ش، حصین

امنیتی تړون یا دافغانانو وژنې ته نوې لارې پرانیستل؟

د زاړه اونوی ګلوبالیستي استعماریوه ښکاره ځانګړنه داده چې لومړی داستعماري تیري په سرکې خپل روزل شوي جاسوسان داشغال شوو هیوادو د واکمنو په توګه را مخته کوي.تر څو ېې چې وس او توان وي له همدغووطن پلورونکو څخه دخپلو ګټوپه خاطرکار اخلي اوملاتړ ېې کوي.څرنګه چې اشغال او داشغال جوړې شوې واکمنۍ دملتونو دملي ارادې په وړاندې ژر یا  لږ په ځنډ را لویدونکې دي.په دغه بهیر کې دپردو واکمن لاسپوڅي تر پردو مخکې دخپلې نابودۍ په غم اخته کیږي.دغه څه پردو اشغالګرو ته چانس ورکوي چې له بشپړې ماتې مخکې پر خپلو لاسپوڅوداسې تړونونه لاسلیک کړي چې داشغال شوو هیوادو خونړي کړکیچونه له اشغال وروسته هم په خپل ټول قوت دوام ومومي او دهمدې خونړیو کړکیچونو په بهیر کې اولسونه دپردو دخونړیو وحشي نارواوو تاریخ هیر او دهر ناورین عوامل یواځې په خپلو کې ولټوي .

دا يواځې پرونی فرنګي استعمار نه وچې په شاه شجاع، یعقوب خان او آن امیر عبدالرحمن خان باندې ېې هغه څه لاسلیک کړل چې دافغانستان خلکو او اولسونونه په تیرو پیړیو کې حل کړای شوی او نه به ېې په راتلونکو نږدې پیړیو کې دحل توان تر لاسه کړي دډیورنډ ناولې انګلیسي کرښه هغه چې دادی اوس نږدې یوسل اونولس کاله ورنه تیریږي دوخت دانګلیس معاش خور امیرپه یوه لاسلیک په داسې تاریخي تیروتنه بدله شوه چې پیړۍ پیړۍ به یوه بې پایه کیسه وي. دامریکا دمتحده آیالاتوواکمن دهمغه انګلیسي استعماراصیله اولاده ده او همغه تجربې کاپي کوي کومې چې انګلیسي استادان ېې ورکوي.دمتحده آیالاتو په منګولو کې را ښکیل حامد کرزی او دده ورسره ډله او سهامي شریکان دشاه شجاع او یعقوب خان او دپردو معاش ته ناست امیر عبدالرحمن خان او دهغوی یاران دي.یواځې په دې توپیر چې دتیرو په استعمار پورې تړلو امیرانودلوټ او فساد کیسې ډیرې لږ او آن دنه لیدو وې .خود سیا روزل شوي اوسني واکمن دلوټ او فساد له لارې هر یو قاروني شتو ته  رسیدلی.همدغه له شمیره وتې نقدي او جنسي ناروا شتمنۍ چې دوطن او داولسونو دوینو په بیه تر لاسه شوي دوخت دغو واکمنو ته یو څه بل رنګ ورکوي.دوی پر دې ښه پوهیږي چې  دخلکو او اولسونو دحساب ورځ را رسیدونکې ده.یعقوب خان په ژړا ژړا دانګریزانو ترحم تر لاسه کړ او په لوڅوډډو هند ته ولیږل شو،شاه شجاع له خپلو ډکو حامیانیو سره چې دشپې په تیاره کې ېې له بالا حصار نه را ډکې کړې وې دشاه شهید په کندوکې دمرګوني ذلت درنه څپیړه وخوړه او هملته په خټو اوخړوکې ولوید.خو کرزی او له شمیره وتي ورسره غله یې په یوه بله ستونزه اخته دي او هغه داچې له دې پټو او ښکاره درنو درنو ماڼیو او قصرونو،بانکونو،ځمکو او باغونو او آن ددوی په پانګو جوړوشوو ښار ګوټو سره چیرته لاړ شي. دا خو نه په حامیانیو کې ځاييږي او نه په بله دنیا کې خوندي پاتې کیدای شي.دغه ملا ماتونکي درد دواکمنۍ ټولې لوټمارې کړۍ په مرګوني رواني ناروغۍ اخته کړي دي.له همدې کبله کله دهیواد دخلکو او اولسونو دتیر ایستنې له پاره پر خپل بادار خولې لګوي او کله هم دخلکو او اولسونو له ویرې او دهغوی دویرولوپه خاطردخپل بادار جګړییز ماشین ته دعمر ور ببښلو هڅې کوي.دغه واکمن دخپلو او پردو ترمنځ هغې غلې دانې ته ورته دي چې دژرندې ددو درنو ډبرو په منځ کې را ګیر وي.

