ګرانو دوستانو السلام عليکم! څرنګه چې د کانکور د درغليو پر وړاندې د ولسي جرګې دريځ ډېر کمزوری و او د درغليو د ارزونو واک په يوه ډول بېرته د لوړو زده کړو وزارت ته وسپارل شو، نو موږ به سبا ته خپل لاريون کوو، خو د ولسي جرګې پر ځای به يوازې په پښتونستان واټ کې تم کېږو او زموږ مخاطب به ارګ مشر وي. له تاسو ټولو نه هيله ده چې په دغه لاريون کې هم په خپله ګډون وکړئ او هم نور دوستان درسره خبر کړئ. خوشال روهي
د راټولېدو وخت: سبا (دوشنبه)، د سهار ۹ بجې
د راټولېدو ځای: د زرنګار پارک ختيزه څنډه
د لاريون تګلوری: پښتونستان واټ
ليکنې