د مچلغو بند د جوړونې چارې بندې شوې
خبريال: فريدالله ظاهر- خوست
مچلغو، چې د هېواد په کچه څوم ستر د اوبو بند بلل کيږي، دوه مياشتې وړاندې يې د اوبو او بريښنا وزير محمد اسمعيل خان له خوا د بنسټ ډبره کيښودل شوه، خو اوس يې د تېرې يوې اونۍ راهيسې د جوړيدو چارې په ټپه دريدلي دي.
ټاکل شوي وه، چې تېر کال په دې بند کار شوى وى او اوس يې ترنميايي زيات ساختماني کارونه بشپړ وى، خو د اوبو او بريښنا وزارت ويلي، چې تېر کال يې د نا امنيو له امله په دې بند کار و نه کړى شو.
د پکتيا د ولايتي شورا مرستيا ډاکټر علم مير وايي، چې د اوبو او برښنا وزارت په لوى لاس نه غواړي، چې په پکتيا کې د مچلغو بند ژر جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
هغه وايي، وزارت ورته تل ژمنې ورکوي، خو نه مرکزي دولت ورته پام کوي او نه هم سيمه ايزه حکومتي اداره.
نوموړى وويل: (( مچلغو ډېره بنسټيزه پروژه ده، خو دولت ورته په ټيټه سترګه ګوري، دوى موږ ته ډاډ راکوي، چې کارونه به يې په لوړ کيفت او ښه روان وي، خو ورشئ، تاسو وګورئ، اوس يې هم کار بند دى، تل يې همداسې په خوله ژمنو موږ تير ايستلي يو)) .
د ولايتي شورا يو بل وکيل مياخيل هم وايي، چې وزارت ورسره د مچلغو بند پر وړاندې له کمزوري دريځ کار اخلي او د هېواد د ځينو نورو سيمو په پرتله له پکتيا سره د مور او ميرې چلند کيږي.
هغه وايي: (( مرکزي اداره تل له موږ سره د مور او ميرې چلند کړى او اوس يې هم کوي، ځکه موږ يې ګورو، هر وخت يې زموږ غوښتنو سره وعده کړي وي، خو بيا عمل پرې نه کوي)) .
د مچلغو بند د جوړيدو لپاره د اسيايي بانک له لوري ٣٥ ميليونه امريکايي ډالر ځانګړي شوي او د جوړنې قرارداد يې د ګل په نوم له يوه افغاني شرکت سره شوى.
اړوند چارواکي وايي، چې په دې بند دوه فيصده کار شوى او لا هم ٩٨ فيصده بودجه يې همداسې پاتې ده.
د مچلغو بند د جوړونې چارې په داسې حال کې په ټپه دريدلي، چې د همدې بند د پرانيستې پرمهال د اوبو بريښنا وزير ژمنه کړي وه، چې دا ځل به سره له امنيتي ګواښونه د دې بند چارې بشپړوي او له ټکني کيدو به ژغوري.
د دغه په بند په جوړيدو سره به د پکتيا ١٨ زره هکتاره ځمکه خړوبه او ٨٠٠ کيلو واټه بريښنا به توليد کړي، چې څو زره کورنۍ به ترې برخمنې شي.
د اوبو او بريښنا وزارت مالي او اداري مرستيال انجينر سميع الله وايي، چې د مچلغو بند د جوړيدو چارې يې، د قراردادي شرکت د کارونو د پڅ کار له امله وروسته پاتې شوي.
نوموړى زياتوي: (( شرکت ته يې سپارښتنه کړي، چې ژر کار پيل او بيا کارونه ټکني نه کړي، کنه د هغه په خبره، د ګل په نوم د اوسني شرکت قرارداد به پسخه کړي او له يوه نوي شرکت به د مچلغو بند د جوړيدو قرارداد لاسليک کړي)).
سيمه ايز خلک وايي، چې په تېرو دوو مياشتو کې يې هيڅ داسې کوم هيئت نه دى ليدلى، چې د هېواد له يوې بنسټيزې پروژې مچلغو بند څخه څارنه او نظارت وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې مخکې تر دې څو ځلې د مچلغو بند پر ساتونکو او ساختماني شرکت باندې بريدونه هم شوي، چې د چارو د کتوونکو په خبره، ممکن ګاونډي هېوادونه په دې کې لاس ولري، ځکه د هېواد په يو شمېر نورو سيمو کې هم د ورته مهمو سترو بندو د جوړيدو د بهير پر وړاندې ګاونډي هېوادونه ستونزې پېښوي.
فريدالله
له روهي ویبپاڼې څخه په مننه