بسم الله الرحمن الرحیم
آیا پر افغانستان حمله د ملل فیصله وه ؟
پر امریکا د سپټمبر د یوولسمی حمله افغانستان نه وه کړې ، او نه هم ۱۹ ځوانان افغانان وو . امریکا لومړی ادعا کوله چی موږ ځکه پر افغانستان حمله وکړه چی د بلی دغسی حملې مخنیوﺉ مو وکړ . بوش او ډیک چینی دا درواغ هم ویل چی موږ ته پر افغانستان د حملې اجازه ملګرو ملتو راکړې وه .
حتی نن هم ډیرﺉ کسان په بې خبرۍ خو ځینی په اغماض سره ادعا کوی چی پر افغانستان د ۲۰۰۱ د اکتوبر پر اوومه د امریکې او برتانیې یرغل ګواکی د ملګرو ملتو د پریکړه لیک یا موافقې او یا اجازې له مخی سوی دی . حال دا چی قطعأ داسی نه ده بلکی حقیقت برعکس دی .
وګورﺉ پر امریکا تروریسټی حمله د ۲۰۰۱ د سپټامبر پر یوولسمه وسوه . سبا یعنی د سپټمبر پر دوولسمه د ملګرو ملتونو د امنیت شوری ( ۱۳۶۸ نمبر ) پریکړه لیک تصویب کړ .
دغه پریکړه لیک د تروریسټی اعمالو په واسطه نړیوالی سولی او امنیت ته د ګواښ په باره کی و ، نه پر افغانستان د امریکا د حملې په هکله . دغه پریکړه لیک پر غړو هیوادو [ نه پر امریکا ] ږغ کوی چی د دې حملې کونکي او طرح کونکي محاکمې ته راکش کړی ؛ او د هغه مرستندویان ، ملاتړی او ځای ورکونکي به جدأ مسؤل وی [ نه امریکا ته ، بلکی ملګرو ملتونو ته ] . دغه پریکړه لیک امنیت شورا ته صلاحیت ورکړ چی د خپل منشور له مخی خپل مسؤلیتونه اجرأ اومقتضی اقدامات وکړی ، نه پر افغانستان حمله .
مطلب دا چی نوموړﺉ پریکړه لیک پر ملګرو ملتونو ږغ کوی چی تاسی باید عمل وکړﺉ نه امریکا ، تاسی باید نړیوال امنیت او سولی ته ورپیښ خطر تم کړﺉ نه امریکا.... یعنی دا چی په دغه پریکړه لیک کی د راتلونکې حملې په تړاو د امریکا اوافغانستان نومونه قطعأ نه دی راغلی. نو چی داسی ده ، بیا څنګه امریکې او برتانیې ته پر افغانستان د حملې اجازه ملګرو ملتونو ورکړې وه ؟
او چا ( آن تر ننه ) په شواهدو ثابته کړې ده چی هغه حمله د افغانستان څخه راهنمایی سوې وه ، یا افغانستان په خبر و ، یا یې لاس پکښی درلود ؟
په هر صورت ، امنیت شورا د دغه پریکړه لیک څخه لږ وروسته یعنی د سپټمبر پر ۲۸ یو بل ( ۱۳۷۳ نمبر ) پریکړه لیک هم تصویب کړ . د دې پریکړه لیک اصلی مواد او غوښتنی په لاندی ډول وو :
۱ ـ د تروریسټانو د پیسو منجمد یا ضبط کول ؛
۲ ـ د تروریسټانو سره کومک جُرم بلل ؛
۳ ـ د تروریسټانو په هکله د پولیسو د اطلاعاتو تبادله کول ؛
۴ ـ د تروریسټانو څارنه ، تعقیب او نیول ؛
فلهذا ، په پورتنیو دواړو پریکړه لیکونو کی د ځواک او طاقت د استعمال هیڅ ذکر نسته ، پر افغانستان ( د امریکې ، برتانیې یا بل کوم هیواد ) د حملې هیڅ ذکر نسته . په دواړو کی نه د افغانستان او نه هم پر هغه د امریکا په مشرۍ د برید هیڅ ذکر نسته . آن د ا چی په دواړو پریکړه لیکونو کی د ملګرو ملتونو « پر کوم غړې هیواد » باندی د « پوځی برید » هیڅ کوم ذکر لا هم نسته .
نو ځکه په ټینګار او شواهدو سره وایو چی ملګرو ملتونو قطعأ امریکا ته پر افغانستان د حملې اجازه یا صلاحیت نه په ۲۰۰۱ کی او نه هم تر هغه وروسته آن تر ننه نه دی ورکړی . پس ویلای سو چی پر افغانستان د امریکا حمله او افغان جګړه له پیله تر ننه غیر قانونی ، غیر مشروع او ناروا ارتکاب دی بلکی دغسی ټولی ادعاګانی محض درواغ دي .
د افسوس خبره لا دا چی پر افغانستان د پورتنیو دواړو پریکړه لیکونو څخه درې هفتې وروسته حمله وسوه ، په کوم بین المللی جواز ؟
مهمه لا دا چی پر افغانستان د امریکا حمله او افغان جګړه پخپله د امریکا د قانون له مخی هم ناروا او غیر قانونی عمل دی . ځکه ، د امریکا د اساسی قانون څلورمه ماده وایی چی « هر هغه تړون چی امریکا تصدیق کړی او منلی وی ، هغه د هیواد د عالی قانون یوه برخه ګڼل کیږی . » پس آیا واشنګټن په خپل دغه ارتکاب سره خپل قانون پخپله تر پښو لاندی نکړ ؟
ځکه نو روان افغان جنګ له هماغه پیله د امریکا او دنیا د قانون څخه صریح تیرﺉ دی ، چی له امله یې د امریکا او ناټو حکومتی مشران د دې « غیر قانونی » جرم شریکان دي .
د یو تریخ حقیقت په توګه امریکا هغسی نه ده لکه ادعا چی یې کوي ، بلکی هغسی ده لکه چی کوی یې . یعنی په خوله خوږه ، مګر له دننه ترخه ! نن چی د دریېمی نړې په هر ګوټ ( منجمله افغانستان ) کی امریکایی پوځیان سته ، هغه د جګړې او فتنې ډګر ګرځېدلی دی . نور خو لا څه ، په افغانستان او عراق کی خورا فاسد ، بې کفایته او غیر ملی رژیمونه ترپی ، پالی او ساتی او د خپلو خلکو څخه یې په امریکایی برچه سره ژغوری .
نو که موږ لیری او نږدې وګورو ، و به وینو چی د امریکا عمومی تلن لاره داسی ده : ورڅکېدل ، ننوتل ، وژل ، درواغ ویل او جنګ دایمی کول . دا ولی ؟ دا ځکه چی امریکا د دښمن لرلو یا دښمن جوړولو څخه پرته یو بېکاره او بې هدفه ځواک دی . والسلام ، ( ن . صمد )