محترم ډاکترصاحب نثاراحمد صمد
لیکوال علامه یوسف قرضاوی
ژباړن :محترم ډاکترصاحب نثار احمد صمد
شیطانی وســـــــــوســـــــــــه
درنو لوستونکو ، دا د یو چا سوال دی او علامه قرضاوی یې ځواب ورکوی چی د موضوع د اهمیت له مخی می وژباړه او هیله ده چی په ښه غور ورته متوجه سو ، ( ن . صمد ) :
پوښتنه : د څه مودې راهیسی زما په زړه کی یوه شیطانی وسوه رالوېدلې ده . هغه دا چی د الله تعالی پر عدالت او انصاف باندی می یو څه شک راغلی دی . څو څو واره می د خپل زړه څخه پوښتلی دي چی الله تعالی ولی ځینی خلک خورا ډیر شتمن کړي دي خو ځینی یې بیا خورا غریب او مسکین کړي دي . آیا دا به ښه نه وو که ټول برابر وای ؟
د همدې شیطانی وسواس له امله لمونځونه راڅخه پاته دي . نو لطفأ د دغو وسوسو څخه د خلاصون لارښوونه راته وکړﺉ .
ځواب : پر هر مؤمن باندی داسی حالت راځی چی شیطان یې غولوی او لمسوی او په وسوسو کی یې راګیروی . نو د چا ایمان چی ټینګ او پوخ وی ژر د دغسی وسوسو څخه ځانته خلاصون ورکولای سي .
تا چی د کومو وسوسو ذکر کړی دی ، هغه اصلأ پر دوو لویو غلط فهمیو ولاړی دي :
اول ـ لومړنۍ غلطي دا ده چی تا دنیوي مال او دولت هر څه بللی دی . ستا خیال دا دی چی مال او دولت تر بل هر څه لوی نعمت دی . خو باید متوجه اوسې چی د انسان په ژوندانه کی یوازی شتمني هر څه نه ده . وګوره ، څومره شتمن او بډای انسانان سته چی ډول ډول ناروغیو راګیر کړي دي . هغوی په خپلو پیسو روغتیا نسی رانیولای . ځینی بیا د دنیا او دولت د لرلو سره سره د ذهانت له نعمته محروم دي ، یا دا چی په اولاد غوندی نعمت پسی مړه دي . ځینی یې بیا اولاد لری خو معیوب او نیمګړی وی . څومره ډیر شتمن کسان وجود لری چی غواړی د بیوزلو غوندی په ماړه نس هر څه وخوری مګر په خپل ټول ثروت سره دغسی لوږه نسی رفع کولای او تل وږی وی . ځینی یې بیا د چاغېدو له بیری هر څه نسی خوړلای . که یې باالفرض په مړه ګېډه هم وخوري ، نو څومره به وخوري ؟
آیا هغوی په خپله خېټه کی مځکه او آسمان ځایولای سي ؟
آیا هغوی خپل دومره ثروت د ځانو سره قبر ته وړلای سی ؟
دا لا څه ، بل مشکل یې دا دی چی څومره ډیر دولت او ثروت ولري هغومره به په قیامت کی حساب کتاب هم ورکوي . په حدیث شریف کی راغلي چی د قیامت په ورځ به انسان له خپله ځایه و نه خوځی څو چی څلور پوښتنی ورڅخه ونسي : په هغه کی به یوه پوښتنه دا وی چی کوم دولت چی تا ته درکول سوی و ، څنګه دې په لاس دروړی و او څنګه دی مصرف کړی دی .
نو معلومه سوه چی مال او دولت هر څه نه دی . له دې نه پرته په دنیا کی نور داسی بې شمیره نعمتونه سته چی تر هغه هم ګران او ارزښتمن دي . ته خپل ځانته ښه متوجه سه چی د لیدلو هغه قوت چی درکول سوی دی ، آیا هغه په یو لک یا دوو لکو ( ۱۰۰۰۰۰ ـ ۲۰۰۰۰۰ ) روپیو یا ډالرو خرڅوې ؟
دا چی د اورېدلو قوت درکول سوی دی ، په سرو او سپینو زرو یې پلورې ؟
مطلب دا چی لاس ، غوږ ، پزه ، پښه او نور ټول غړې د الله تعالی هغه نعمتونه دي چی عوض یې سره او سپین زر نسي کېدای . الله تعالی فرمایی « که د الله نعمتونه وشمیرې نه یې سې کولای » ( ابراهیم ـ ۳۴ ) .
هر څه د مادیت له مخی لیدل د انسان خورا ستره غلطي ده .
دوهم ـ بله غلط فهمي دا ده چی تا داسی فکر کړی دی چی د الله تعالی عدالت او انصاف به دا وای چی ټول انسانان یې د مال او دولت له مخی برابر پیدا کړي وای .
په خدای قسم چی په برابري کی هیڅ حکمت نسته . حکمت خو په دې کی دی چی ټول برابر نه دي تر څو انسانان امتحان سی او دا معلومه سی چی څوک شکر باسی او څوک هم ناشکره دي ، څوک د مصیبت پر مهال صبر کوی او څوک هم صبر خوشی کوی .
