ملا برادر اخونـــــــــد وژل شوی دی
سيمه ييزو رسنيو ته يوه پاكستاني ژورنالست له نوم ښودنې پرته ويلي چې د وسله والو طالبانو پياوړى قوماندان ملا برادر اخوند د پاكستان په بنديخانه كې وژل شوى دى.
ملا برادر اخوند په ۲۰۱۰ كال كې تر هغه وروسته د پاكستان د حكومت له خوا ونيول شو چې غوښتل يې له امريكا سره د مخامخ خبرو كولو لپاره زمينه برابره كړي.
یوې خبري سرچینې د ملابرادر اخوند د کورنۍ د یوه غړي له قوله ویلي، په تیرو څو میاشتو کې یې له هغه سره هیڅ ډول ارتباط نه دی درلودلی او بیخي پرې خبر نه دي.
د نوموړي د وژل کیدو كره نیټه او څرنګوالى لا نه دى معلوم خو ويل كيږي چې نوموړى د ناسم غذايي رژيم له امله مړ شوى دى.
طالبانو او د افغانستان او پاکستان حکومتونو لا د نوموړي د وژل كېدو په اړه څه نه دي ويلي خو د سياسي چارو شنونكي د ملابرادر اخوند د راخوشې كېدو په اړه د پاكستان غبرګون ته په كتلو سره وايي چې ښايي ملا برادر وژل شوى وي.
موده وړاندې د افغانستان د سولې د عالي شورا پلاوي د پاكستان له حكومت څخه د ملا برادر اخوند د راخوشې کېدو غوښتنه وكړه، خو پاكستاني لوري د نوموړي په را خوشې كېدو هډو غوږ هم ونه ګراوه.
د سياسي چارو شنونكي وحيد مژده له خدمتګار سره په ځانګړې مركه كې وويل چې له تېرو ۵ مياشتو راهيسې له ملا برادر سره د وسله والو طالبانو اړيكې شلېدلې دي او طالبان هم دا مني چې نوموړى وژل شوى دى.
نوموړي د دې پوښتنې په ځواب كې چې ايا ملابرادر په رښتيا غوښتل له افغان حكومت سره مخامخ خبرې وكړي، وويل چې ملا برادر له افغان حكومت سره نه بلكې له امريكا سره د مخامخ خبرو كولو لېواله و، چې په قطر كې د وسله والو طالبانو لپاره د سياسي دفتر پرانستل هم د ملابرادر اخوند غوښتنه وه.
وحيد مژده د يوې پوښتنې په ترڅ كې چې ايا ملابرادر اخوند هم د مولوي ياسر او مولوي عبيدالله اخوند په څېر په لوى لاس وژل شوى كه څنګه وويل، چې ملابرادر اخوند د شكرې ناروغي درلوده او په بنديخانه كې يې په لوى لاس غذايي رژيم داسې عيار شوى و، چې د نوموړي د شكرې ناروغي پورته ولاړه شي او بالاخره خپل ژوند له لاسه وركړي.
موده وړاندې يوه پاكستاني دپلوماټ هم د سولې د عالي شورا د هغې غوښتنې په ځواب كې چې ملابرادر اخوند بايد خوشي شي له لويديزو رسنيو سره په خبرو كې ويلي وو، پاكستان نه شي كولاى ملابرادر اخوند يو ځل بيا ژوندى كړي.
ویل کیږي چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ اختلاف دی او د اسلام آباد حکومت هڅه کوي په طالبانو کې ډلې رامنځته كړي چې له طالبانو سره د سولې په خبرو كې د پاكستان وروستى نرمښت هم د پاكستان له وروستي دريځه سرچينه اخلي.
له خدمتګارڅخه په مننه
دنښترویبلاګ یادښت:
ترڅوچې ناپېیلې رسنۍ دملابرادراخوند مړینه تصدیق نه کړي دیو، دوویاڅو ژورنالستانو رد یا تصدیق ارزښت نه لري.
دلاندني لینک په کښېباسلو سره دملابرادراخوندمرکه اورېدلای او له چارو یې خبرېدلی شئ:
http://www.youtube.com/watch?v=FWiVaT3fPG4&NR=1&feature=endscreen