د پكتيا پوهنتون محصلانو لسګونه نيالګي كښېنول

راپور- زمرى كامران / پكتيا رسنيز مركز

نيټه :۱۳۹۲  د حمل ۲۵ مه

د پكتيا پوهنتون محصلانو د دغه پوهنتون په انګړ كې لسګونه زينتي نيالګي كېنول،چې په شنه كېدو سره به يې د ياد پوهنتون ښكلا نوره هم زياته شي.

دغه نيالګي چې د ياد پوهنتون د حقوقو پوهنځي د محصلانو په شخصي لګښت پېرل شوي و، نن د يكشنبې په ورځ يې د يو حشر په ترڅ كې كېنول.

د حقوقو پوهنځي د محصلانو استازى لعل كريم شاه وايي د ونو كينولو دغه لړۍ د حقوقو پوهنځي محصلانو پيل كړه، خو هيله او غوښتنه يې دا ده چې د پوهنتون د پاتې نورو پوهنځيو محصلان هم په ورته اقدام لاس پورې كړي.

هغه وويل: (( دلته په پكتيا پوهنتون كې شنه ساحه نشته، پوهنتون نوي دي، ونې هم پكې ډېرې كمې دي، ټول پوهنتون خړ سپېره ښكاري. موږ د حقوقو پوهنځي محصلانو په خپل وخت دغه ستونزه درك كړه، د ونو په اېښودلو مو اقدام وكړ، خو د نورو پوهنځيو له محصلانو هم غواړو  چې دغه غوره كار ته رامخكې شي او خپله ونډه ثابته كړي. ))

نوموړي د حقوقو پوهنځي د محصلانو په استازيتوب وعده وركړه، چې د نيالګيو له كېنولو وروسته به په مسوولانه ډول د هغوي ساتنه او پالنه هم كوي.

همدا ډول د ونو اېښودلو پر مهال د پكتيا پوهنتون د حقوقو پوهنځي رييس ناصر ستانكزي له محصلانو مننه وكړه او زياته يې كړه چې د پوهنتون او نورو عام المنفعه ځايونو په شنه كولو كې بايد هر لوستي او نالوستي افغان ونډه واخلي.

ستانكزي وړاندې وويل چې د ونو اېښودلو تر څنګ بايد د ونو ترتيب او هغوي پالنې ته هم پاملرنه وشي، تر څو د پوهنتون ساحه په منظم ډول شنه او سمسوره شي.

د يادونې وړ ده چې پكتيا پوهنتون كې له څو كلونو راهيسې زرګونو مثمر او غير مثمر نيالګي كينول شوي، خو ځيني يې د مسوولينو د نه پاملرنې او ځينې نور يې له اقليم سره د نه سمون له امله وچ شوي، له منځه تللي او ځينو نورو ته هم ورته ګواښونه ورپېښ دي.