دپاڼ او پړانګ تر منځ را ایسار دغه واکمن دکال نه چې داونۍ او ورځې ثابت دریځ هم نه لري.هم له خلکو ویریږي هم له خپلو بادارانو.له خلکو په دې خاطر چې د افغانستان خلک او اولسونه هرڅه بښلی شي خو وطن پلورنه او پردو ته جاسوسي نشي بښلی او له خپلو بادارانو څخه ېې ویره په دې خاطر ده چې دوي دپردو دګټو اوستراتیژیو ساده وسایل و هغه وسایل چې نقش ېې لویدلی اونور دلرې غورځولو پړاوته رسیدلي.سیاست مور او پلار نه لري او دانګریزي تعریف له مخې تلپاتې دوست او تلپاتې دښمن هم نه پیژني په دې خاطر ددوی «دوستان !» هر شیبه دوی په خپله دخلکو او اولسونو قهر ته لاس تړلي ورپریږدي.دغې وېرې ډیر په دې هڅه کې سره یولاس کړي چې داشغال عمر ته په یوه یا بله بڼه دوام ورکړي او په خپلو نخرو داشغال ترحم تر لاسه او خپل پایښت یقیني کړي.  

دامریکا له متحده آیالاتو سره ستراتیژیک تړون ددغو هڅو لومړی ګام و.دادی اوس هڅه کیږي چې له دغه هیواد سره تش په نوم امنیتي تړون هم لاسلیک او دپردو په ډالرو مست پارلمان له لوري حقوقي بڼه ورکړي.د۲۰۱۴ کال تر پایه اشغالګر ځواکونه له افغانستان څخه وځي.متحده ایالات چې دافغانستان او عراق دجګړې مرکزي مشر لوبغاړی واو دسترو جګړه ییزو جنایاتو مسئول ګڼل کیږي ،غواړي داشغال له رسمي پای ته رسیدو وروسته هم په دغه ځپل شوي هیواد کې دپښو ځای ولري.دغه غوښتنه چې لا یقیني نه ده دکابل واکمنو اودهغو شریکو غلو ته دا هیله ورکوي چې که ددوی باداران په خونړیو مخامخ جګړو کې دخلکو او اولسونو دارادې په وړاندې پاتې را غلل نو لږ تر لږه به له خپلو اډو څخه دهوايي او راکټي پرمختللوګوزارونو له لارې دخلکو او اولسونو سیلاب یوڅه شاته ووهي.دغه ناروا انسانیت ضد هیله دامریکا پوځي ماشین ته واک ورکوي چې دلاسلیک شوو تړونونو له مخې هره شپه او ورځ هر چیرې ېې چې غوښتې وي زموږ خلک او اولسونه په وینو ولړي. 

دامنیتي تړون ترسره کول په واقعیت کې دنامعلومې مودې له پاره امریکايي بې پیلوټه الوتکو او دکروز په شان توغندیوته اجازه ورکوي چې هر ه شیبه دوطن په هر ګوټ کې زموږ خلک او اولسونه او دهغوی ژوند اوکار په نښه کړي.کټ مټ دسومالي،یمن اووزیرستان په شان.

