ش،حصــــــــــــین

دا زمــــــا د باور نښـــــې

زه ېې وینم چې نړیږي

دبیداد دآرمان څلي

هغه اور هغه لمبې هم

چې نړۍ ده پکې ډوبه

له موجونو سره مخ دي

مرګ په خپلو سترګو وینی.

دمرګ اوسپنې سړې شوې

دپاخه ایمان په وړاندې

یهوه پاتې له تدبیره

صلیب مات دی جسد لویږی.

دریا پردې شلیدلي،

فتنې لاس تر زنې لاندې

له فساده ډک غرور ېې

دلویدو په تبه سوزي.

هغه سپينې په زړه تورې،

دبیداد ناولې نښې

دشیطان دهوس کلی

چې فرعون ېې واکمني کړه

دهوس له بامه لویږي.

هغه فصل دزقومو،

دانسان مرګ ته کرلي

دمرګونو ترخه زهر

چې دنیا ېې ده لړلې

دابلیس کام ته ورګرځي.

هغه ورځې لرې نه دي

چې دزور اوفتنې هیلې

دآزاد انسان په مخ کې

سر په خاورو کې ونغاړي.

دا زما دباور نښې،

راته وايي ، راته وايي

لرې نه دي، لرې نه دي

هغه هیلې دپیړیو

چې نسلونو سر پرې ایښی

دادی راغلې را رسیږي

د ځپلي انسان کورته.

حصین

لندن- د۲۰۱۲ میلادې کال

وروستۍ شپه.