بلخ والي په دوبۍ کې د ISI له مشرانو سره کتلي دي لیکونکی: حکیم سعیدی د بلخ د والي او ملي جبهې ترمنځ په مزار شریف کې پرونۍ ناسته د پاکستان په همکارۍ جوړه شوې ده.ویل کیږي له جنرال دوستم، محمد محقق او د بلخ له والي سره د پاکستان استخباراتو په پرله پسې توګه اړیکې نیولې او عطامحمد نور څه موده مخکې په دوبۍ کې د آی ایس آی له مسوول سره کتلي دي. له دې مخکې داسې رپوټونه ورکړل شوي، چې د ملی جبهې دوو مشرانو په ازبکستان کې د پاکستان له استخباراتي مامورانو سره لیده کاته کړي دي.د پاکستان حکومت په دې وروستیو کې د افغانستان پر وړاندې خپله ستراتیژي بدله کړې او په دې لټه کې دی، چې د پخوانۍ متحدې جبهې له مشرانو سره خپلې اړیکې له سره ورغوي.یو شمېر سرچینې وايي، د مزار شریف په طلوع هوټل کې د ملي جبهې د مشرانو او د بلخ د والي عطامحمد نور ترمنځ وروستۍ ناسته، د پاکستان په همکارۍ جوړه شوې او ددغو مشرانو او پاکستاني چارواکو ترمنځ اړیکې او تماسونه هم نیول شوي دي.سرچینې وايي، د بلخ والي عطامحمد نور، چې په احتمالي ډول به راتلونکو ټاکنو کې کاندید وي، دوبۍ ته په خپل وروستي سفر کې په پټه توګه د پاکستان د استخباراتو له جګپوړو مسوولانو سره کتلی دي.د ملي جبهې استازي د بلخ په ناسته کې د پاکستان رول ردوي او وايي، د ملي جبهې له مشرانو سره د پاکستاني مسوولانو له خوا هیڅ راز تماسونه نه دي نیول شوي او دا ډول ادعاوې د هغو کسانو دي، چې غواړي دا جبهه تخریب کړي.د چارو شنونکی پر ولسمشر کرزي نیوکه کوي، چې د بلخ د برحاله والي پر وړاندې د قانون په پلی کولو کې ناغیړي کوي، خو دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې یې پخوانی لوی څارنوال عبدالجبار ثابت له دندې ګوښه کړی و. دجدي پر۲۷مه په کابل کې یوې خصوصي ورځپاڼې اعلان وکړ،چې جنرال دوستم او محمد محقق څو میاشتې مخکې په ازبکستان کې د پاکستان له یو شمېر استخباراتي مامورانو سره کتلي او د یولړ همکاریو په تړاو یې خبرې اترې کړې دي.ورځپاڼې په ډاګه کړې، چې د افغانستان په شمال کې د احمد سمنګاني په ګډون یو شمېر مشهورې څېرې له پاکستاني چارواکو سره د جنرال دوستم د هوکړې پربنسټ ترور شوې، خو د خلیلي د وژنې په تړاو د محمد محقق له خوا ګومارل شوي ځانمرګي بریدکوونکي، په خپل پلان کې ناکام شوي دي.