تاریخ ښودلې ده چې دپردو کینول شوې واکمنۍ دپردو له وتلو وروسته دهيڅ ډول پایښت توان نه لري.دغه په حتمي مرګ محکومې واکمنۍ زموږ خلکو او تاریخ ته داسې څه پریږدي چې اوږدې لسیزې به پرې وکړیږي هغه وخت چې له متحده آیالاتو سره ستراتیژیک تړون جوړیده یو زیات شمیر امریکا پلوه تړلو روښانفکرانوپه ژبه،قلم او کړو وړو داسې ښودله چې امریکا یو ستر نړیوال ماتې نه خوړونکی ځواک دی. له دغه نړیوال ځواک سره دوستي او تړونونه او دپوځي اډو جوړول ېې افغانستان دګاونډیانو له ګواښ څخه ساتي ،خو همدا چې دپاکستان له لوري پر افغانستان راکټي فیرونه چې ښايي هغه هم دامریکا ،پاکستان او دکابل دواکمنۍ په ګډه غوښتنه شوي وي پیل او دوام ېې وموند متحده آیالاتو نه يواځې داچې اعلان وکړ چې دګاونډیو دګواښونو په وړاندې دافغانستان ددفاع مسئولیت نه لري بلکې سمدلاسه هم امریکا او هم انګلیس اعلان وکړ چې دوی دډیورنډ کرښه دپاکستان رسمي منل شوې جغرافیايي پوله ګڼي.

په دغه اعلان سره دامریکايي مزدورو روښانفکرانو په خولو کې لاړې وچې شوې. اوس چې نه دافغانستان ددفاع خبره شته او نه هم څوک دډیورنډ دکرښې په وړاندې دامریکايي او انګلیسي دریځ دماتولو توان لري.نو بیا امنیتي تړون دڅه له پاره.

دغه تړون همدغو پورته څرګندونو ته په کتنه دافغانستان دخلګو او اولسونو دملي ارادې دماتولوپه خاطر تر سره کیږي .دغه جنایت دوطن پلورونې او له خپلو خلکو او تاریخ سره د وروستۍ نه بښونکې ګناه اوچته نښه ده.

امریکا ،ناتو او آیساف په خپلونږدې درې سوه زروپوځیانو،جاسوسي شبکو اواجیرو جګړو مارو سره ونه توانیدل چې زموږ دخلکو ملي اراده ماته کړي.متحده آیالات به په خپلولسو ،شلو يا دیرش زرو هغو پوځیانو څه وکړي چې کلابندي ېې لا له مخکې دلیدو وړ ده.

دنړۍ له دیرشو څخه په زیاتو هیوادو کې دامریکا دپوځي اډو شتون یو واقعیت دی،خو دغه اډې تر نیمايي زیاتې په هغو هیوادو کې دي چې دناتو غړي هیوادونه دي او امریکا ېې مشري په غاړه لري.پاتې نورې اډې هم ترډیره هوايي او سمندري اډي دي او په ډیرو وړو ټاپو ګانو یا سمندري پولو کې ځای په ځای دي.

افغانستان په وچه پورې تړلی هیواد دی،نه ټاپوګان او نه هم سمندري پولې لري .په دې خاطر نه خوست، نه بګرام، او نه کوم بل ځای  په یوه بیله جزیره بدلیدلی شي.په افغانستان کې دپوځي اډو پایښت شونی نه دی په دې باید دټولو سر خلاص وي.ددغو اډو دځپلو او له منځه وړلو جګړه به ډیره درنه او دسرونو لویه بیه ورخپله کړي.ددغې جګړې دټولو جنایاتو مسئولین به هغه څوک وي چې دغو اډو ته ېې زړه ښه کړی، لاره ېې ورکړې ،او لاسلیک کړې ېې دي.

دامریکا متحده آیالات او ټول بشریت دې په دې هم پوه وي چې که متحده آیالات پر خپل پرمختللي جګړه ییز ماشین مغرور دي او ځانته حق ورکوي چې له خپل جګړه ییز تخنیک نه زموږ دخلکو دترور لپاره کار اخلي، دغه خلک او اولسونه به هم له ځانه ددفاع دروا حق له مخې ددې حق خاوندان وي چې د خپل مغرور دښمن په وړاندې له هرامکان څخه ګټه واخلي.وايي زور زور زیږوي.که متحده آیالات نه غواړي چې داجګړه او انسان وژنه دوام وکړي نو ورته په کار ده چې دتیر شوروي  اتحادپه شان خپل وروستی پوځي هرڅه ژردافغانستان له پولو څخه واړوي اود دغه هیواد برخلیک د دغه هیواد خپلو خلکو ته ور پریږدي او احترام ېې وکړي.