محترم ډاکترصاحب نثاراحمد صمد
( ادبی ټوټه )
ختیځ او لویدیځ
یوه ورځ می د لمر څخه وپوښتل چی کله ته د ختیځ څخه را پورته سې ( یعنی راوخیژې ) ، نو خورا تر او تازه یې ، روښانه او ځلانده یې ، خوشاله او برحاله یې . ستا د وړانګو څخه داسی ښکاری لکه د ډیری خوښۍ څخه چی خاندې . مګر کله چی لویدیځ ته ورسیږې نو دا څه درپیښه سی چی یو دم د زمولیدلی او پژمرده ګل غوندی سې او یا هم د یو ناروغ په شان ځان مځکی او بستر ته اچوې ؟
لمر راته وویل چی زما د ختیځ خویونه او رواجونه ډیر خوښیږی . د مور او پلار اطاعت او د مشرانو عزت کول ، شرم او حیأ او نور هغه څه دي چی زه یې له امله ډیر خوشالیږم او مسلسل خاندم . خو د لویدیځ بې حیایی او حیوانی عادات چی وګورم نو توان او سېک می لږ سی څو چی مجبورأ کښته سم ، پیزي او پژمرده سم ، غمجن او له درده تک ژړ سم څو چی په حسرت کی پسی ډوب سم .
وروسته می ورڅخه وپوښتل چی ته خو په لویدیځه نړۍ کی هم راپورته کیږې ، بیا هم ولی ګیله من او متأثر یې ؟
هغه راته وویل چی که څوک ما په لویدیځه نړۍ کی ووینی ، نو څو څو ورځی به می څیره په اوریځ او غبار کی پټه او بنده وی . او ته کولای سې چی عملأ یې امتحان کړې چی زه هلته څومره بې نوره او په نقاب کی نغښی یم .
منبع : د لیکوال اثر : ( اخلاقی کنایې ) ، لومړی ټوک ؛ ۶۲ صفحه .