بهرنيو ځواکونو دوه بې ګناه وګړي له نيول کېدو ورسته په بمونو الوزولي دي
لاريون کوونکو همداشان وويل ، چي بهرنيو ځواکونو ياد درې کسان په ماينونو کښېنولي او بيا يې ماينونو ته چاودنه ورکړې ده. د لاريون کوونکو په وينا، وروسته د دغو خياطانو د بدن ټوټې په يو شاړه ځمکه کې وموندل شول.
کلاتوال د زابل له خلکو غوښتنه وکړه، چې بايد د دا ډول ظالمانه کړنو پر وړاندې چوپ پاته نه شي او خپل ږغ پورته کړي او په دې برخه کې به دوى هم خپل ټول توان په کار واچوي تر څو په زابل کې د کېدونکو ظلمونو مخنيوى وشي.
دنښترویبلاګ یادښت:
په زابل او لوګرکې دناټو دظالمانه کړنو په اړوند زړور؟؟او باتور؟؟ حامد کرزي په لاندې ډول خپله توره پړکولې، چې باید په حال یې ډېر ډېر افسوس وکړو:
حامد کرزي په زابل ولایت کې د ناټو عملیات وغندل
ارګ،کابل: د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي په زابل ولایت کې د ناټو ځواکونو عملیات چې په پایله کې یې دری ملکي وګړي ورک شوي دي، په کلکه ټکو وغندل.
د زابل والي د معلوماتو له مخې، ناټو ځواکونو د میزان په ۲۲مه د شپې په دوو بجو، د یوه وسله وال مخالف د نیولو لپاره عملیات ترسره کړل چې په پایله کې یې څلور ملکي وګړي له ځانه سره یوړل چې دری تنه یې لا هم ورک دي.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي ددا ډول عملیاتو د غندلو په ترڅ کې، د زابل له والي سره په یوه ټیلیفوني اړیکه کې نوموړي ته لارښوونه وکړه چې ددغې پېښې څرنګوالی په جدي توګه وڅېړي، خپل ریپوټ جمهور رئیس ته وړاندې کړي او د اړتیا په صورت کې به ددغې پېښې د څېړلو لپاره سیمې ته یو پلاوی ولېږل شي.#
ارګ، کابل: د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي د لوګر ولایت په بره کي برک ولسوالۍ کې د ناټو ځواکونو عملیات چې له امله یې څلور ماشومان په شهادت ورسېدل، په کلکو ټکو وغندل.
د لوګر د والي محمداقبال عزیزی د معلوماتو له مخې، د یکشنبې په ماسپښین دری بجې، ناټو ځواکونو د دوو تنو وسله والو مخالفینو د نیولو لپاره عملیات ترسره کړل چې په پایله کې یې څلور ماشومان په داسې حال چې د مالونو په څرولو بوخت وو، په شهادت ورسېدل.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي دغه برید په کلکه وغانده ویې ویل چې د ملکي تلفاتو د مخنیوي په برخه کې د ناټو په ژمنو سربېره، متاسفانه لا هم د هېواد ملکي خلک او معصوم ماشومان په داسې حال کې چې د ترورېزم ځالې د افغانستان له سرحدونو د باندې مصؤنې دي، په شهادت رسیږي.
جمهور رئیس نن د لوګر له والي سره په یوه ټیلیفوني اړیکه کې نوموړي ته لارښوونه وکړه چې ددغې پېښې څرنګوالی په جدي توګه وڅېړي او خپل ریپوټ جمهور رئیس ته وړاندې کړي.#