جنرال عبدالرشیددوستم نړیوال ریکارډخپل کړ
له هغې ورځې چې (جنرال رشيد دوستم) د وسلوال پوځ د (درستيزوال) په توګه رسمي امتياز اخلي، نږدې (لس کاله) تېرېږي، خو په دې يوه لسيزه کې يې يوه ورځ هم حاضري نه ده ورکړې او د غيرحاضرو ورځو شمېر يې (۳۶۶۰) ورځو ته رسېږي.
دا د نړۍ په تاريخ کې د ناقانونۍ او غيرحاضرۍ يو بې ساری ريکارډ دی چې دوستم خپل کړی دی. جنرال دوستم د جنبش د ډلې مشر چې د ۱۹۹۰ زیږدیز کال په لومړیو کې په کابل کې په جنگي جنایاتو کې ښکېل دی او ګڼ بې ګنا افغانانو يي وژلي دي. د طالبانو د رژیم تر نسکوریدو وروسته د هیواد د دفاع په وزارت کې مهمه پوځي څوکۍ ورکړل شوې ده. په همدې حال کې د چارو یو شمېر کارپوهان وايي، چې رشید دوستم نه یواځې خپلې دندې ته حاضري نه ده ورکړې بلکه نوموړی په تېرو لسیزوکې په ډله ییزه توګه افغانان وژلي دي.
د سیاسي چاروشنونکي حسن ولسمل ژوندون راډیو ټلوېویزون ته په دې اړه وویل، ((چې دوستم یو ستر جنایتکار انسان دی او په تېرولسیزوکې یې ګڼ شمېرافغانان وژلي، په مزار شریف کې یې څلورنیم زره طالبان ژوندي په کانيټرونو کې سیند ته غورځولي دي. اوس مهال هم په افغانستان کې د کمزورې ادارې شتون، دوستم ته ددې وخت ورکړی، چې په غیرې قانوني توګه له خپلې دندې لوړ امتیازات ترلاسه کړي. له بله پلوه د پوځي چارو شنونکی جنرال عبدالواحد طاقت په ډیر تاسف سره اندیښنه څرګنده کړه، چې د دوستم په څېر یو ستر جنګسالار، جنایتکار د افغانستان د وسله وال پوځ د ستر درستیزوال په توګه په دنده ګمارل شوی دی. نوموړي وویل، (دوستم نه یوازې په کور دننه بلکه په نړیواله کچه دې مجرم وپيژندل شي او په نړیواله هاک محکمه کې دې د بشري حقونو د سرغړونکي په توګه محاکمه شي. په ورته وخت کې قاضي محمد اسماعیل ازاد بیا په دې اند دی:( په جدي توګه دې ولسمشر کرزی د دوستم دحاضري اوغیرحاضري په اړه پلټنه وکړي او داسې کس دې د دوستم ځای ناستی کړي چې وړتیا ولري. دغه راز یو شمېر افغانان هم د وسلوال پوځ د (درستيزوال) په توګه د (جنرال رشيد دوستم) له ټاکل کیدو خوښ نه دي او وايي چې نوموړي د افغانانو پروړاندې له تاوتریخوالي کار اخیستی. دوی له افغان حکومت او په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو څخه غوښتنه کوي چې جنرال دوستم د محکمې مېز ته کش کړي.د سیاسي چارو کارپوهان هم د افغانانو د غوښتنې سره همغږي دي. ديادونې وړده چې په دې وروستيو وختوکې دملى دفاع وزارت ویاند جنرال (محمدظاهر عظيمي) له دوستم څخه چې د وسله والو ځواکونو داعلی سرقوماندانۍ د درستيز وال په تو ګه د کار ترڅنګ په پراخوسياسي فعاليتونو بوخت دی، وغوښتل چې د رسمې دندې او سياسي فعاليتو نوڅخه یوه وټاکي. ځکه دهېواد اساسي قا نون ددفاعي، امنيتي، عد ليې او قضا يي مرکزونوچارواکودسياسي فعاليتونواوپه سياسي ګوندونوکې له غړيتوب څخه منع کړی دی.
جنرال دوستم ددغه وزارت د مقاماتو وروستۍ څرګندونې له مغالطې ډکې بللې وې. دوستم ویلي وو، چې اعلی سرقوماندانۍ او دده درستيزوالي په ملي دفاع وزارت پورې نه منسوبيږي. دوستم دا هم زیاته کړې ده، چې بايدپه را تلونکي کې دې ته ورته څرګندونوڅخه ډډه وشي.
له ژوندون راډیو ټلوېویزون څخه په مننه