهیم زینت دخدای دکور
خال حجرالاسود دې جوړه ګرزي له قران سره
ګورم دې تصویر ته چې رخصت واخلې له ماڅخه
اه مې دلمبو په شان یوځای کړم له توفان سره
کله چې دبام سر ته راپورته شې دروالوزم
دومره مې سرلوړشي چې لګیږي له اسمان سره
تا په خوږه مینه زه د رب تر دره وروستم
تل به جوړه ګرځو پرې مې نه ږدې له شیطان سره
ډېر غواړي چې ما پخپله لومه کې ورونیسي
شکر خدایه شکر ګرفتار یمه له ګران سره
وخت دصبح دم شو غرېو نیولی او داشعر لیکم
بس دی ځم لمانځه ته ملاقات کړم له سبحان سره
وه جانانه څومره به لا نوردرپسې ژاړمــــه
سترګې مې دوینو په شان سرې شوې له فغان سره
صبر دې کاوه خاکساري هم کوه بسمله ته
درخته مېوه داره اورمېږ ټیټ وړي له ګوزران سره
کومه خواچې ځې جانانه وړې مې له خپل ځان سره
وامې خلې په غېږ کې مښلوې مې له ګرېوان سره
دنښتردرنولوستونکواوزما دشعرقدرمنومینوالو!
اوس که دپاکو اوښکو دچینې احوال له موسیقي سره غواړئ نوبیایې دلاندې لینک په کښېباسلو سره ترلاسه کولای شئ :
http://www.youtube.com/watch?v=l0YlPLnaDIo
دیادولو ده، چې زه دخپلو لیکنو اواشعارومطابق انځورونه له ګوګل څخه رااخلم اومننه ورڅخه کوم همداراز له یوتوپ څخه هم منندوی یم