غزل

په رنجو دې بيا لړلې اشنا سترګې

يو زه نه يم درپسې دي بلا سترګې

ستا دسترګو خمارونو مم به وخوري

 لکه وږي بازان ګرځي زما سترګې

زه يو تور غوندې ژوندون وم تا رڼا کړم

درنه ځار شم،درنه ځار دسبا سترګې

له نظر نشې،چې بد نظر کړي تاته

شه ړندې دهغې تورې بلا سترګې

په کابل کې دې ژوندی اوسې جانانه

درنه دي مې په پکتيا کې پنا سترګې

ټوله شپه مې ستا په ياد کې شوګير کړی

خوب اخيستی يم درنې دي پرما سترګې

ګني خون به دې رقيبه په ځان واخلي

د تسکين مخې ته کيږي د چا سترګې

۱۳۹۱/۸/۲۵

فريد احمد تسکين

بابر بڼ

کابل ـ افغانستان

 د معاصرو ادبياتو اووم ملي جشن