لویـــــــــــــــــــــه پکـــــــــــــــــــــتيا:
اوښتون راديو پرانستل شوه.
دلویې پکتيا ولايت په مرکز ګردېز ښارکې د(اوښتون )په نامه شخصي راديو رسمأپرانستل شوه.
دپرانستنې په دې مراسمو کې ،چې داوښتون په کلتوري ټولنه کې جوړ شوي وو دپکتيا له والي سربېره ددې ولايت اداري چارواکو، دمدني ټولنو غړو،قومي مشرانو،دخوست او نورو ولايتونو فرهنګيانو او ګڼ شمېر ژورنالستانو ګډون کړی وو.
په غونډه کې تر ډېره بريده ويناوالوددې راديو په جوړېدو خوښي وښوده او په راتلونکي کې یې دښو پرګرامونو دخپرېدو وړانديزونه وکړل .
دپکتيا والي جمعه خان همدرد وويل :
په پکتيا کې په تيرو څو کلونو کې دبيا رغونې تر څنګ دمطبو عاتو په ډګر کې هم زيات پرمختګ شوی او لاهم په دې برخه کې نور کار ته هم اړتيا ده.
نوموړي په ملي سوداګرو غږ وکړ،چې له دې راديو سره مالي او هر اړخيزه مرسته وکړي او ده پخپله هم دپنځه زره ډالرومرستې ژمنه وکړه.
داوښتون راديو مشر داود تپان په خپلو خبرو کې وويل:
دايوه شخصي راديو ده ،چې داوښتون کلتوري ټولنې له خوا جوړه شوې اوپه هيڅچا پورې تړاو نه لري او نه به په راتلونکې کې له چاسره وتړل شي .
ده هم په ملي سوداګرو او چارواکو غږ وکړ ،چې ددې راديو سره مرسته وکړي تر څو په پښو ودريږي او خلکو ته دښه خدمت جوګه شي .
ددې راديو دنشراتو مسؤل احسان الله مهجور دنشراتو په اړه وويل:
داراديو په ۸/۸۸ اف ام څپو خپرونې کوي او اوس مهال دولس ساعته خپرونې لري.
نوموړي زیاته کړه، دا راديو شپږ سوه واټه ده ،چې دپکتيامرکز،زرمت،احمدآبا،سيد کرم، ميرزکې ولسوالۍ او په همدومره شمېردپکتيکاولایت په ولسواليوکې هم اورېدل کيږي .
دمهجورپه وینااوښتون راديوبه ديني مسايئل،خبري سرويس،له چارواکو سره خبرې، دخلګو ستونزې، فرهنګي او نورې بېلابېلې خپرونې په برکې ولري .
ده داهم وويل ،چې په دې راديوکې دشلو په شاوخوا کې کسان کار کوي ،چې ډېری یې دپکتيا پريس کلب غړي دي .
ياده دې وي ،چې په پکتيا کې له دې وړاندې له ملي راديو پرته درۍ نورې شخصي راديو ګانې هم فعالې وې خودخلکوپه خبره ،چې اوښتون راديو، يواځنۍ راديو، ده، چې دپوښښ ساحه ېې نسبتأپراخه ، مسلکي ژورنالستان، ښې خپرونې او نورې ځانګړتياوې لري .
دنښترویبلاګ ادارې لخوا دمباره کي پیغـــام
نښترویبلاګ چې له پیله تر ننه دنړۍ،افغانستان اوپه تېره بیا دلویې پکتیاپه اړوند ځانګړي مالومات،مهمې لیکنې اونوي مهم خبرونه خپروي داوښتون رادیو مسئولینو ته مباره کي وايي او ددې درانه مسؤلیت په سرته رسولو کې بری ورته غواړي.
پاته دې نه وي، چې په یو هېواد کې درسنیوپړسوب اکثرأله ګټې تاوان زیات لري خوکه رسنۍ دولس اړخ ونیسي بې پرې اوریالستیکې خپرونې ولري په هغه صورت کې جاویدانه اود ولس په زړه کې ځای موندلای شي اوکه کومه رسنۍ د وخت دحاکمانو اړخ ونیسي دحاکمانودعمر له ختمېدوسره به دهغې رسنۍ عمر هم ختم شي نو له همدې کبله داوښتون رادیو له مسؤلینو څخه هیله کوو، چې تل بې پرې او خپلواک واوسي.
محمدامین بسمل