الله چی دا مځکه او اسمان پیدا کړي دي ، موږ انسانان یې پیدا کړي یو ، آیا دا هر څه یې بې مقصده خلق کړی دي ؟
آیا موږ یې صرف د دې لپاره جوړ کړي یو چی یوازی یې وخورو او ویې څښو او بیا مړه سو ؟
که یې ټول سره برابر کولای نوالله تعالی خو دا هم کولای سو چی انسان یې بېله نس او ګیډې څخه پیدا کړی وای . نه به د لباس اړتیا وای او نه هم د اوسېدو لپاره کور ته ضرورت وو . په دې صورت کی به د شتمن او غریب جګړه هم نه وای . مګر یا ؛ د حکمت او مصلحت تقاضا دا ده چی د انسان سره د هغه انساني اړتیاوی هم پیدا کړل سی ، او د ازموینی په خاطر په انسانانو کی توپیر هم شتون ولری . که څوک احسان او ښېګڼه کونکی وی نو بل څوک بیا باید داسی وی چی همدغه احسان او نیکي ورسره وسی . که څوک صابر وی نو یو بل څوک باید داسی وی چی هغه ته په کتو سره دﺉ هم صبر غوره کړی . نو که ټول یو برابر وای په دې ژوندانه کی به هیڅ کیف او مزه نه وه . کومی منډی ترړی او کوښښ به هم نه وو . بلکی د ژوند ټول رونق به له منځه تی . د ورځی او روڼا د اهمیت او ګټې احساس خو د همدې لپاره دی چی تیاره او شپه یې هم ورسره پیدا کړې ده . که تیاره نه وای نو د روښنایی څه احساس به مو لرلی ؟
دا خبره هم د غور وړ ده چی موږ انسانان د خدای حکمت څنګه ټاکلی سو؟
یو ناروغ ټوله شپه له درده لټ پر لټ اوړی او غواړی چی له درده ډکه دغه شپه په څو دقیقو کی پای ته ورسیږی ، خو هلته بیا د واده په لومړۍ شپه ناوې او زوم غواړی چی دا شپه هیڅ ختمه نسی .نو اوس ته پخپله ووایه چی خدای له دغو څخه د چا آرزو او تمنا پوره کړی ؟
په کوم عمل کی یې حکمت نغښتی دی ؟
پس حق خو دا دی چی الله تعالی دغه کاینات د یو نظام پر اساس پیدا کړی دی او هغه ذات په خپل حکمت ډیر ښه پوهیږی .
په دې ارتباط یوه قصه هم د یادولو وړ ده :
په یو باغ کی پلار او زوی په خبرو اترو لګیا وو . زوی خپل پلار ته وویل چی ما ته خو په دې کی د خدای هیڅ حکمت نه ښکاری چی د خرما غوندی یوه کوچنۍ او سپکه میوه یې په دومره غټه او درنه ونه کی پیدا کړې ده خو د خټکی غوندی درنه او غټه میوه یې بیا په یو داسی نازک او کمزوره جُړنګ کی پیدا کړې ده چی هغه هیڅ د لوړېدولو توان نلری . پلار یې ورته وویل چی الله تعالی په هر څه کی خپل حکمت او مصلحت لری خو موږ او تاسی نه پوهیږو .
څه ګړﺉ وروسته دواړه تر همدې ونې لاندی بیده سول . څو شیبې وروسته یوه دانه خرما راولوېده او د زوی پر سر ولګېده او هغه له خوبه راویښ سو . پلار یې ورته وویل چی د خدای شکر پر ځای کړه چی په دې دومره غټه ونه کی یې خټکی نه دی پیدا کړی ، که نه ستا به د ژوند آخري ورځ وای ! که څه هم دا یوه قصه ده ، خو فکر کونکو ته د عبرت یو درس پکښی موجود دی .
مؤمن بنده ته لازمه ده چی که په یو شي کی د الله حکمت او مصلحت ورمعلوم وی یا نه ، په هر حال کی باید هغه څه ووایی چی فرشتو ویلی دی : « ته څومره عظمت لرونکی یې ، موږ خو دومره پوهه لرو څومره چی تا راعطا کړې ده » ( البقره ـ ۳۲ ) . یا باید داسی ووایي څنګه چی په قرآن کی درج دي : « ربه ! دا هر څه دې ناحقه او بې مقصده نه دي پیدا کړي ؛ دا ستا د عظمت څخه لیری ده چی عبث کار وکړې . نو اې ربه ! موږ د دوږخ له اوره وژغوره » ( آل عمران ـ ۱۹۱ ) .
نو تا ته لازمه ده چی کومه شیطانی وسوسه چی په فکر کی درپیدا سوې ده ، ډیر ژر یې ایسته وغورځوه . خدای ته توبه وکړه ، خپل ایمان بیرته اعاده او پیاوړی کړه ، د لمونځونو کول پیل کړه ، او کله چی په ذهن کی کوم شک در پیدا سی بېله ځنډه علماوو ته مراجعه وکړه ، والسلام .
زمــــوږ یادښــــــت :
دنښترویبلاګ اداره دالله تعالی (ج)شکر باسي، چې زولجلال داسې ښکلي بنده ګان هم خلق کړي څولویې لویې شیطاني وسوسې له مینځه وېسي داپخپله دیو پېچلي نظام دشتون اوادارې ثبوت دی.
موږله خپل قدرمن اوقدردان ورورډاکترصاحب نثاراحمدصمدڅخه تل دزړه له تله مننه کړې اوکوویې چې نښتر ویلاګ یې پخپلوژباړو، ډول ډول دیني،علمي اومسلکي لیکنوزرغون ساتلی دی .
موږله خپلو ټولودرنولوستونکوڅخه هیله کووڅوله موږ سره یوځای لاسونه لپه اومحترم ډاکترصاحب نثاراحمدصمد ته داوږد،مثمر اوصحتمندعمردعاوکړي څو زموږ لارورکو وروڼو اوخویندو ته دلا زیاتې لارښوونې موقع ولري.
بســــمل