ميدان وردګ:
امريكايانو په بمباري كي ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولى ده
د امريکايانو په بمبارۍ کي ولسي وګړو ته درنه مرګ ژوبله واوښته .
امريکايي ځواکونو نن سهار وختي، د ميدان وردګو ولايت د سيدآباد ولسوالۍ په حسن خېلو کلي کي پر يوه جومات بمباري کړي ده.
د سيمې خلک او عيني شاهدان وايي، چې امريکايي ځواکونو تېره شپه پر هغه جومات بمباري وکړه، چي وسله والو طالبانو شپه پکښي تېره کړي وه.
د سيمې يوه اوسېدونکي، چې نه يې غوښتل نوم يي په ډاګه سي وويل، چي په دغه پېښه کي شپاړس تنه ولسي وګړي وژل سوي او څلور نور ټپيان سوي دي.
خو د ميدان وردګو د والي وياند شاهد الله شاهد بيا وويل، چي بهرنيو ځواکونو د سيدآباد ولسوالۍ په حسن خېلو سيمه کې شپني عمليات کړي، چي د سهار په څلورو بجو پای ته رسېدلې دي او د مزمل په نامه جومات کي يې څلور تنه ځانوژونکي بريدګر وژلي او يو وسله وال يې نيولی دی.
د ده په وينا، تر دغو عملياتو وروسته، کله چې خلک د سهار د لمانځه لپاره جومات ته ورغلي دي، په جومات کي چاودنه سوې ده.
ده وويل، چې د دغې پېښې د مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات ورسره نسته خو وايي، چې د رېپوټونو له مخي له اتو تر دولسو پورې ولسي وګړي پکې وژل سوي دي.
له لر اوبرڅخه په مننه
دنښترویبلاګ غمرازي
دنښترویبلاګ اداره سپینې ماڼۍ ته دکرزي دوروستي سفر دالمړی دردوونکی سوغات په سختوټکومحکوموي اودنړیوال ډارن بانډظالمانه بمورۍ په کلکه غندي .
دنښترویبلاګ اداره د خپلو مظلوموبې ګناه شهیدانوکورنیو ته له پاک رب څخه جمیل صبر اوشهیدانو ته ښکلي جنتونه غواړي.
موږدهرانسان په ځانګړي ډول دهرافغان په وژنه خوابدي کیږو. موږ د روان ناورین خاتمه درښتیني ملي یووالي په ټینګښت، دنننۍ لاسپوڅې ادارې په ګوښه کېدواویوې لنډمهالې بې پرې ادارې په رامینځ ته کېدوکې وینو.
دیوخپلواک اوسرلوړی افغانستان په هیله